تاند- انستاګرام د یو لړ نورو اسانتیاوو د اعلانولو ترڅنګ وویل چې د کاروونکو شمېر یې تر یو ملیارد تنو تاوښتی دی.

انستاګرام دا اعلان د یوه اپلیکېشن د معرفي کولو په مهال وکړ.

د انستاګرام نوی اپلیکېشن خپلو کاروونکو ته د اوږدو ویدیوګانو د خپرولو امکان ورکوي.

د انستاګرام نوی اپلیکېشن (IGTV) نومېږي. دا اپلېکېشن یوټیوب ته ورته والی لري. په دې اپلیکېشن کې کاروونکی تر یوې دقیقې اوږدې او حتی یو ساعته ویدیوګانې اپلوډ کولی شي.

دا اپلیکېشن به په راتلونکو ورځو کې هغو الیکترونیکي وسایلو ته چې له اندروید او آی او ایس (IGTV) څخه کار اخلي، وړاندې شي.

اوس په درسته نړۍ کې له انستاګرام څخه د میاشتې یو ملیارد خلک کار اخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *