تاند- د فراه ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست وايي چې په دې ولایت کې نژدې ۶ زره کورنۍ د جګړو له لاسه بې ځایه شوي دي.

د فراه د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رييس رحم الدین رېګوال وايي دا کورنۍ د فراه په بېلابېلو ولسوالیو کې د ناامنیو او جګړو له کبله د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د ښاغلي رېګوال په وینا د روان ۲۰۱۸ کال له پیله تراوسه پورې ۵۶۰۰ کورنۍ د فراه له ناامنو سیمو بې ځایه شوي دي.

رېګوال وايي، ټولې بې ځایه شوې کورنۍ سروې شوي او ژر به بشري مرستې هم ورسره وشي.

د بشري مرستو د همږغۍ په چارو کې د ملګروملتو استازی وايي چې سختې وچکالۍ او جګړو تر پنځه نیم ملیون زیات افغانان بیړنیو مرستو ته اړ کړي دي.

په افغانستان کې د ملګروملتو د بشري مرستو همږغوونکي توبي لانزر په نیویارک کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د افغانستان بشري وضعیت د وچکالۍ له کبله ډېر خراب شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *