چاه بهار بندر

تاند- د امریکا متحد ایالتونه به د ایران په چاه بهار بندر کې د هند پر پروژې د ایران پر ضد د امریکا د بندیزونو اغېز په پام کې ونیسي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي او منځنۍ اسیا مرستیالې الیس ویلز د دې خبرې د کولو په ترڅ کې وویل چې دا بندر د هند او افغانستان ترمنځ ارتباط ټینګوي.

الیس ویلز د هند خبري شبکې ته په مرکه کې وویل«د چاه بهار په اړه موږ د بندیزونو د اغېز د څېړلو په حال کې یوو. نو د ارزونې پروسه روانه ده او موږ د هند اندېښنې او په دې کې ګټې چې افغانستان ته صادرات زیات کړي او خپل هیواد ته له افغانستان څخه واردات ډېر کړي، په پام کې نیسو.»

مېرمن ویلز همداراز وویل«تر کومه ځایه چې موږ د عمل ګډ هراړخیز پلان یا د بندیزونو پلي کېدو ته ګورو، فکر کوم په احتیاط به یې د مثال په توګه د افغانستان لپاره اغېز وارزوو چې کېدای شي ویې لري.»

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ له ایران سره د ۲۰۱۵ م کال له اتومي موافقې له وتلو وروسته پر ایران بندیزونه اعلان کړل.

پر ایران د امریکا د بندیزونو د اعلان له هماغه پیله اندېښنې مطرح شوې چې ممکن دا بندیزونه د چاه بهار له لارې د هند او افغانستان راکړه ورکړه اغېزمنه کړي.

تېر کال هند د چاه بهار بندر له لارې افغانستان ته یوولس سوه لکه ټنه غنم افغانستان ته ولېږل.

پاکستان اجازه نه ورکوي چې هند له افغانستان سره د دغه هیواد د خاورې له لارې راکړه ورکړه وکړي. چاه بهار یوازینۍ ارزانه او لنډه لار ده چې هند او افغانستان د هغې په وسیله راکړه ورکړه کولی شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو سرپرست او لومړی مرستیال خانجان الکوزی وايي، د افغانستان حکومت او سوداګر هم هیله لري چې امریکا به د ایران پر ضد په بندیزونو کې چاه بهار بندر استثنا وګرځوي.

د افغان سوداګرو په وینا د هند په مرسته د چاه بهار بندر پروژه په وچه کې د ایسار افغانستان د ترانسپورت لپاره یو نوی کوریدور دی چې له یوې خوا د پاکستان پر بې باورو لارو د افغانستان اتکا پای ته رسوي او له بلې خوا د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره د افغانستان سوداګري راکړه ورکړه ملیاردونو ډالرو ته لوړولی شي.

هند د چاه بندر بندر تر جوړولو او پراخولو مخکې په ۲۰۰۹ میلادي کال د زرنج دلارام سړک په ۱۵۰ ملیون ډالره جوړ کړ. چاه بهار بندر د افغانستان نیمروز ولایت ته تر ټولو نژدې دی. د دغه بندر د فعالېدو په صورت کې به د افغانستان ډېرې تجارتي راکړې ورکړې له همدې لارې کېږي.

الیس ویلز وايي، امریکا د اندو پسفیک یا د هند او پسفیک د سیمې له هیوادونو سره د یو تریلیون او ۴۰۰ ملیارد ډالرو راکړه ورکړه لري.

ویلز په انډو پسفیک سیمه کې د چین د رول په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د امریکا او هند اړیکې د اصولو پر اساس دي نه د کوم بل هیواد پرضد.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *