جنرال سکاټ میلر

تاند- په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت عمومي قوماندان وايي، طالبان دې په دې خاطر له سولې ډډه نه کوي چې نړیوال ځواکونه وځي.

جنرال سکاټ میلر، چې په وروستیو کې د غوڅ ملاتړ ماموریت قوماندان شو، د ناټو د پوځي کمېټې په غونډه کې تر ګډون مخکې وویل، هر هیواد په افغانستان کې خپل هدفونه تعقیبوي خو په دې هیواد کې د ټولو د حضور هدف د خپلو اتباعو د امنیت خوندیتوب دی.

جنرال میلر زیاته کړه، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د غوڅ ملاتړ ماموریت د ځواکونو روزنه او مشورې مرسته کوي چې افغانان د دښمن پر ضد تهاجمي حملې وکړي.

ده په عین حال کې وویل چې د افغانستان د کړکېچ پای ته رسېدا له دې سره تړلې ده چې د افغانستان حکومت او طالبان په خپل منځ کې سوله وکړي.

میلر دا هم وویل چې طالبان باید دې ته انتظار ونه باسي چې نړیوال ځواکونه به ستړي شي او له افغانستان څخه به ووځي. ده طالبانو ته سپارښتنه وکړه چې له هوښیارۍ کار واخلي او د سولې پروسه پیل کړي.

مخکې تر دې چې د کانګریس د سنا جرګې غړي جنرال میلر په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموریت د عمومي قوماندان په توګه تایید کړي، ده د جون په میاشت کې د سنا جرګې د سوال او ځواب په غونډه کې وویل چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو لپاره مهالوېش نه شي ټاکلی.

امریکايي چارواکي وايي، تر څو چې طالبانو سولې ته غاړه نه وي ایښې له افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو لپاره مهالوېش نه شي جوړولی. دوی د پخواني ولسمشر بارک اوباما له لوري د ځواکونو د ایستلو لپاره د مهالوېش اعلان د دې سبب بللی چې طالبان لا زړه ور شي او جګړې ته لا زور ورکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *