تاند- د ننګرهار ولایت په خوږیاڼي ولسوالي کې د ځايي اوسېدونکو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه نښتې چې په لړ کې یې څو وسله وال طالبان وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

د ۲۰۱ سېلاب قول اردو د راپور پر اساس، د خوږیاڼو او طالبانو ترمنځ د خوږیاڼو په ارغچ سیمه کې پرون /شنبه/ نښته وشوه.

سېلاب قول اردو په یوه خبرپاڼه کې همداراز ویلي چې د خوږیاڼو او طالبانو ترمنځ په وسله واله شخړه کې لږترلږه یو طالب وژل شوی او دوه نور ژوبل شوي دي.

سېلاب قول اردو دا هم وايي چې یو بل طالب له خپلې وسلې سره د خوږیاڼو ولسوالۍ په کیلغو سیمه کې سرحدي پولیسو ته تسلیم شو.

طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

په ننګرهار کې تر دې وړاندې په ځلونو د طالبانو او داعشیانو ترمنځ د جګړو راپورونه خپاره شوي دي.

پرون شاهین قول اردو، چې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې عملیات کوي، وویل چې د بدخشان ولایت په جرم ولسوالي کې د طالبانو د دوو قوماندانانو ترمنځ جګړه نښتې او دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *