تاند – د ختیځ ولایت ننګرهار ګڼ شمېر ځوانانو په ټولنیزو رسنیو د دغه ولایت د پوهنې د رییس د ملاتړ غږ کړی او وایي چې په هر قېمت یې دفاع ته تیار دي.

ادعا کیږي، چې د عبدالحسیب شینواري له ورتګ څخه مخکې د ننګرهار د پوهنې ریاست کې یو شمېر کړیو په اداري فساد کې لاس درلود او ان تر بدخشان ولایت پورې یې په داسې کسانو د ننګرهار د لېسو د فراغت اسناد خرڅ کړي وو چې په ننګرهار کې درس ویل څه چې دغه ولایت یې هېڅ لیدلی هم نه وو.

په وروستیو کې یو شمېر کسانو، چې ویل کیږي د پوهنې ریاست پخوانۍ مافیایي کړۍ یې تر شا لاس لري، هڅې پیل کړي چې شینواري ته ستونزې جوړې کړې، خو د هغوی دغه کار د ننګرهار ولایت د ځوانو فعالانو سخت غبرګون راوپاراوه.

انجنیر راحمت ګل زیارمل افغان لیکلي، « حسيب شينواري د ډېروغلو مخه نېولې!

د ننګرهار د پوهنې رييس په وړاندې دغه لاريون په کابل کې د دغه رياست د شهادتنامو پخواني مدير او د هغه د جعلي شهادتنامو کاروباريانو په شريکه کړی و، چې دغه ډله کسان د اداري فساد تر څنګ په اخلاقي فساد هم ککړ دي.
دلته چې پاک واوسې نو چټل خلک درپسې راپاڅېږي! بس خلاص!»

نوید شینواري د ښاغلي زیارمل وینا یو څه نوره سکڼلې او لیکلي یې دي، « هغه څوک چې زما پتنمو ننګرهاریو خوېندو ته یې د خپلو شهادت نامو ورکولو په بدل کې ترې ناروا غوښتنې کولې، نن لګیا دی د پوهنې د ریس خلاف مظاهرې کوي.»

وحید زهیر لیکي، « د لسو او شلو تخریبکارو په خولې سیند نه مرداریږي.
د ننګرهار د پوهنې رییس د خدمت یو جنون لري. که پر ده نه ودریږو نو بیا اصلا” موږ هیڅ خپل خیر نه غواړو.»

انجنیر اباسین بهیر لیکلي، « د ننګرهار د مهمندرې ولسوالۍ له یوې لېسې څخه د بدخشان او شاو خوا ولایتونو ۲۲ کسانو ته د فراغت جعلي او هوايي اسناد جوړ شوي وو، کله چې حسیب شینواری پوهنې ریاست ته راغی نو دې ته ورته د جعل د سلګونو دوسیو څېړلو ته یې چې ځان برابراوه نو، د معارف دننه مافیا د هغه لېسې اسناد وسوځول او دا سوځونې یې طالبانو ته منسوب کړې خو طالبانو دا ادعاوې په کلکه رد کړې.
حسیب شینواری د هغو کسانو د ګټو پر وړاندې مستحکم څلی دی چې دا ډول جعل او تزویر یې کاروبار او د اولادونو نفقه ده،»

شینواري ته یوه نژدې سرچینه وایي، چې نوموړي د ښوونې او روزنې پوهنځی لوستی او وروسته یې په عامه اداره کې د ماسټرۍ تر کچې زده کړه کړې ده.

ویل کیږي چې، عبدالحسیب شینواری، چې د ۲۰۱۷ میلادي کال د جولای میاشتې راهیسې د ننګرهار د پوهنې رییس ټاکل شوی، د جلال اباد د ښاروال او د ګمرک د رییس تر څنګ یو له هغو بریالیو او ځوانو مدیرانو څخه دی چې د ننګرهار ولایت ډېر خلک یې له کارونو څخه خوښ دي.

One thought on “د ننګرهار ځوانانو د دغه ولایت د پوهنې د رییس د ملاتړ غږ پورته کړ”
  1. موږ هم ډیر اوریدلی چی اکثرو ادارو کی فساد او بداخلاقی دومره غالبه ده چی پاک مامورین که د فساد د وارثانو او فساد پیشه وو سره ملګری ونکړی نو د فساد قراردادی مامورین او حامیان یی حتما دسیسی ورته جوړوی او پاک خلک کار او خدمت ته نه پریږدی او دی ته ورته فساد او بداخلاقی ډیروولایاتو او خصوصا معارف کی شتون لری چی شمال کی د کندزد سابقه والی فسادونه او حتی اختطاف او د دوو وروستنیو رئیسانو د معارف ډیر شرموونکی جرایم د حامیانو سره یی باید شدیدا دعبرتناک مجازات وړل دی او دی ډول مجرمینو باندی رحم د ملت تباهی ده .
    خو د دی ارذل الناس نه ښوونه او روزنه باید پاک ساتل شوی وای ، مګر متأسفانه چی د بن د معاملی را دیخوا په ۱۴ کالو کی د فسادونو د ابتکار او فاستبقوا الفساد متعفنه دوره وه او تر اوسه هم لا خبیثه بقایاوی ،پلیدی شیندی او لږ تر لږه دوی یا دری دوری غواړی چی ددی ملت مؤمن بچیان جهاد ګونه کار وکړی تر څو شل کلن انحصاری رذیله بقایاوی کنترول شی هغه هم په هغی صورت کی چی ام الفساد تنظیمونه کم از کم غیرقانونی او له ادارو وشړل شی ، او مجازات یی تر هغی چی اکثریت اداری پاکی نشی او دا د بن د معامله ګرو فرهنګ او پدری میراث مغلوب شوی نه وی ، تعلیق ورکړ شی
    همدا اوس د غنی د حکومت په وړاندی چی نسبی غنیمت دی اوسنی ائتلاف همدی مسئلی ته ورته شکل لری چی د ام الفساد تنظیمونو او افسدالناس تراکم دی ځکه خاین خایف او محاسبه یی د مرګ سره مترادف ده نو ځکه داخلی او خارجی دښمنانو خپله شرانګیزی مضاعف کړی
    نو رب العزت نه به دا غواړو:
    ربنا لا تجعلنا فتنة للقوم الظالمین
    ونجنا برحمتک من القوم الکافرین
    ربنا لا تزد الظالمین الا تبارا ښ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *