تاند – د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د هند صدراعظم نریندر مودي نن /چهارشنبه/ په نوي ډیلي کې د افغانستان – هند د ستراتیژیک مشارکت تړون په اړه خبرې وکړې.
ښاغلی غني، چې نن سهار نوي ډیلي ته ورسېد، له هند څخه د مرستو په خاطر مننه وکړه.
«غواړم چې د هند له دیپلوماتیکو موسسو مننه وکړم. څه چې د افغانستان او هند سره شریک دي هغه پر دیموکراتیکو موسسو باور دی. زه دلته د افغانستان د منتخب ولسمشر په توګه د نړۍ تر ټولو سترې ولسواکۍ ته وینا کوم او د دوو دیموکراتیکو موسسو ترمنځ اړیکې جوړوو.»
د ارګ له خبرپاڼې سره سم، دواړو مشرانو د افغانستان او هند د اړیکو او دوه اړخیزه همکاریو د لا پراختیا، له تروریزم سره د ګډې مبارزې او د افغانستان او هند ترمنځ د اقتصادي او ترانزیټي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.
دواړو خواوو دغه راز د سیمه ییز اتصال، د افغانستان – هند د هوايي دهلیز د انکشاف، د لوړو، حرفوي او پر لیکه (انلاین) زده کړو او همدارنګه د افغانستان په بېلابېلو سکتورونو کې د ګډې پانګونې په اړه بحث وکړ.
د هند صدراعظم وویل، هېواد یې د شاه توت بند او کانالونو جوړولو، د لمریزې برېښنا او واټرپمپونو، د څښاک اوبو او د کلیو په کچه د ۱۶۰ بېلابېلو پروژو، د ټرانسپورټي سیستم، ۳۵۰ښاري ملي بسونو د ترمیم او د ۱۰۰۰ نویو ملي بسونو د ورکړې، د غذایي توکو د پروسس او په نورو بېلابېلو برخو کې د افغانستان له حکومت او خلکو سره هر ډول مالي او تخنیکي همکارۍ ته چمتو دی او پر دې توافق وشو چې د دواړو هېوادونو تخنیکي ټيمونه دې ژر تر ژره د عملي کار د پیلولو زمینه برابره کړي.
ولسمشر غني د هند د سفر په لړ کې په انډیا فونډېشن څېړنیز مرکز کې وینا وکړه. ده وویل، په کابل کې پر یوه خاص قوم د داعش د حملو هدف دا دی چې په افغانستان کې قومي او مذهبي اختلافاتو ته لمن ووهي.
ښاغلي غني وویل چې له طالبانو سره د سولې امکان شته، ده د کمکي اختر په شپو ورځو کط د اوربند یادونه وکړه، ویې ویل:
«تر ۳۰ زره ډېر طالبان ښارونو ته راغلل؛ فکر کوئ چې د دوی په وړاندې به کرکه څرګنده شوې وي، ویشتل شوي به وي، نه په ځینو صحنو کې چې د افغانستان تلویزیونونو ښکاره کړل، دوی له افغانانو سره جشن وکړ او یو بل یې سره ومنل.»
ولسمشر غني او د هند صدراعظم مودي پر دې توافق وکړ چې د افغانستان او هند ترمنځ د هوایي کورېډور د انکشاف لپاره دې د الوتنو شمېر زیات او همدارنګه دې د هرات او امرتسر په ګډون نورو ښارونو ته هم دغه الوتنې پیل شي.
وروسته له دې چې افغانستان تېر کال له هند سره هوايي کوریدور پرانیست، افغانستان په څه کم یو کال کې د هوايي دهلیزونو له لارې بېلابېلو هیوادونو ته د ۵۶ ملیون ډالرو په ارزښت مال صادر کړی دی.
په مالي او بانکي چارو کې د جمهوري ریاست د مشاوریت د دفتر د عامه اړیکو مسوول سمیر رسا وايي چې د ورته هوايي کوریدورونو د پرانیستلو لپاره له متحده عربي اماراتو، چین او د هند له نورو ښارونو سره هم د تفاهم یادښتونه لاسلیک شوي دي.
افغانستان او هند همداراز موافقه وکړه چې د چاه بهار بندر له لارې به په خپل منځ کې ارتباطات زیات کړي.