د “ښه ژوند تګلارې” کتاب د ارواپوهنې برخه ده چې د ښوونځېو زده کوونکو، د پوهنتون محصلینو او استادانو لپاره پکې بېلابېل نوي او ګټور موضوعات ځای پر ځای شوي دي. دا کتاب له هېواده بهر د بېلابېلو نومتو پوهنتونونو استادانو/ارواپوهانو ګټورې لیکنې دي چې په انلاین بڼه له بېلابېلو نومتو ویبپاڼو راخیستل شوي دي چې د هېواد د نوي کهول ځوان ليکوال او ژباړن “استاد حضرت عثمان نوري” راژباړلی دی.
استاد له دې وړاندې لومړی کتاب (د ژوند اووه رازونه) تر نامه لاندې ژباړلی وو چې له چاپ وروسته ډېر ژر وپلورل شو، دا یې دوهمه هڅه ده چې ژباړه یې روانه، فصیحه او مننونکې ده. د کتاب لومړۍ، منځنۍ او د پای برخه ګټوره او په زړه پورې موضوعات لري او د نن عصر د ځوان کهول لپاره خورا ښه او ارزانه درملنه پکې تر سترګو کېدای شي.
د “ښه ژوند تګلارې” کتاب باندې بیا کتنه او سموونه ادیب ملګري “اختر محمد ژوندون” کړې ده او تقریظ یې هم پرې کښلی دی، دغه راز پرې له ډېرې مینې ګران ملګري “نور عمر” هم تقریظ کښلی دی.
ددې کتاب چاپچارې د ۱۰۰۰ ټوکو په شمېر چاپیږي چې په پلازمېنه کابل کې یې له اکسوس او مستقبل کتاب پلورنځېو، لغمان کې یونس کتابخانه، ګردیز ښار کې علمي او روحاني بابا کتاب پلورنځېو، خوست کې له ژوندون کتاب پلورنځي، په لوی کندهار کې له سنځر خپروندویه ټولنې او په لوی ننګرهار کې به یې له ټولو کتاب خانو ترلاسه کولای شئ.
کتاب به ډېر ژر له چاپه را ووځي او تر تاسو به یې ورسوو. چاپ یې پر موږ او لوستل یې پر تاسو.
سهار خپروندویه ټولنه