تاند- ټاکل شوې ده چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني سبا /چهارشنبه/ هند ته په رسمي سفر لاړ شي.
ښاغلی غني به د نوي ډیلي د سفر په لړ کې د هند له صدراعظم نریندر مودي سره پر دوه اړخیزو او سیمه ییزو مسلو خبرې وکړي.
ښاغلی غني وروسته له دې هند ته ځي چې تېره اوونۍ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي له اومیدواروونکو ژمنو سره کابل ته راغی او د دوو هیوادونو په اړیکو کې یې ژور بدلون ته هیلې وغوړولې.
تېره اوونۍ د افغانستان اجرايي ريیس عبدالله عبدالله هم هند ته تللی و.
ښاغلی غني به له هندي مشرانو سره د سیمه ییز امنیت، سوداګرۍ او په افغانستان کې د هند د پرمختیايي کارونو په شمول پر ګڼو موضوعاتو وږغېږي.
د هند د یو ورځیني سفر په لړ کې به ولسمشر غني او صدراعظم مودي د افغانستان په بنسټي پروژو کې د هند پر رول هم غور وکړي.
انډیا فونډېشن به، چې د هند یوه خپلواکه څېړنیزه موسسه ده، د ولسمشر غني په ویاړ یو ځانګړی پروګرام جوړ کړي.
ښاغلی غني هند ته ورسېد.