عبدالقدیر افغان

عبدالقدیر افغان

د ولسي جرګې راتلونکې ټاکنې د ګران هېواد افغانستان لپاره برخلیک ټاکونکې بلل کیږي. دا چې ځینی ګوندونه او د لوی ملي ایتلاف غړي په ټاکنو کې خپل راتلونکی تت ګوري نو هڅه کوي چې د خپلو ګټو او د نورو هېوادونو په اشاره یادې ټاکنې د ځنډ او خنډ سره مخ کړي. دوی د دې چارې د عملي کولو لپاره د هرې ممکنه لارې څخه کار اخلي، حتا تر دې چې څو ورځې مخکې د ایتلاف یو برجسته غړي او په ولسي جرګه کې د ننګرهار ولایت استازی حاجی حضرت علی ټاکنې د اسلام ضد وبللې. په داسې حال کې چې خپله 13 کاله وشو چې د ولسي جرګې غړی دی. دا چې ولې یادې ډلې د ولسي جرګې د راتلونکو ټاکنو د ناکامیدو، ځنډ او خنډ هڅه کوي، لاندې لاملونه لري:

1 ـ د سپټمبر له یوولسمې او افغانستان ته د نړیوالو د راتګ څخه تر ننه یادو ډلو د ولسي ملاتړ او نفوذ په نامه د حکومت او نړیوالې ټولنې څخه بلا ډیر مادي او سیاسي امتیازات تر لاسه کړل. راتلونکې پارلماني ټاکنې د سیاسي احزابو او د ایتلافونو لپاره لويه ازموینه ده. دا ټاکنې به حکومت او نړیوالې ټولنې ته په ولس کې ددوي (د سیاسي احزابو او ایتلافونو) محبوبیت، نفوذ او حقیقی وزن په ګوته کړي. زه باوري یم چې د ټاکنو له پایلې وروسته به حکومت او نړیواله ټولنه یادو ډلو ته د امتیازاتو په ورکړه له سره غور وکړي.

2 ـ د یاد ایتلاف ډېری غړي د ولسي جرګې برحاله وکیلان دي. مونږ او تاسې د ولسي جرګې د تیرو ټاکنو شاهدان یو چې یادې ټاکنې د څومره جعل او معاملو څخه ډکې وې. د نوماند د کامیابۍ او ناکامۍ پرېکړه د ټاکنو د کمیسیون پر ځای په سرای شهزاده کې کېده. د اوسني پارلمان او یاد ایتلاف ډېری غړو د همدغو معاملو په نتیجه کې ولسي جرګې ته لاره پیدا کړې ده. دا چې د ملی یوالی حکومت، نړیواله ټولنه او په ټاکنو د څار بنسټونه ژمن دي چې د ولسي جرګې په راتلونکو ټاکنو کې د هر ډول درغلیو مخه ونیسي، یادو ډلو چې د جعل، غیری مسووله وسلوالو او د تورو پیسو په زور یې ولسي جرګې ته لاره پیدا کړې ده، ورخطا دي او هڅه کوي چې ټاکنې سبوتاژ کړي.

3 ـ دوی پدې باوري دي چې ولس بیدار شوی دی او زموږ اصلي څیره يې پیژندلې ده، نور نو زمونږ ملاتړ نه کوی، چې ښه ثبوت یې په هغه لاریونونو او خېمو کې د خلکو نه ګډون دی چې د یاد ایتلاف لخوا د راتلونکو ټاکنو د ځنډ او خنډ لپاره په لاره اوچول شوي وو. تر ټولو شرموونکې خو یې دا وه چې په ځینو ولایتونو کې خلکو له دوی سره د پیسو په مقابل کې هم په لاریون او د خیمو په ساتنه کې برخه وانخیسته چې ښه بیلګه يې ننګرهار ولایت دی.

د خلکو نه ګډون دا ثابته کړه چې ولس له دوی څخه څومره نفرت لری. 4 ـ دا چې د یاد ایتلاف زیاتره غړي د نورو هېوادونو ( لکه روسیې، پاکستان، چین، ایران او…) د ګټو ساتونکي دي، د ګران هېواد افغانستان د ملی منافعو څخه د یادو هېوادونو منافعو ته لومړیتوب ورکوی. یاد هېوادونه د ټولو هغو ملي برنامو سره ښکاره او پټ مخالفت کوي چې په افغانستان کې د ښې حکومتولۍ، سولې، ثبات، ولسواکۍ او ارامۍ سبب ګرځی. حکومت باید د یادو ډلو نمایشی او بې مانا فشارونو ته تسلیم نشي او ددوی غیری قانوني او شخصي غوښتنو ته باید هیڅ راز ځواب و نه وایی. حکومت باید یادو ډلو ته د امتیازاتو پر ځای ولس ته مراجعه وکړي او هغه خنډونه او بې باوري چې کلونه کلونه یادو ډلو د خپلو شخصي موخو لپاره د ولس او حکومت تر منځ جوړه کړې باید له منځه یوسي. شفافې ټاکنې پر ولس د حاکمې مافیا لاسونه لنډولی شي چې حکومت یې باید زمینه برابره کړي. د سوکاله او باثباته افغانستان په هیله، چې له غلو او مافیا پاک وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *