د ایران او امریکا اړیکې د امریکا د نوي ولسمشر ټرمپ له ټاکنې وروسته ترینګلې شوې دي. په دې کې هیڅ شک نشته چې عرب هیوادونه له کلونو راهیسې د امریکا له حکومته د ایران په وړاندې د امریکا کلک غبرګون غوښت (البته دا خبره د ویکي لیک په اسنادو کې هم افشا شوې)
د سوریې جنګ د ایران او د یمن جنګ د سعودي عربستان دا خبره جوته کړه چې عربان او ایرانیان غواړي خپل زور په نورو هېوادونو کې و آزمايي.
په افغانستان کې مختلف قومونه له مختلفو عقایدو سره ژوند کوي.همدا مختلف عقاید او قومونه د دې سبب شوي دي چې دواړه هېوادونه (ایران او سعودي) په افغانستان کې علاقمند واوسي.
سعودي عربستان او د افغانستان اقلیتونه
د افغانستان ځيني اقلیتونه لکه هزاره او تاجک او نورو د ډېرو نور دلایلو ترڅنګ د عقایدو لپر اساس هم تراوسه له ایران سره ښې اړیکې درلودې. ایران د دې لپاره چې خپله اغېزه په سیمه کې وساتي نو له افغانانو سره یې اړیکې ټینګولې. خو ایران دې قومونو ته دومره پیسې او قوت نه ورکاوه چې له پښتنو سره په مخامخ جګړې کې ښکېل شي. هغوی د اقلیتونو سیاستوال تر خپل تر لاس لاندې ساتل خو نه یې پرېښودل چې ورسره اوږه په اوږه ودرېږي.
کله چې څو میاشتې مخکې عطا محمد نور د عربو یو هېواد ته لاړ نو هلته یې په خپلو خبرو کې د هغه ځای له خلکو ملاتړ وغوښت او حتا په خپلو خبرو کې یې هلته میشتو افغانانو ته دا هم وویل چې، (خپل بچي افغانستان ته د تعلیم لپاره مه لېږئ. هلته حالات ښه نه دي.)
پخواني جهادي سیاستوال په دې پوهېږي چې هغوی په هېڅ ډول نشي کولای یوازې د ایران په ملاتړ قدرت ته ورسېږي.
دلیل یې هم دا دی چې هغوی اوس له سیاسي کړکیچونو څخه فایده پورته کوي او له عربانو سره یې هم اړیکې ټینګې کړي دي.
د ټرمپ د حکومت له هغه اعلان وروسته چې ویې ویل د ایران د اتومي موافقې په اړه د اوباما پرېکړه نه مني او هغه فسخه کوي نو عربانو هم د ایران په خلاف پروپاګنډ ته زور ورکړ.
داسې یو ګروپ چې د ایران د اوسني حکومت په وړاندې پروپاګنډ کوي د هغه نوم (ایران انټرنشل دی).
ایران انټرنشنل، په فارسي ژبې د ایرانیانو لپاره پروګرامونه خپروي.
ایران انټرنشل تراوسه یوازې افغان اقلیتونه ګومارلي دي.
کله چې د سیپتمبر په میاشت کې د ایران په اهواز ښار کې د ایران پر پوځیانو حمله وشوه، چې پنځه ویشت کسان پکې ووژل شول او پنځه شپيته ټپيان شول، نو دا همهغه ګروپ دی چې د الاهواز د بیلتون غوښتونکي ګروپ له ویاند سره یې مرکه خپره کړې وه. البته دا باید وویل شي چې په دې ګروپ کې پښتانه نشته او تراوسه پښتون ورسره مرکه نه ده کړې.
همداسې ډېر شواهد شته چې له اقلیتونو سره د عربانو اړیکې او د ایران په وړاندې د افغانانو استعمالول ښيي. خو پوښتنه دا ده چې افغان حکومت به څنګه وکولای شي د دغو سیاسیونو او د نورو مخه ونیسي؟