استاد شهسوار سنګروال
له يوشمېر ډله ييزو رسنيواو خپرونونه مو واورېدل، چې ګلبدين حکمتيار د راتلونکو ولسمشريزو ټولټاکنو په تړاو د هغه ګوند له لنډ مهالې مشردبرهان الدين رباني زوې صلاح الدين رباني سره په دې سلاشوي، چې په راتلونکو ټولټاکنو کې ګډ دريځ خپل کړي…حکمتيار دا هم وويل، چې موږ له تېرو ناخوالو او د جګړوله خونړيو ناخوالو او غميزو ډېرڅه زده کړي دي !؟
څښتن تعالی دې وکړي، چې هرڅوک يې له تېرو ترخو تجربو زده کړي، په سر کې د اسلامي او جمېعت کوندونه، چې په خپل مينځي جګړو کې یې زرګونه انسانان ووژل، کورونه وران شول او له هېواد نه کډې کولوته اړشول .
په هغه وخت کې هم يوشمېرلوړې،ژمنې ،موافقې اوقراردادونه د بېلابېلوجګړه مارو ډلوترمينځ کېدل،خوبېا به زرزرماتېدل…د ساري په توګه :
دوشنبه د جوزا څلورمه نېټه (۱۳۷۱ ل کال – د مې ۲۵نېټه ۱۹۹۲ ز کال)
که څه هم حضرت صبغت الله مجددي په غونډه کې نه وو، يا نه وو راغلی، يا د چا له خوا بلنه نه وه ورکړشوې. هره خبره چې وه، وه به!؟ خو بيا هم ورور يې ډاکتر نجيب الله مجددي د روغې جوړې په همدې موافقه کې د حکومت له لوري چې مشر يې مسعود وو شتون درلود، چې نور غړي يې دغه کسان ول:
جنرال رحيم وردګ، جنرال يحيي نوروز، حاجي شېر عالم، مولوي شفيع الله، محمد انور ډنګر، عبدالحق، جنرال مومن او جنرال حسام الدين.
د شينۍ (څرخي پله) د موافقې ارزښت يوازې په دې کې وو چې اعجازالحق او حميد ګل په کابل کې ول، ولې کله چې دوی بېرته لاړل او لا د موافقې لاسليکونه تازه وه چې دوه ورځې وروسته د نظار شورا او اسلامي ګوند وسلوالو د جوزا په شپږمه نېټه جګړه له سره پيل کړه.
صبغت الله مجددي هم دا خبره په ډاګه کړه چې دغه موافقه يوازې اسلامي جميعت او اسلامي ګوند لاسليک کړې ده، موږ ته د منلو وړ نه ده.
د نوموړي موخه دا وه چې د موافقې له مخې بايد د دوستم ملېشا له کابله ووځي، له دې سره مجددي او د دوستم مرستيال جنرال عبدالمجيد روزي هم موافق نه ول.
په حقيقت کې پخپله مسعود هم نه غوښتل، دا ځکه چې د اسلامي ګوند د ځپلو لپاره نوموړي د شمال له ملېشې نه وسلواله ګټه اخسته. خو مسعود دې لپاره چې اعجاز الحق او حميد ګل خوشحاله کړی وي دغه موافقه لاسليک کړه.
نه يوازې د حکمتيار او مسعود سترګې پاکستان ته وې، نورو وسلوالو تنظيمونو په سر کې صبغت الله مجددي هم له پاکستان نه هيله درلوده چې په کابل کې روانې خونړۍ جګړې ته د پای ټکی کېږدي.
نو ځکه د همدې موخې په پلمه يې د واک له څو اونيو وروسته د جوزا په پنځمه (۵) نېټه پاکستان ته لاړ او صدراعظم نواز شريف او نورو چارواکو د هغه د روند هرکلی ځکه وکړ چې نړۍ ته وښيي، يانې چې افغانستان يو خپلواک هېواد دی.
د توب ۲۱ ډزې هم وکړې او نوازشريف ورته لا دمخه د لس ميلونو ډالرو چک هم ورکړی وو. حضرت بېرته کابل ته په لاره د مې په ۲۹ نېټې يې د سپرلۍ الوتکه چې د کابل په هوايي ډګر کې د کوځېدو په حال کې وه په راکټ وويشتل شوه، ولې نوموړي ته کوم زيان ونه رسېد. د دې پېښې يو لامل دا وه چې اسلام اباد کې مجددي په يوه مطبوعاتي کنفرانس کې وويل چې لويه جرګه بايد جوړه شي. د حکمتيار او مسعود پرېکړه چې ۶ مياشتې وروسته بايد ټاکنې وشي لا وختي دی. ښه به وي چې عنعنوي لويه جرګه د دولت مشر وټاکي.
بېنظير بوټو په حکومت غږ وکړ چې د ډيورنډ کرښه بايډ په رسميت و پېژندل شي، خو چا ورته په ښکاره غاړه کېنښوده.
جميعت او مجددي د دې بريد پړه په حکمتيار واچوله. خو اسلامي ګوند داسې ګړنجوله چې چې دغه کار مسعود ځکه وکړ چې د برهان الدين رباني واک ته زمينه برابره کړي.
مجددي هم په دې ساده ګۍ او په اسانۍ له واک نه لاس په سر کېدونکی نه وو، په رښتيا چې کله وګواښل شو نو بيا يې ويلې:
يو شمېر تنظيمونه غواړي خپل جبونه ډک کړي، دوی د ملت او اسلام خواخوږي نه دي… ښه به دا وي چې زه له ټاکلي وخت سره سم له دندې ګوښه شم.
همدا لامل وه چې د جون په ۲۸ نېټې يې واک «قيادي» شورا ته ونه سپاره بلکې ۵۱ کسيزې شورا ته يې وسپاره او د خپلو خبرو او انګېرنو په لړ کې په ځنو ټکو داسې ټينګار کاوه:
-
زه خواشينی يم چې د افغانستان خلک مې د جګړو له لمبو او غميزو نه ونشو ژغورلی، په ما بريد وشو خو د دفاع وزير مسعود په دې تړاو هېڅ ونه کړل.
-
له ما سره ټولو تنظيمونو جفا وکړه او هېچا زما ملاتړ و نه کړ.
-
زما د پرمختګ مخه همدغو حکومتي چارواکو ډب کړې وه، نه يوازې ماسره يې مرسته ونه کړه بلکې ماته يې په لاره کې خنډونه او ستونزې پيدا کولې.
-
کله به چې ما خلکو ته خبرې کولې د مسعود له خوا به سانسورېدلې، په راډيو کې به يې له خپرېدا نه مخنيوی کاوه.
-
د اتحادي اسلامي او وحدت اسلامي تر مينځ جګړو کې مسعود د سياف پلوی وو، بې پرې پاتې نشو او لايې د تنظيمونو جګړو ته لمن وهله.
مجددي چې زړه يې ډک و تش کېده، په ډېرې نهيلۍ له ارګ نه ووت او مخ په پېښور وخوځېد.
د شورای نظار او اسلامي ګوند تر مينځ، د خونړيو جګړو له امله په زرګونو کابل ښاريان ووژل شول، ټپيان شول او په زرګونو کورنۍ په هېواد کې دننه او بهر کډوالۍ ته اړ شوې.
ولې بيا هم برهان الدين رباني او ګلب الدين حکمتيار چې خولې يې له خندا ډکې وې يو له بل سره په پغمان کې وليدل. له دومره بدمرغيو سره سره چې ګڼ شمېر کورنۍ د ړنګو دېوالونو لاندې وې، څوک يې په اېستلو او ښخولو نه رسېدل، خو دی په ډېرې بېشرمۍ د روغې جوړې خبرې کولې. د پام وړ خبره خو دا ده چې د زمري د «۱۹» نېټې د خونړۍ جګړې په درشل کې دواړه غاړې په دې رضا شوې چې يو لنډ مهاله اوربند، هغه هم د پاکستان په سپارښتنه د ولایتونو د يو شمېر قومندانانو په مينځګړيتوب لاسليک کړي چې بهرني دېپلوماتان له کابل ښاره ووځي.
يو شمېر قومندانانو په دې هم ټينګار کاوه چې د اسلامي ګوند، اسلامي جمعيت او د ملېشايي جنګياليو ترمينځ په يوه ټاکلي دريځ سره د نورو تنظيمونو وسلوال ځای پر ځای کړي چې لنډ مهاله اوربند په تلپاتې اوربند واړوي.
ولې د خواشينۍ خبره داوه چې له يوې خوا د روغې جوړې خبرې کېدې او له بلې خوا د جګړې پړه يو پر بل اچول کېده. ان دا چې کله رباني د ناپېلو هېوادونو په غونډه کې برخه واخسته په حکمتيار يې تور پورې کړ چې د دې ټولو بدمرغيو او جګړه ييزه ناخوالو مسئول دی اوآن له نجيب الله نه يې هم ډېر بد وګاڼه.
