تاند- له پلوتون سیارې څخه د نیوهورایزن ستوربېړۍ د رالېږلیو تصویرونو په څېړنه کې داسې ښکاري چې دا سیاره مځکې ته ورته ځانګړتیاوې لري. پر غونډیو یې د یخي یا کنګل دانې شته.
د سي این این تلویزیون د راپور له مخې، کابو درې کاله مخکې نیوهورایزن ستوربېړۍ د پلوتون لور ته واستول شوه خو لا هم پکار ده چې د دې سیارې په اړه نور معلومات ترلاسه شي.
د هغې څېړنې له مخې، چې په ساینس جورنال کې خپره شوې، د دې سیارې غونډۍ د مځکې د شګلنو غونډیو په شان نه دي، د پلوتون پر غونډیو د متان جامد او کنګلي دانې لیدل کېږي.
له مځکې، مریخ، وینوس او تایتن پرته د شمسي نظام په نورو سیارو کې غونډۍ نشته.
د دې څېړنې یو راټولوونکی جاني رادباوګ وايي، کله چې یې د لومړي ځل لپاره د نیوهورایزن ستوربېړۍ تصویرونه وکتل؛ غونډو ته یې پام شو چې دا د ده لپاره حیرانوونکې وه ځکه چې په پلوتون کې زیات اتومسفیر نشته.
سره له دې چې د پلوتون او لمر واټن د مځکې او لمر د واټن په پرتله ۳۰ برابره زیات دی، لا هم دا سیاره مځکې ته زیات ورته والی لري.