تاند- په امریکا کې د موټرو لپاره یو ډول دیجټلي نمبرپلېټونه جوړ شوي چې د موټر ثبت معلومات اپ ډېت کوي.
دا نمبرپلېټونه اوس په کلیفورنیا ایالت کې په ازمېښتي ډول یو شمېر موترو ته ورکړل شوي دي.
د یو ایس هرالډ ورځپاڼې د راپور له مخې، په مې میاشت کې د کلیفورنیا ایالت په ساکرمینټو ښار کې د موټرو د دې دیجټلي نمبرپلېټونو تجربه پیل شوه او اوس په لومړي ګام کې ۲۴ موټرو ته دا ډول نمبرپلېټونه ورکړل شول.
دا نمبرپلېټونه ریفایفر (Reviver Auto) کمپنۍ جوړ کړي. د دې سمارت یا دیجټلي نمبرپلېټونو ټکنالوژي د کینډل د کتاب لوسونکي یا بوک ریډر ټکنالوژي ته ورته والی لري.
د نمبرپلېټ د رنګ خوښه د موټر خاوند ته پرېښودل شوې او موټرچلوونکی د خپلې خوښې نوم یا عبارت هم پرې لیکلی شي.
د موټر خاوند به کولی شي چې په پارکینګ کې د خپل درولي موټر پر نمبر پلېټ پیغام ولیکي.
پولیس به د موټر په اړه معلومات له لېري کتلی او کنټرولولی شي، مثلاً دا به ورته څرګندېږي چې د موټر تخنیکي معاینه شوې یا د لارې ټکټ لري.