تاند- په بریتانیا کې د یوې نظرپوښتنې پایلې ښيي چې په هرو ۵ بریتانیایانو کې ۳ په معجزې باورمن دي.

دا نظرپوښتنه د سږکال په اګست میاشت کې د بي بي سي په سپارښتنه کامرس کمپنۍ له شاوخوا ۲ زره تنو څخه د ټېلفون له لارې کړې ده.

نیمايي کسانو ویلي چې ځینې وختونه یې د معجزې د پېښېدو لپاره دعا کړې ده.

خو کله چې له دوی څخه پوښتل شوي چې ایا باور لري چې حضرت عیسي (ع) معجزې کړي دي؟ کابو نیمايي ځواب ورکوونکو ویلي چې په دې باور نه لري.

پر معجزې د بریتانیاوالو د باور په اړه په دې نظرپوښتنه کې په څلورو کې نژدې ۳ برخو، چې عمرونه یې د ۱۸ او ۲۴ کلونو ترمنځ ول، ویلي چې یو نه یو ډول معجزه ممکن نن وشي.

ډېرو ویلي چې معجزه کېدای شي د عبادت یا دعا په وجه او یا په غیبي ډول پېښه شي.

ځینو زړو ویلي چې د دوی د دعا په اثر معجزه شوې او هغه څه شوي چې دوی یې غوښتنه لرله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *