محور ورځپاڼه

د ډېرو او سنجيده کانديدانو نوم ليکنه ظاهراً په افغانستان کې د ډېموکراسۍ یو په زړه پورې تمثيل دی، خو د کانديدانو د مشوقو اړخونو، قومي او جنګسالارو دريځونو له اړخه د افغانستان راتلونکو ټاکنو په اړه خورا ترينګلی اټکل شوی دی.

ځينې شنونکي وايي، د ځينو کانديدانو تر شا بهرني سفارتونه ولاړ دي، چې د برياليتوب پر ځای په سياسي ماحول کې د مزاحمت لپاره ورڅخه کار اخلي.

له زور واکانو سره د منځلارو کرکټرونو ايتلافونه د جنګسالارانو د حاکميت ثبوت دی او ښايي ډېر خلک د مايوسۍ له کبله رايه ونه کاروي.

تر بېګاه ناوخته ۳۰ کسانو ځانونه د ولسمشرۍ څوکۍ ته ثبت کړي دي. د دوی زياتره يې يا پخپله پخواني جنګي قوماندانان او یا يې مرستيالان له جنګسالارې طبقې انتخاب کړي دي.

ډېری شنونکي وېره لري، چې له جنګسالارانو سره د منځلارو کانديدانو سازش له ډيموکراسۍ څخه د زور تقسيماتو ته د ورستنېدو انګېزه لري او د دا ډول تعاملاتو پايلې بدې ګڼل شوې دي.

سره له دې چې افغان حکومت ټينګار کوي، په ټاکنو کې به د هېڅ کانديد ملاتړ نه کوي، خو په نوماندانو کې پېنځه یې داسې دي، چې د کانديدۍ او مرستيالانو ټاکنې ټولې پرېکړې یې په ارګ کې ترسره شوې دي.

په راتلونکې یوه میاشت کې د ګڼو کانديدانو تمايلات په ډاګه کېدای شي، چې څوک د چا پر وړاندې له نوماندۍ پرشا کېږي، خو له بله اړخه د بهرنيو سفارتونو او نورو ادارو په اړه راپورونه ورکړل شوي، چې له ځينو کانديدانو څخه د مزاحمو سياستوالو په توګه په سياسي صحنه کې کار اخلي. په نوماندانانو کې داسې کسان هم شته چې د ولايتي شورا ګانو لپاره رايې نشي پوره کولای او ځينې یې حتی په تېرو دورو کې د ولسي جرګې په رايو پوره کولو بريالي شوي ندي.

په صحنه کې ځينې ځواکمن کانديدان هم شته، چې د انتخاباتي پايلو توازن زيانمنولای شي. اوسني ترکيب ته په کتو د کانديدانو ترمنځ واک په داسې نا انډوله کچه تقسيم شوی، چې په لومړۍ مرحله کې یو هم مطلق اکثريت نشي پوره کولای. شنونکي وايي، د دويم او حتی درېيم دور ټاکنو د ترسره کېدو امکان شته او ښايي ځينې کسان د رايو په نتايجو د اعتراض له کبله دوسيې محکمو ته انتقال کړي. په ساړه موسم کې د کمپاين ناشونتيا هم د ټاکنو د ځنډ لامل په ګوته شوی دی.

د امريکا سفارت ته یوې نږدې سرچينې ویلي، افغان دولت د ټاکنو په اړه مطلقه اراده نلري او له پاکستان سره یې د طالبانو د پخلاينې نوې سناريو روانه کړې، چې د ټاکنو د لغوه کېدو تر کچې سياسي معادله بدلولای شي.

 په همدې حال کې پر افغان حکومت د امريکا فشارونه زيات شوي، چې ولسمشر کرزی دې امنيتي تړون ورسره لاسليک کړي. افغان حکومت وايي، که د دوی شرایط ونه منل شي، تړون به بل انتخابي ولسمشر ته وځنډوي، خو امريکا ټينګار کوي، چې که ولسمشر کرزی کوټلی ګام وانخلي او تړون امضا نشي، دوی د خپلو سرتېرو تر ايستلو او مالي مرستو تر بندولو کچې په شاتګ ته چمتو شوي دي.

د چارو شنونکی محسن هادی وايي، امريکا او ولسمشر کرزی د ټاکنو د بحران په اړه له ورايه پوهېږي او که په قاطعيت سره دواړه لوري د سوله ييز انتقال هڅه ونکړي، راتلونکې ټاکنې يو ناوړه پيل ته لاره پرانستلای شي.

خو افغان خبريال سيف الله احمدزی وايي، د کانديدانو تعدد په راتلونکي حکومت کې د خپلو ونډو د تضمين لپاره د هلو ځلو په مانا دی او تر دريو مشهورو پرته يې بل هرکانديد پوهېږي، چې د ارګ لاره د دوی د امکاناتو او وړتياوو په تناسب ډېره ترينګلې ده.

One thought on “محور ورځپاڼه: د نوماندانو جنګسالار بنسټ او پایلې”
  1. له زور واکانو سره د منځلارو کرکټرونو ايتلافونه د جنګسالارانو د حاکميت ثبوت دی او ښايي ډېر خلک د مايوسۍ له کبله رايه ونه کاروي.
    تر بېګاه ناوخته ۳۰ کسانو ځانونه د ولسمشرۍ څوکۍ ته ثبت کړي دي. د دوی زياتره يې يا پخپله پخواني جنګي قوماندانان او یا يې مرستيالان له جنګسالارې طبقې انتخاب کړي دي.
    ډېری شنونکي وېره لري، چې له جنګسالارانو سره د منځلارو کانديدانو سازش له ډيموکراسۍ څخه د زور تقسيماتو ته د ورستنېدو انګېزه لري او د دا ډول تعاملاتو پايلې بدې ګڼل شوې دي.
    سره له دې چې افغان حکومت ټينګار کوي، په ټاکنو کې به د هېڅ کانديد ملاتړ نه کوي، خو په نوماندانو کې پېنځه یې داسې دي، چې د کانديدۍ او مرستيالانو ټاکنې ټولې پرېکړې یې په ارګ کې ترسره شوې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *