تاند- رویټرز خبري اژانس د درو طالب مشرانو په قول وايي چې د دې ډلې استازو روانه اوونۍ په سعودي عربستان کې د افغانستان د حکومت له پلاوي سره کتلي او د ولسي جرګې تر انتخاباتو وړاندې یې پر امنیت او د محدود شمېر بندیانو د خلاصون پر موضوعاتو خبرې سره کړي دي.
دا کتنه په داسې وخت کې شوې چې د افغانستان د ولسي جرګې انتخاباتو ته تر یوې میاشتې لږه موده پاتې ده.
د افغانستان د حکومت لپاره دا ډېره مهمه ده چې د میزان د اته ویشتمې نېټې انتخابات په ارامه او امن فضا کې وشي.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، یوه طالب مشر وویل چې د افغانستان حکومت ورڅخه وغوښتل چې په انتخاباتو کې دې جګړه نه کېږي.
«افغان پلاوي زموږ سره موافقه وکړه چې بندیان به خوشي کوي.»
ده زیاته کړه، ځینې بنیدان، چې تورونه یې کوچني وو، خوشي شوي او حکومتي چارواکو نور بندیان په راتلونکې کې د خوشي کولو لپاره د هغو اهمیت ته په کتو په ۳ ډلو وېشلي دي.
رویټرز وايي چې هم ارګ (د افغانستان حکومت) او هم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه له څه ویلو ډډه وکړه. د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد هم په دې باب څه نه دي ویلي.
رویټرز وايي، طالبانو، چې په نړۍ کې په رسمیت پېژندل شوی افغان حکومت نامشروع او د بهرنیو لاسپوڅی بولي، تل ویلي چې د افغانستان له حکومت سره خبرې نه کوي او یوازې له امریکا سره خبرو ته تیار دي؛ خو طالبانو او د افغانستان د حکومت پلاوو په ځلونو له یو بل سره غیررسمي خبرې کړي دي.
د طالبانو استازو د نوم د نه ښودلو په شرط وویل، په سعودي عربستان کې د افغانستان د حکومت او طالب استازو کتنه وروسته له دې کېږي چې له امریکایانو سره د طالبانو بله کتنه په دې خاطر لغوه شوه چې د یوه درې میاشتني اوربند پر سر، چې امریکا یې غوښتنه کړې وه، موافقه ونه شوه.
د امریکا د بهرنیو چارو د جنوبي او منځنۍ اسیا د مرستیالې الیس ویلز په مشرۍ امریکايي پلاوي په جولای میاشت کې په قطر کې له طالبانو سره غیررسمي خبرې کړې وې.
په قطر کې د طالبانو یوه مشر وویل«زموږ ځینې مشران د افغانستان له حکومت سره د خبرو پلویتوب نه کوي ځکه چې تراوسه پورې موږ دوی ګوډاګیان ګڼو او ورسره له لیدو مو انکار کاوه. خو له امریکایانو سره زموږ په وړاندیز غونډه د ځینو ځانګړو عواملو له کبله ونه شوه.»
دوی وویل، امریکايي استازو زموږ څخه د اوربند غوښتنه کوله چې زموږ مشرتابه ورسره موافقه نه شوای کولی. نو په نتیجه کې رسمي خبرې ونه شوې خو غیررسمي تماسونه نیول شوي دي.
د طالبانو یوه مشر رویټرز خبري اژانس ته ویلي«د خبرو لپاره زموږ موافقه یوازې د دې لپاره وه چې د بندیانو پر تبادلې خبرې وکړو او زموږ مشران د ملګروملتو له تور لیسته وایستل شي.»