ژباړونکی: تمهيد الله سيلاني
يو کس ليکلي و: (( د پښتنو تر ټولو ستر قام علجيان دي، چې له آره ترکان بلل کيږي. علجيان د تاريخ په اوږدو کې د خلجي په نامه هم ياد شوي دي. تر ټولو پېژندل شوی شهنشاه يې علاوالدين خلجي نومېده، چې اته پېړۍ وړاندې يې د دهلي پر تخت واکمني درلوده ))
دا ادعا هم لکه دپښتون ټبر د اسرايليت ادعا چې تر ننه پورې په ځينو تاريخونو کې يې يادونه کيږي، ناسم او غلط برداشت دی …. د منځنۍ اسيا څخه د غلجيانو د مهاجرت تيوري او پښتون ټبر ته د اسرايليت ادعا د معاصرو علومو او څېړنو په اساس په بشپره توګه ناسمه بلل شوې او پوهانو د بطلان کرښه پرې کش کړې ده.
لومړی ؛ د پښتنو، تاجکانو، ترکتبارانو، هزاروو او د سويلي هند خلکو تر منځ ژينيټکي  څېړنو او پرتلنو دا په ډاګه کړې، چې د افغانستان د پښتنو او تاجکو قومونو ريښه يوه ده، نوموړي ټبرونه دسينددريا سويلي حوزې او جنوبي هندوکش سيمې ته اړوند دي، چې دا ټبرونه په همدې خاوره کې ۱۲ زره کلن تاريخي لرغونتوب لري. دوی د دي  ان  ای  د څېړنو له آنده له ترکتبارانو او هزاروو سره هېڅ ډول اړيکې نلري.
دويم : پښتو ژبه د دري ژبې په شان د هندو اروپايي ژبو له ډلې څخه يوه ژبه ده، ترکي عربي او يهودي ژبې ددې کورنۍ له ژبو څخه نه شمېرل کيږي…
دريم : په ټوليزه توګه د ډيورند له کرښې هاخوا، جنوبي او شرقي پښتانه ټول غلجيان دي، د دوی شمېر پرته د لوی کندهار،  او هرات ابداليانو، محمدزايوو او سدوزيو څخه تر څلويښت ميلونو زياد دي.دا په داسې حال کې ده، چې د تاجکستان، ازبکستان او ترکمستان ټول نفوس ۴۴ ميلونو ته نه رسيږي.
همدارنګه  په ټوله نړۍ کې په ټوليزه توګه د پښتنو شمېر څو برابره د يهودو له ټولو اقوامو څخه زياد دي. دا په داسې حال کې ده چې د تاريخ په اوږدو کې ددې لويې کتلې مهاجرت د منځنۍ اسيا څخه  پښتون مېشته خاورو ته نه دي تر سترګو شوي….
څلورم : پر ترکي او عبراني ژبو څه وشول؟ پښتانه د څېرو په لحاظ د پنجشير، پروان او کابل له خلکو سره نږدې والی لري؟
معلوماتي سرچينه : ژينتيکي څېړنې د انګلستان پورت سمت پوهنتون لخوا چې په ۲۰۱‍۲ کال خپره شوې ده ….
One thought on “د پښتون ټبر ريښه | ليکوال: دوکتور خالدي ”
  1. سلامونه، په ځانګړې ډول دکتور صاحب خالدي او ژباړونکي سیلاني ساب ته!
    که د پښتنو او تاجکو نژادي او ژبنۍ ريشې ګډې وي ،نو بیا تاجیکان ولې ځانونه کله خراسانیان ،کله ترکتباران او کله څه اوڅه بولي؟ او له بده مرغه یو څو ګنجشک سري ېې دا څو لسیزې د پښتنو (اوغان) په جینوسایډ پسې راخیستې ده ؛ البته ټول ملیت ېې نه خو یو څو سیاسي ټیکه دارانو او ایجړاګانو ېې !!.
    یوه بله خبره چې ما ډیر وخت پخوا لوستلې وه زما د قوم یا قبیلې(صافي یا ساپي ) دروند او ویاړلي قوم > ؛ د پیل یا رښې په باب ده. د (ساپیانو پیژندنه )کتاب کې ارواښاد عبدل مالک کولکوال ساپي ،د ساپیانو ریښه د آریایانو له اصل سره یوه او ۵ زره کاله پخوا له بلخه راوتلي ګڼي چې بیا غرب او شرق او جنوب خواووته کوچیدلي دي آن تر هندوستان او اندونیزیا رسیدلي او غرب کې تر عراق، اناطولېې (اوسنۍ آسیايي ترکيې) ، جرمني او البته په آخرو سل کالونو کې موډرن مهاجرتونو سره په ټوله نړۍ کښ تیت دي.؟.
    په ترکي ژبه آر = صاف ، او د شاتو مچۍ ته وايي. او آریايي واقعي هم د هتلر په آند صاف نسل و!. او دا نور ګډوله!!!.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *