تاند- د سعودي عربستان د عدلیې وزارت وايي، ۳۴ سعودي ښځو تېر کال له افغانانو او بنګالیانو سره ودونه کړي دي.
د ګلف نیوز ورځپاڼې د رارپور له مخې د سعودي عربستان د عدلیې وزارت سرچینو د دغه هیواد الاشرق ورځپاڼې ته ویلي چې ۱۷ سعودۍ ښځو له افغانانو او همدومره نورو له بنګالیانو سره ودونه کړي دي.
د ورځپاڼې د راپور پراساس ۵۵ افغان ښځو او ۲۷ بنګالۍ ښځو له سعودیانو سره ودونه کړي دي.
د سعودي عربستان له قوانینو سره سم سعودي نارینه له بهرنیو ښځو سره واده کولی شي خو سعودي ښځې یوازې په هغه صورت کې له بهرنیانو سره واده کولی شي چې عمر یې تر ۲۵ کلونو واوړي.
یوازې په هغه حالت کې، چې ښځه له بهرني هلک سره خپلوي ولري، په ۲۱ کلنۍ کې واده کولی شي.
خيشي مو مبارك شه افغانانو
زه هم غواړم سعودی شزی سره واده وکړم