تاند- د ایران د اهواز په جنوبي ښار کې نن /شنبه/ پر یوه پوځي پرېډ د نامعلومو وسله والو په حمله کې لږترلږه ۱۱ تنه وژل شوي او ګڼ نور ژوبل دي.

د تهران او اهواز په شمول د ایران په ګڼو ښارونو کې نن د ایران – عراق د جګړې د پیل په مناسبت رسم مراسم جوړېږي.

د ایران او عراق جنګ په ۱۹۸۰ م کال پیل شو او په ۱۹۸۸ پای ته ورسېد.

د خوزستان ولایت له مرکز اهواز څخه د ایران د دولتي تلویزیون خبریال په راپور کې وویل« پرېډ په ترڅ کې د څو تنو وسله والو له لوري ډزې پیل شوې. ګڼ کسان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.»

د ایران تلویزیون «تکفیري عناصر» د حملې مسوول بللي. ایران د اسلامي دولت یا داعش سختدریځې ډلې ته تکفري کلمه کاروي.

د ایران تسنیم خبري اژانس د وژل شویو شمېر ۱۱ او د ټپیانو تر ۳۰ زیات وباله.

اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي په دې برید کې لږترلږه ۲۰ نور ژوبل شوي دي. دا اژانس همداراز وايي چې په حمله کې وژل شوی او ټپیان د سپاه پاسداران غړي دي.

د خوزستان ډېری اوسېدونکي په خټه عرب دي او د ایران د مرکزي حکومت له لوري د یو شمېر نورو سُني لږکیو په شان وروسته پاتې ساتل شوي دي.

دوی په ځلونو له ایران څخه د بېلتون غوښتنې هڅې کړي او د ایران له دولتي ځواکونو سره یې وسله والې نښتې کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *