د افغانستان حکومت، بهرنيو ځواکونو او ددوى د وسله والو مخالفينو تبليغاتي جګړه افغانستان ته د بهرنۍ پوځي ټلوالې له راتګ سره سمه پيل شوې او تر ننه دوام لري. په ٢٠٠١ زېږديز کال کې، چې کله د امريکا په مشرۍ نړيوالو ځواکونو په افغانستان کې د وسله والو طالبانو او اسامه بن لادن پر وړاندې خپل پوځي عمليات د ځمکې او هوا له لارې پيل کړل، نو يوه زياته برخه يې د پوځي ځواک تر څنګ په تبليغاتو متمرکزه وه.
هسې خو تبليغات د سړې جګړې يو مهم اړخ دى، په جګړه کې تر ډېره په واک، ځواک او پوځي وسايلو او تجهيزاتو تکيه کول مناسب او پر ځاى کار نه دى، پوځي او امنيتي کارپوهان په دې اند دي، چې د تبليغاتو ليکه بايد د پوځ او جګړې له ليکو وړاندې وي او د پوځي ځواک کارول يې په دويم قدم کې راځي، چې دا کار هم دانساني مرګ ژوبلې او هم د مالي زيانونونو مخه نيسي.
دغه تبليغات هم د نړيوالو رسنيو، پوسټرونو، کارتونو او اعلانونو له لارې وو او هم خپله دهېواد په دننه د دوى له خوا د پيل شوو او رامځته شوو خپرونو او اعلاميو له لارې تر سره کېدل.هغه مهال د ازادۍ غږ په نامه يوه راډيو هم فعاله وه، چې په غالب ګومان د بى ٥٢ الوتکې پر مټ يې د يوې ګرځنده راډيو له لارې په ټول افغانستان کې خپرونې درلودې.
د دوى تبليغات په دوو بڼو تر سره کېدل، يو دا چې وسله وال طالبانو ته خپل واک ځواک وښيي، له خپل هوايي او ځمکي پوځي څخه يې وويروي، دوى به هغه مهال ويل، چې بى ٥٢ ډوله الوتکې يې دومره غښتلې او قوي نښه وېشتونکي دي، چې په ځمکه ترې يو متر څېز هم نه خطا کېږي، په توره شپه کې يوه توره وسيله او خوځنده څېز درک کولي شي. خو په واقعيت کې بيا ولس هر څه په سترګو وليدل، غټ پټ اسامه بن لاندې ترې په کلونو کلونو ورک و، په سلګونو ځله د طالب وسله والو پر ځاى ملکي خلک، ماشومان، ښځې او حتى د واده محفلونه او نور مناسبتونه بمبارد شول، چې د امريکا د پوځي امکاناتو او ټکنالوژۍ ړوند والي يې ثابت کړ.
د تبليغاتو دويمه برخه بيا هم د طالبانو پر ضد او پر وړاندې يې د ولس د کرکې او نه همکارۍ پارول وو، له خلکو به غوښتل کېدل، چې په تصويرنو کې کښل شوي کسان په کورونو او سيمه کې پرېنږدي، د ځينو په سر خو يې انعامونه هم ټاکلي وو، چې د مطلوبو اشخاصو په اړه د معلوماتو ورکولو په صورت کې به د دوى د هويت په خونديتوب سره د اوچت انعام ګټونکي وي.
بلې خوا ته بيا د وسله والو طالبانو تبليغات وو، چې تر ډېره په اوچتو وسيلو سمبال وو او تر ننه هم دي، همدا اوس طالبان په خپله رسمي ويبپاڼه کې په پنځو ژبو( پښتو، دري، عربي ، انګليسي او اردو) فعالې خپرونې، ورځني خبرونه او اعلاميې خپروي او ډېر ځله تر دولتي ويندويانو هم طالبان ويندويان وړاندې وي.
د طالبانو په ويبپاڼه کې د دهغوى د خبرونو، مقالو، شريعت غږ انلاين راډيو، پيغامونو او تحليلونو ترڅنګ د هغوى د عملياتو او فعاليتونو ويډيوګانې هم وخت ناوخت په بېلابېلو نومونو خپرېږي، ددغه غږيزو او انځوريزو تبليغاتو يوه غوښتنه برخه طالباني تراني دي، چې په ښکلو غږونو او لوړه کواليټي سره جوړېږي. په دغه ترانو کې معمولا د طالبانو برياوې، د هغوى له لاسه ورکړي همکاران، ځانمرګي بريد کوونکي او يا هم طالب مشران ستايل شوي وي.
د تبليغاتو ترانو يوه زياته برخه له تاو تريخوالي ډکې دي، ځوانان په کې جهاد، د بهرنيانو او افغان حکومت پر وړاندې جګړې او پاڅون ته هڅول شوي وي، د اشغال او بهرنۍ ټلوالې پر ضد يې د سرښندنې او فعاليت بلنه ورکړې وي.
د طالبانو د ترانو يوه زياته برخه په کليوالي سيمو کې د سندرو ځاى نيسي، په محفلونو، ناستو غونډو، محفلونو او موټرونو کې په لوړ اواز غږول کېږي، چې په ويډيو ګانو کې يې د بهرنيو او افغان ځواکونو او مرکزونو پر وړاندې د دوى کارنامې په کې راخيستل شوي وي، ترخې او له تاوتريخوالي ډکې ويډيو ګانې يې د هر ليدونکي غونى زېږوي او په فکري مسير او بدلون کې يې خورا ستره ونډه لري.
د طالبانو دغه ترانې په ډېره اسانۍ سره خوريږي او په يوه شېبه کې تر لسګونو کسانو د مموريو او بېلتوت له لارې لېږدول کېږي، ځکه چې ډېرى کسان اوسمهال چينايي کمره او مموري لرونکي مبايلونو ګرځوي، چې نوې ترانې په اسانۍ سره اخيستلاى او نورو ملګرو ته دبېلتود سيستم له لارې لېږدولى شي.
د وسله والو طالبانو ترانې ډېره برخه پخوانۍ دي ، چې د طالبانو د حکومت پر مهال به دهغوى په راډيو شريعت غږ کې خپرېدلې او د توليد ځانګړې څانګه يې درلوده. خو اوسنۍ هغه يې هم له نوو طرزونو سره هم شته، چې د زړه راښکونکي ښه اواز او غوره کمپوز له امله په لوستونکي په ځانګړي ډول په ځوانانو زر اغېزه کوي ، تر ډېره پيغوري او ننګوونکې بڼه لري.
د ترانو په نوې برخه کې ډېر طرزونه په مشهورو سندرو پورې جوړې شوي او هره نوې سندره چې راوځي، نو څه موده وروسته يې په طرز د طالبانو يوه ترانه هم راوتلي وي او اورېدونکى يې په اورېدو حس کولاى شي، چې له کومې سندرې يې الهام اخيستل شوى.
د دې ترانو له کواليټۍ او لوړ کيفيت څخه ښکاري، چې په مجهزو او پرمختللو غږ سټډيوګانې ثبت او اډېډېټ شوې، چې دا ډول اډيو پروډکشنونه او ستډيو ګانې ممکن په کابل او د ځينو ايف راډيوګانو په ثبت ستډيوګانو کې موجودې وي، خو په لرو پرتو سيمو کې يې امکان نه شته او دا په ډاګه کوي، چې يادې ترانې اواحساساتي شعرونه به له پولې ها خوا په پېښور او يا کوټه کې په غږ سټډيو ګانو کې ثبت شوي وي.
ارواپوهان په دې نظر دي، چې يادې ترانې لکه څرنګه مو چې وړاندې وويل، د ځوان نسل پر ذهنونو ډېر منفي تاثيرات په ځانګړي ډول د کليو او ښوونځيو ماشومان د درس پر مهال نورو کارونو ته هڅوي، له ځانه خيالي اتلان جوړوي او په پايله کې د وسله والو مخالفينو ليکو ته لار مومي.
له ملي باور ورځپاڼې په مننه