بيا يې غونډې ته وړانديز وکړ چې دی بايد نړيوالې محکمې ته کش کړی شي.
د دې ټولو څرګندونو سره سره چې ده په حکمتيار او حکمتيار په شورای نظار او د دوستم په ملېشاو د جګړې تور لګوه، بيا هم دوی دواړو د زمري د «۱۹» نېټې له خونړيو نښتو وروسته د سنبلې (وږي) په ۲۶ نېټه د پغمان په ولسوالۍ کې يو د بل سره وليدل.
لومړۍ دواړو يو بل په غېږ کې ټينګ ونيول، يو بل يې ښکل کړل او بيا يې په ډېرې خوښۍ چې په شونډو يې د خوشالۍ موسکا چلېدله د روان کړکېچ په تړاو خبرې پيل کړې.
افغان ولس چې په سرو وينو کې لمبېده، دوی ته يې سپکې سپورې ويلې چې له دومره وينو تويولو وروسته دوی هسې يو بل ته په مينه مينه غېږه ورکړه.
دوی لا په همدې خبرو کې ول چې د سياف اسلامي اتحاد د مزاري له وحدت اسلامي سره په جګړه کې ښکېوتل.
دغه جګړه د سنبلې په ۲۶ نېټې پيل شوه د سنبلې تر (۳۰) نېټې د دوشنبې د ورځې تر مازديګره پورې دوام وکړ.
حال دا چې د رباني او حکمتيار د خبرو او پخلاينې کوربه پخپله سياف وه، ولې جګړه مارو يې له سيال جګړه مار لوري سره خونړۍ جګړه پيل کړه.
دغه جګړې هم له نورو کمې نه وې، د سوني او شيعه په نوم او د پښتون او هزاره، توکمپالنې په نوم د ډېرو کابل ښاريانو غوږونه او پوزې پرې شوې، په سرونو کې يې مېخونه ټک وهل شول او ګڼ شمېر يرغمل شول. يو بل ته يې داسې سزاوې ورکړې چې د بشر په تاريخ کې لږ ساری لري.
د دوشنبې تر ناوخته د دواړو غاړو تر مينځ اوربند وشو. دغه اوربند او د حکمتيار او رباني تر مينځ اوربند ډېر وخت دوام و نکړ. دا ځکه چې په وار وار دغه ډول اوربندونه شوي او مات شوي ول.
ولس ته د اوربندونو په تړاو دغه اوتې بوتې ډېرې د باور وړ نه وې. همدا لامل وه چې د رباني او حکمتيار ناستې هم د خلکو لپاره کومه نېکمرغي را نه وړه.
کابل ښاريانو ته د څرخي پله (شينه) د اوربند پايله څرګنده وه چې د جوزا په څلورمه ڼېټه (۱۳۷۱ هـ کال) د سولې موافقه لاسليک شوه او د جوزا په شپږمه نېټه جګړه له سره ونښته، رباني که له يوې خوا غوښتل چې په هېواد کې دننه په ځانګړي ډول يو شمېر وسلوال تنظيمونه د ځان ملګري کړي او له بلې خوا يې کوښښ کاوه چې د بهرنيو هېوادونو په سر کې د ګاونډيانو سياسي او اقتصادي باور ترلاسه کړي نو ځکه يې د همدې موخې له مخې ازبکستان ته سفر وکړ.
اوس چې اوس دی،لادخلکوله زهن اوفکرنه،هغه بوګنوونکې پېښې نه دي هېرې شوې،په تيږواودېوالولا تراوسه دوينونښې نښانې له ورايه ښکا ري…خوپه هرحال يوشمېرخلک تل دغه خبره کوي،چې تېرپه تېر،هېرپه هېر!دې کې شک نشته،چې تېرې خبرې به هغه څوک هېرې کړي،چې دهمدې جګړواوناخوالو له با بته د شتو ،پيسواووسلوخا وند ان شول،خوهغه څوک يې نشي هېرولی،چې همدې جګړوترې هرڅه واخستل. خوخير…بيا هم وينې په وينو نه وينځل کېږي، په دې هيله،چې وروستئ ناستې په صداقت ولاړې وي اودافغا نستان غميزوته د پا ې ټکی کېږدي .(له خدای ؛ج؛اوله تا ريخه ووېرېږی)