په لاره کې په لوېدلي کس مې سترګې ولګېدې، نږدې ورغلم، سر ته یې ډکه ګونۍ ایښې وه، په خورو شګو ستوني ستغ پروت و. لرګینه لکڼه یې تر څنګ ایښې وه. د ږیرې په خورو ورو وېښتو کې یې سپین له ورایه ښکارېدل. زړه مې ودرد، غږ مې پرې وکړ.
بابا جانه!
هېڅ غږ مې وانه ورېد په تکرار مې وویل، بابا جانه!
بیا مې هم څه تر غوږ نه شول.
ومې ښوراوه، د حالت پوښتنه مې یې وکړه.
دا ځل یې په دوو کلمو خبره را لنډه کړه:
له ما څه غواړې؟ نه ګورې چې قیامت ته شېبې شمارم.
شاوخوا مې وکتل کنډوالې، لوېدلي دېوالونه مې تر سترګو شول، خو د ژوندي بوی مې حس نه کړ، حیرانه شوم، له ځان سره مې وویل دا نو څه وایي؟
بابا، ته په خوب کې خبرې کوې؟
را غبرګه یې کړه، ځه لاړه شه… خو سر یې راپورته کړ.
له درده او اوښکو ډکې سترګې یې راواړولې، د مخ پر پوستکي یې اوښکو لارې جوړې کړې وې…
بې اختیاره مې په سترګو کې اوښکې ډنډ شوې، د پوښتنې په توګه مې تندی ګونځې کړ. زه له مودو وروسته خپل کلي ته راغلې یم، تاسې ولې قیامت ته شېبې شمارئ؟
تورې سوزېدلې ونې ته یې سترګې ونیولې. دلته له خلکو خدای هېر دی، زموږ کلی یې وران کړ، ماشومان، ښځې او نارینه یې ووژل. زموږ د کلیوالو وینې یې په ویالو کې وبهولې. دا د قیامت علامې دي. دلته پشکه نه ښکاري زموږ کلی د پردیو په وینو سور دی.
په لاس کې نیولی بکس مې له لاسه ولوېد، ستونی مې ډک شو، اه مې له خولې نه راوت د الفاظو ګونګۍ شوم.
۱۳۹۷/۶/۱۴