دولسمه برخه:
خواجه کله
د کَلې په لقب ځکه مشهور دئ چي کله به خلکو کوم مراد درلود نو د هغه د پوره کولو لپاره به يې کله (کوټی) و هغو دروېشانو ته نذرانه کاوه چي د دغه مقبرې سره به نږدې اوسېدل. د خواجه کله مقبره يا زيارت هرات کي د عراق او مَلِک دروازې تر منځ د هغي لاري په اوږدو کي واقع دئ چي پخوا به دا لاره برامان ته تلله. د دغه مزار د وجه تسميې په اړه د پخوانيو پيرانو دا هم مشهوره ده چي هلته يو کوهی (څاه) دئ چي د چنګېز د عام وژني وروسته ځيني خلک چي ژوندي پاته سوي ول د قتل عام په سیمه کي هغه سرونه چي مخونه يې د قبلې خواته ليدل د صالحينو له جملې ګڼل او هغه به يې را ټولول او په کوهي کي به یې اچول تر هغو چي څاه ډک سو.
د څاه تر ډکېدو وروسته يې د مقبرې بڼه ورکړه او نوم يې ورباندي د سرونو مزار (مزار چاه کله) کښېښود.
منبع :رساله مزارات هرات- ۹۷ مخ
خواند مير
د افغانستان د نهمي پېړۍ د وروستیو وختو او د لسمي پېړۍ د نيمائي يو مشهور مؤرخ دئ نوم يې غياث الدين دئ. پلار يې خواجه همام الدين. په کلو کلو د سلطان محمود ميرزا بن سلطان ابوسعيد گورکاني د وزارت کار يې کاوه او مور يې د «روضةالصفاء» د معروف تاريخ د خاوند (خواندشاه) لور وه. د ۸۸۰ او ۸۸۱ تر منځ د هرات په ښار کښي پيدا شوی، په وړکتوب او ځوانۍ کي يې د وخت د متداولو علومو یعني طب، تفسير، شعر، ادب، لغت او تاريخ زده کړه کړې او په ۹۰۴ هجري کال کښي د هرات د معروف وزير اميرعلي شېر نوايي تر پام او لطف لاندي راغلی دئ. د هرات د تېموري شهزادګانو څخه یې یواځي د سلطان حسين بایقرا د زوی بديعالزمان خدمت کړی. د خواندمير لومړی اداري او سياسي مأموريت د هغه پلاوي غړيتوب دئ چي د بديع الزمان ميرزا له خوا د اوزبيکانو په مقابل کښي د مرستي غوښتلو د پاره اميرخسرو شاه د کندز او بدخشان والي ته واستول شو. (۹۹۰ هجري کال). خو بديع الزمان ميرزا د پلار د مړيني وروسته خواندمير په خپل وزارت وټاکه (۹۱۱ هجري ). خواندمير د اوزبيکانو د سلطې نه وروسته په ۹۱۳ کال کښي تر ۹۱۶ هـ کال پوري په هرات کي و او په ۹۲۷ ، ۳۳۹ په هرات کښي د خراسان د قاضي القضات او د وزير اميرغياثالدين محمد په چوپړ کي و. ده د خپل نامتو تاريخ حبيب السير تألیف د دغه امير په توصيه پيل کړی دئ.
د ۹۳۳ د شوال مياشت کښي د هرات نه کندهار ته لاړ او په دغه ښار کښي يې د څو مودې هستوګني نه وروسته په ۹۳۴ هجري کال هند ته ستون شو. په ۹۳۵ کال کښي د آګرې ښار ته ورسېد او هلته له ظهيرالدين محمد بابر سره اوسېده تر څو چي په ۹۴۱ کال په ګواليار کي مړ شو.
خواند مير د ۹۳۲ کال نه تر ۹۴۲ کاله پوري چي د ده د ژوندانه کتاب پای ته رسېږي خپل ټول عمر يې د کتابو په ليکلو او د پېښو په ضبطولو او د خپلو ليکنو په بیا کتلو کښي تېر کړی دئ. له دې کبله د هرات دغه ليکوال د افغانستان یو ډېر پُرکاره مولف او مؤرخ دئ. له نېکه مرغه د ده ټول آثار چي د تاريخ، اخبار او ادب په باب يې ليکلي دي ساتلي پاتې شوي دي چي په لاندي ډول دي:
۱- مآثر الملوک:
د پاچايانو، پوهانو او انبیاؤ مآثر او حکم او امثال پکښي دي. په ۹۰۳ کال کښي د امير علي شير نوايي په نامه تألیف شوی دئ.
۲- خلاصةالاخبار فی بيان احوال الاخيار:
دغه کتاب هم د اميرعلي شېر په تشویق ليکل شوی او د خواندمير دوهم اثر دئ. د دې کتاب تاريخي برخه د ۸۷۵ کال په پيښو يعني د هرات په تخت باندي د سلطان حسين بایقرا د کښېناستلو په باب پای ته رسېدلی او له هغو مطلبونو څخه چي د ابوسعيدګورکان د ځامنو د ژوندانه په باب ليکل شوی، څرګندیږي چي تأليف يې په ۹۰۵ کال کښي پای ته رسولی دئ. خلاصةالاخبار عمومي تاريخ دئ او په آخر کښي د هرات د ښار د تعریف او د مؤلف د معاصرينو او مشاهيرو داحوال د ترجمې په باب یو فصل لري.
۳:- دستورالوزراء: د اسلام د خليفه ګانو او د افغانستان او فارس د پاچايانو د وزيرانو د احوال د شرحې په باب یو کتاب دئ. دغه کتاب مؤلف په ۹۰۶ کال کښي ليکلی او په ۹۱۵ کال کښي يې یو ځل بیا کتلی او هغه يې د خواجه کمالالدين محمود په نامه کړی دئ.
۴:- د روضةالصفا اووم جلد: څرنګه چي ميرخوند د روضةالصفا خاوند د خواندمير نيکه په ۹۰۳ کال کښي مړ شوی دئ او په تاريخ کښي لرغوني پېښي تر ۹۱۳ کاله پوري شته دي څرګنديږي چي چا دغه پيښي وروسته بیا د حبيب السير له مخي يا پخپله صاحب السير خواند مير په هغه ورزياتې کړې دي.
۵:- مکارمالاخلاق: یو کتاب دئ چي مؤلف د خپل لوی مشوّق او حامي امیرعلي شير نوايي د شکرانې له کبله د نوموړي امير د فضائلو او بزرګوارۍ په باب لیکلی او څرنګه چي امیرعلي شېر مړ شوی دئ نو دئ دې ته اړ شوئ چي هغه تمام کړي او سلطان حسين بایقرا ته يې اهدا کاندي.
۶- منتخب تاريخ وصاف: اوس د دغه کتاب کومه نسخه په لاس کښي نسته خو خواندمير د حبيب السير په سريزه کښي هغه یاد کړی او څرګنديږي چي ښايي مؤلف د تاريخ وصاف لرغوني برخي چي شرف الدين عبدالله بن فضل الله شيرازي تأليف کړی دئ په لنډيز ډول پکښي راوړې دي.
۷- همايون نامه:
خواندمير دغه کتاب د حبيب السير نه وروسته په هند کښي ليکلی او د همايون پاچا بن بابر په نامه يې ډالۍ کړی دئ. موضوع يې هغه قواعد او قوانين دي چي د همايون په زمانه کښي وضع شوي وه. دغه کتاب په ۹۴۱ کال کښي تأليف شوی دئ.
۸- نامه:
د مراسلاتو او منشآتو یوه مجموعه ده چي خواندمير د دربار د منشيانو د پاره د ليکلو او انشاء دستورونه راغونډ کړي دي.د دغه اثر د تألیف کار په ۹۲۷ کال کښي تمام شوی دئ.
