تاند- ښايي د چا باور ونه شي چې په یو جوړ بوټونو دې ۲۰ ملیون ډالره بیه کېښودل شي.
البته دا بوټونه، چې په دوبۍ کې لیلام ته وړاندې کېږي، عادي بوټونه نه دي بلکې ځینې کمالونه لري.
د دې ښځینه بوټونو لپاره په ۱۷ ملیونه ټاکل شوې بیه کې تخفیف هم شامل دی. یعني اصلي بیه یې تر دې لوړه وه.
هغه ځای، چې دا بوټونه پکې لیلام ته ایښودل شوي، هم عادي ځای نه دی.
دا بوټونه د یاشون جیولرز په پلورنځي کې لیلامېږي.
دا ځای برج العرب دی چې د نړۍ تر ټولو لوړه ودانۍ ګڼل کېږي او دا بوټونه د دې اسمانڅوکې په وروستي پوړ کې لیلام ته اېښودل شوي دي.
په دې بوټونو کې څه باندې ۱۰۰ قیراط یا کرېټه الماس کارول شوي دي.
د الماس د غمیو په شاوخوا کې سره زر او سپینه طلا هم استعمال شوې ده.
د پشن (Passion) په نوم د مرغلرو کمپنۍ اجرايي رييس ویلي، غواړي چې دا ډول نور بوټونه هم جوړ کړي ځکه چې دوبۍ د ملیونرانو او ملیاردرانو ښار دی او ځینې کسان د داسې بوټونو د پښو کولو شوق لري.
ده دا هم وویل چې په نورو دا ډول بوټونو کې به یاقوت او شنه یاقوت هم وکارول شي.
پخوا د دغو بوټونو بیه ۲۰ ملیون ډالره ټاکل شوې وه خو تېره اوونۍ ۱۷ ملیون ډالرو ته راټیټه شوه.
په دې بیه کې د بوټونو ګرنټي هم شامله ده او که غلا شي او یا زیانمن شي، پشن کمپنۍ یې خاوند ته یا دې ته ورته نور بوټونه ورکوي او یا یې وړیا ورته ترمیم کوي.