حبیب السير فی اخبار افرادالبشر: د خواندمير ډېر لوی او خورا ښه اثر همدغه کتاب دئ چي د خلقت د زمانې څخه تر ۹۳۰ هجري کاله پوري د عمومي تاريخ پېښي پکښې دي. د دغه کتاب د تأليف کار مؤلف په ۹۲۷ کال کښي پيل کړی او په ۹۳۰ کال کښي يې پای ته رسولی دئ.
د خواندمير طبعه په نظم کښي پخه ده؛ خو نثر يې د نورو سلفو مؤرخينو په خلاف ډېر ساده او خوږ دئ او مطلبونو ته يې په ډېر ښه ډول شرحه ورکړې ده.
منبع: اريانا دایرة المعارف – پنځم ټوک – ۸۵۲ مخ
یادونه: په بريټانيکا کي د خواند مير د وفات نېټه ۱۵۳۴ یا ۱۵۳۷ ميلادي کال ښودل سوی دئ.
دارای هروي *
ده ته صاحب هروي او د شنې جامې خاوند هم ویل شوی دئ؛ د اميرعلي شېر نوائي معاصر شاعر و او په هرات کښي يې ژوند کاوه. نوائي په مجالس النفائس کښي هغه ياد کړی او د ده شعر او ليکني او معما يې راوړي دي. په سطرنج کښي يې مهارت درلود او د امیرعلي شېر په مړينې باندي يې یوه قصيده جوړه کړې ده. د «روز روشن» ليکونکی وايي نوموړی د هرات د پاچاهۍ کتابخانې کتابدار و.
منبع: اريانا دایرة المعارف – پنځم ټوک – ۸۷۰ مخ
* د دهخدا په لغت نامه کي راغلي چي دی په اصل کي د استرآباد د کبود جامې دئ. چي په ځينو ځايونو کي د هروي کبودجامه په نوم هم یاد سوی دئ او په ۹۱۷ هـ ق کي وفات سوی دئ. دلته چي د شنو جامو خاوند یاد سوی دئ، داسي دي ونه انګېرل سي چي هغه به شنې جامې اغوستلې ، ځکه کبودجامه په استرآباد کي د کوم ځای نوم دئ. کبود په فارسي ژبه کي نيلي، لاجوردي او یا هم اسماني رنګ ته وایي(یوسفزی).
دوست محمد کوشوان
د سام ميرزا په قول کوشوان * د هرات په شاوخوا کي یو کلی دئ او مولانا دوست محمد هلته اوسېد. دا سړئ د دري ژبي شاعر او سربېره پر هغه خطاط هم و، او نستعليق ليک يې ډېر ښه ليکه؛ په عروض او معما کي يې هم مهارت درلود، او صحافي يې هم کوله. شعري تخلص يې« گامي» و، دا مطلع ده ته منسوب ده:
تا چند به حسرت در و ديوار تو بينم
از خانه برون آی که ديدار تو بينم
منبع: اريانا دايرة المعارف -پنځم ټوک- ۹۴۳ مخ
* کوشوان د هرات د ګذرې ولسوالۍ یو کلی دئ، چي اوس يې دا بڼه په ګواشان ویله کېږي. (یوسفزی)
رازي
امام فخرالدين ابوعبدالله محمد د عمر زوی او د حسين رازي نمسی په حکمت او فقه او طب له سترو نومياليو متأخرينو پوهانو څخه ګڼل کیږي. د ده شهرت د ده په ژوند کي هر لوري ته خپور سو، او له شاوخوا څخه ډېرو شاګردانو ورته مخه وکړه. کوم وخت چي به پر آس سپور پر لاري تئ، د درو سوو تنو په شاوخوا کي به د ده سره شاګردان رهي وو، او کله کله به خوارزمشاه هم د ده ليدو ته ورتی. رازي د شرعي او حکمت د علومو د ټولو دقايقو په زده کولو کي ډېر سراښ و، او شديده ولع يې درلوده. دی په طبي مسائلو کي د سالمي طبعې، تيزي ذکا، صحیح نظر، بليغي افادې او صائبي رأيې خاوند و. په ادبي فنونو کي يې هم لوی لاس درلود او په دري او عربي ژبو يې اشعار هم ویلي دي. د ښه او اغېزهناک آواز په سبب خورا ماهر خطيب هم و.
د «ری» په ولایت او نورو ښارو کي يې پر منبرو باندي موعظې او خطابې ورکولې. خلک له هر ځایه د ده د حکمت د خبرو د اورېدلو د پاره ورته راتلل او د ده له پوهي او معرفت څخه یې برخه اخیستله.
رازي حکمت په مراغه*کي له مجدالدين جبلي څخه چي د خپل وخت علامه و، ولوستل.
فخرالدين رازي په لومړي سر کي په فقه مشغول و، وروسته يې بیا حکمت او نورو ته توجه راواړوله، څو چي د خپل وخت په متداولو علومو کي يې د خپلو معاصرينو په نسبت خاص امتياز وموند، تر داسي حده چي په هغه وخت کي هیچا د ده سره رقابت نه سو کولای. د ده د تدريس مجلسو او د ده صحبتو خاص هيبت او صلابت درلود، او د خپل وخت د اميرانو او سلاطینو په مقابل کي يې غالباً مناعت او غرور ښووه. د تدريس په وخت د ده د سترو شاګردانو يوې ډلي لکه زين الدين کشي، قطب الدین مصري او شهاب الدين نيشاپوري به پر ده را ګرځېدلي وو، اود هغو شاته به بیا نور شاګردان د مراتبو په سلسله ناست وو. که به د یوه شاګرد له خوا پوښتنه وسوه، لومړی به سترو شاګردانو د هغې جواب وایه او که به سترو شاګردانو ته په جواب کي اشکال پېښ سو او سم جواب به يې نه سو ویلای نو بیا به پخپله امام په سم جواب خوله پورې کړه.
شمس الدين محمد وتار موصلي ویلي دي چي:« د هرات په ښار کي وم چي فخر الدين رازي له خپله ښاره په خاص برم او جلال هغې خواته راوخوځېد، او چي هرات ته راورسېد، سلطان بها(حسين خرمين) يې هر کلی وکئ؛ ډېر احترام يې پر ځای کئ، او امريې وکئ چي د «بها»جامع د ايوان په صدر کي ده ته سجاده او منبر ترتيب کړي، څو چي امام رازي په ټاکلې ورځ هلته کښېني او له خپلو خبرو څخه خلکو ته ګټه ورسوي. زه هم هغه ورځ د خلکو په کتار کي حاضروم او شرف الدین بن عنین شاعر هم زما په اړخ کي و. ډېر لوی محفل جوړ سو، او خلکو له هري خوا هجوم راوی. شيخ فخر الدين د ایوان په صدر کي کښېناست او دوو خواووته يې دوه صفه د ده مريانو ځای ونیو او هر يوه پر يوه توره تکيه کړې وه او چي سلطان حسين بن خرمين د هرات واکمن راغی سلام يې وکی. شيخ هغه ته امر وکی چي ده ته نژدې کښېني. د فيروز کوه واکمن د شهاب الدين غوري خوریی سلطان محمود هم د ده حضور ته راغی او شيخ ورته وفرمايل چي ده ته نژدې کښېنی. شېخ په خپلو درنو خبرو او بليغ فصاحت د «نفوس» په هکله صحبت کاوه. په دې وخت کي د جامع غولي ته یوه کوتره راغله چي باز په پسې و، او دا خطر نژدې و، چي د باز په منګولو کي ولوېږي څو په پای کي کمزورې کوتره په ډېر زهير حالت خپل ځان ایوان ته د ننه واچاوه او له دوو صفو څخه تېره سوه شېخ ته يې نژدې پناه وروړه او له وحشي مرغه څخه يې نجات و موند. په دې وخت کي شرف الدين ابن عنين ماته وویل چي في البديهه يې یو شعر ویلی دئ او بیا نو پر پښو ودرېد او اجازه يې وغوښتله چي د هغې صحنې په باب څه ووايي، شېخ اجازه ورکړه او شاعر داسي وویل:
جاءت سليمان الزمان بشجوها * والموت يلمع من جناحي خاطف
من نبأ الورقاء أن محلكم * حرز وأنك ملجأ للخائف
يعني:« کوتره د خپلو آلامو سره په داسي حال کي چي له دوو خواو په مرګ تهديدله د زمانې سليمان ته پناه راوړه. ستا ځای د حرم حيثيت لري او ته د بېرېدونکي د پاره ښه ملجأیی»
شېخ د دې شعر له اروېدو څخه خوشاله سو، او شاعر يې ځان ته نژدې کښېناوه او چي مجلس پای ته ورسېد ده ته يې ښه خلعت د ډېرو دينارو سره ورولېږه او تر هغه وروسته يې هم د ده سره احسان کاوه .
شمس الدين وقار وايي: زما په وړاندي يې تر دې دووبيتو زيات نه دي ویلي؛ خو وروسته يې نور بیتونه هم پر زيات کړي دي چي په دېوان کي يې سته او دايې يو دوه نور بيتونه دي:
يا ابن الكرام المطعمين إذا استوى * في كل مخمصة وثلج خاشف
العاصمين إذا النفوس تطايرت * بين الصوارم والوشيج الراعف
من نبأ الورقاء أن محلكم * حرم وإنك ملجأ للخائف
لکه د شرف الدين بن عنين له روايته چي څرګندیږي د رازي له خوا ده ته دېرش زره ديناره ورکړه سوې وو، او دا دوه بیته هم د ده د بلي قصيدې څخه دي چي د رازي په ستاينه کي يې له نيشاپوره هرات ته لېږلي دي:
ريح الشَّمالِ عساكِ أَنْ تتحمَّلي
خِدَمي إِلى المولى الإمامِ الأفضلِ
وقفي بواديه المقدَّسِ وانظري
نورَ الهُدى مُتألّقاً لا يَأْتلي
امام فخرالدين یو ورور درلود چي رکن الدين نومېده او لږ څه فقه او اصول او نور يې لوستلي وو، نو هغه به چي هر وار د خپل کشر ورور له شهرته څه اروېدل د رشک او حسد په اور کي به سوځېده او تل يې د خپل ورور امام رازي پر خلاف خبري کولې او ویل به يې چي خلک د ده د ورور په نسبت غولېدلي دي او هغه په هیڅ نه پوهيږي بلکه د خپل عصر لوی دانشمند په خپله دی دئ، او باید د ورور پر ځای دی د خلکو مرجع وي. خو خلکو د هغه پردې خبرو خندل او ملنډي يې په وهلې، خو کله چي به دا احوال امام فخرالدين رازي ته ورسېد هغه به د خپل ورور له دغه حاله ډېر متأثره کېده او تل به يې د هغه خواته د احسان لاس غځاوه، او څنګه چي د امام د ورور وضعيت تر زغم ووت نو له هغه څخه د خلاصون د پاره يې سلطان خوارزمشاه ته مراجعه وکړه، او سلطان د امام ورور په یوه کلا کي بندي کئ او د کاله يې د زرو دینارو په شاوخوا کي معاش ورته وټاکه او تر هغو چي په زندان کي مړ کېده هغه معاش يې ورکاوه.
امام تل د مرګ په فکر کي و، او ویل به يې : « دومره علم مي زده کړی دئ چي يو انسان يې د بشري توان سره سم زده کولای سي، او اوس بې له دې چي د خدای ندا ته لبیک ووایم او ديدار ته يې ورسېږم بله آرزو نه لرم.»
د امام فخرالدين له مشهورو کتابو څخه یو هم «مفاتيح الغيب» په تفسير کي دئ چي په اتو لويو ټوکو کي تدوين سوی دئ، او د ده له نورو مهمو کتابو څخه دا کتابونه د يادولو دي:
۱- الطريقة العلائيه – په څلور ټوکه کي
۲- لوامع البينات فی شرح اسماء الله تعالی و الصفات
۳- المحصول فی علم اصول الفقه
۴- فی ابطال القياس
۵- د زمخشری د کتاب المفضل شرحه – په نحو کي چي بشپړ سوی نه دئ.
۶- د نهج البلاغه شرحه – بشپړ سوی نه دئ.
۷- فضائل الصحابه
۸- مناقب الشافعي
۹- نهاية العقول فی دراية الاصول – په دوه ټوکه کي.
۱۰- کتاب المحصل
۱۱- المطالب العالية – په دې ټوکه کي – بشپړ نه دئ.
۱۲- الاربعين فی اصول الدين.
۱۳- کتاب المعلم – چي د ده د کوچنيو کتابو وروستی کتاب دئ.
۱۴- کتاب تأسيس التقديس – چي د ابوبکر بن ایوب په نامه يې تألیف کړی دئ او زر ديناره جايزه يې ورباندي اخيستې ده.
۱۵- کتاب قضا و قدر
۱۶- رسالة الحدوث.
۱۷- تعجيز الفلاسفه- په دري ژبه
۱۸- البراهين النهائیه – په دري ژبه
۱۹- الطائف الغياثيه
۲۰- شفاء العی والخلاف
۲۱- کتاب الخلق و البعث
۲۲- کتاب الخمسين فی اصول الدین
۲۳- عمدة النظار و زينة الافکار
۲۴- کتاب الاخلاق.
۲۵- الرسالة الصاحبه.
۲۶- الرسالة المجديه
۲۷- الانارات فی شرح الاشارات.
۲۸- لباب الاشارات
۲۹- شرح عیون الحکمة
۳۰- الرسالة الکمالیه فی الحقایق الالهیه په دري ژبه.
۳۱- رسالة الجواهر الفرد.
۳۲- درمل او د اقليدس په مصادراتو کي یو کتاب.
۳۳- د دنيا په مذهب کي یو کتاب.
۳۴- الاختيارات السماویة.
۳۵- الاختيارات العلائيه.
۳۶- احکام الاحکام.
۳۷- الموسوم فی السرالمکتوم.
۳۸- رسالة فی النفس.
۳۹- رسالة فی النبوة.
۴۰- الملل والنحل.
۴۱- مباحث الوجود.
۴۲- نهاية الايجاز فی درایة الاعجاز.
۴۳- مباحث الجدل.
۴۴- مباحث الحدود.
۴۵- الآيات البينات.
۴۶- الجامع الکبير – چي بشپړ سوی نه دئ، او هم طب او نورو علومو کي یو شمېر نور کتابونه.
امام فخر الدين رازي په عربي ژبه ښه شعرونه هم ویل، چي موږ یې دلته یوه نمونه را نقلوو:
نهاية إقدام العقول عقال
وأكثر سعي العالمين ضلال
وأرواحنا في وحشة من جسومنا
وحاصل دنيانا أذى ووبال
ولم نستفد من بحثنا طول عمرنا
سوى أن جمعنا فيه قيل وقالوا
وكم قد رأينا من رجال ودولة
فبادوا جميعا مسرعين وزالوا
هغه وخت چي امام رازي د وروستي پلا د پاره ناروغه سو، په بستر کي ولوېد او یقين سوه چي نور نو ژوند ته ادامه نه شي ورکولای نو د ۶۰۶ هـ کال د محرم په ۲۱ خپل یو شاګرد ابراهيم بن ابوبکر اصفهاني ته يې یو وصيت واوراوه چي د پرهېزګارانو د پاره ډېره لارښوونه او کړنلاره کېدای شي، او موږ يې دلته یوه برخه له دري څخه په پښتو را اړوو:
« بسم الله الرحمن الرحيم »
پوه سئ اې زما د دين وروڼو، او د یقين په طلب کي زما دوستانو!
خلک وایي هرکله چي انسان مړسي نو د نورو سره يې ټول علايق او وابستګي پرې سي. دعام حکم له دووجهتو خاص دئ: لومړی دا چي که نېک عمل له ده څخه پاته سي د دعا سبب کیږي او د خدای په نزد دعا اثر لري. دوهم هغه مسايل دي چي د کوچنيانو او اولاد په مصالحو او د مظالمو او جناياتو په ادا اړه لري. له لومړي ناحیې څخه پوهسئ چي زه یو علم دوسته سړی وم او تل مي په هره موضوع کي څه ليکل او په معتبرو کتابو کي د بحث او نظر په نتيجه په دې عقيده او متقين سوم چي دا محسوس جهان یو مدبر اداره کوي چي د اعراضو او متحيزاتو سره له هر ډول شباهت څخه پاک او بري دئ او په بشپړ قدرت او علم او زحمت موصوف دئ. کلامي روشونه او فلسفي مذهبونه مي وآزمويل؛ خو په هغو کي مي هیڅ ډول داسي ګټه ونه موندله چي د قرآن او د قرآن څخه د حاصله مفاد سره برابري وکړای سي.
هو، قرآن ټول جلال او عظمت فقط خدای ته سپاري او انسان د معارضو او مناقضاتو په ایراد کي له ډېر تعمق او اندېښنې څخه ژغوري؛ ځکه چي بشري عقول په دې ژور او اسرار آميزه تنګنای کي تل د تسليم سر ټيټوي او سره متلاشي کېږي.
« خو هغه علمي کتابونه چي ما تصنيف کړي دي او يا مي په هغو کي پر متقدمينو ډېري پوښتني ايراد کړي دي د هغو ټولو په باب کي که څوک ښه نظر لري او خوښوونکي مطالب پکښي مومي نو ما دي په ښه دعا یاد کړي او که نه وي ناخوښوونکي خبري دي ځيني حذف کړي، ځکه د هغو له ليکلو څخه زما هدف بحث او خبرو ته وسعت ورکول او د خاطرو ارزش و، او په ټولو کي مي اعتماد فقط پر لوی خدای و».
نوموړی امام د خپل وصيت په پای کي وايي:«… وصيت کوم او بیا هم وصيت کوم چي تر ما وروسته دي زما د اولادو د پالني او روزني وظيفه ابوبکر پر غاړه واخلي- ځکه چي د ده په څهره کي د ذکاوت او هوښيارۍ نخښي څرګندې دي. امېد واریم چي لوی خدای به دي د خیر او فلاح خواته بوزي۰ ده ته مي امر وکئ او همداسي خپلو ټولو شاګردانو او عمومو هغو کسانو ته چي زه حق پر لرم توصيه کوم کله چي زه مړ سم زما د مړيني په پټولو کي دي زيار وباسي او هیڅوک دي په هغه نه خبروي او د شرعې د رسومو سره سم دي ما خاورو ته وسپاري او زما جنازه دي د مصاقب د غره[؟] د ميرزاخان کلي ته یوسي او هلته دي ما ښخ کړي او تر هغه وروسته چي په لحد کي يې کښېښودم، څو چي کولای سي د قرآن تلاوت دي وکړي او …».
دا وه د امام فخر الدين رازي د وصيت يوه برخه چي هغه يې د (۶۰۶ هجري) کال د محرم د مياشتي په ۲۱ وړاندي کړی وه، او پخپله دئ د همهغه کال د شوال په اوله مړ سوی دئ.
د امام رازي دوه زامن پاته سول: یو يې ملقب په ضياءالدين چي په علومو مشغول او د نظر خاوند و، او بل چي يې شمسالدين نومېده او زيات ذکاوت او لوړ استعداد يې درلود. پلار به يې تل ویل: « که دا زوی مي ژوندی پاته سي تر ما به پوه عالم سي» د امام فخر الدين رازي تر مړيني وروسته د ده دواړه زامن په هرات کي مېشت پاته سول، او کشر زوی يې وروسته د پلار په لقب یعني فخرالدين ملقب سو.
منبع: اريانا دايرة المعارف – شپږم ټوک – ۳۳ تر ۳۶ مخ
* مراغه د اوسني ايران د ختيځ آذربايجان د ولایت يو مهم ښارګوټی دئ. (یوسفزی).
تېري برخي: