د ولسمشر کرزي د کابينې دريو وزيرانو د ټاکنو سيالۍ ته ور دانګلي دي. ورور يې قيوم کرزی چې ويل کېږي له سي ای اې سره نژدې اړيکي لري هم په ټاکنو کې برخه اخلي.

تر اوسه پورې نژدې دوه درځنه کسانو نومونه ليکلي دي. د ټاکنو د روڼتيا او يا درغلتوب په اړه تر اوسه ډېر څه نه شي ويل کېدای ځکه هر څه په ښه کار او ښه نظارت او نظارت په ښه امنيت پورې تړلی دی.

اته کاله وړاندې ولسمشر کرزی، له عبدالله عبدالله، اشرف غني احمدزي او درې درځنه نورو کسانو سره سيالۍ ته راوتلی و. خو دا ځل کرزی نشته او داسې ښکاري چې ځای يې ورور نيولی دی. البته په دې کې شک نشته چې ولسمشر کرزی لا هم د افغانستان په سياسي او اداري برخو کې خپله اغېزه لري. دغه اغېزه په ټولنيزه برخه کې تر ډېره له منځه تللې ده او چېرته چې پاتې ده هلته د نا امنۍ له کبله د ولسمشر د پاموړ کانديد ته ډېره ګټه نه شي رسولای. بله خبره دا ده چې تر اوسه دا هم معلومه نه ده چې ولسمشر کرزی به د چا ملاتړ کوي؟

نوماندان

د نوماندانو په لړ کې تر ډېره پورې هماغه زړې څېرې شته چې د افغانستان په سياسي ډګر کې په يو او بل ډول ښکېلي دي. وزيران، د ملي شورا غړي او ځينې نور کسان پکې ليدل کېږي. خو دا ځل د تېرو ټاکنو په پرتله د کانديد او مرستيالانو جوړښت توپير لري.

دا ځل د عبدالله عبدالله ملګري ټوټه ټوټه شوي دي او دی اړ شو چې له حزب اسلامي او د محقق له حزب وحدت سره جوړ جاړی وکړي. احمد ضيا مسعود چې فکر کېده د ولسمشرۍ کانديد به وي اوس په زلمي رسول پسې روان دی.

يو شمېر نوماندان هومره مطرح نه دي چې بحث ور باندې وشي. بلې خوا ته اشرف غني هم ولاړ دی. که څه ويل کېږي چې ولسمشر کرزي لا وړاندې له هغه سره خبره سپينه کړې چې ملاتړ يې نه شي کولای. که د ولسمشر کرزي هغه خبرې رښتيا وي چې وايي ورور يې له نوماندۍ څخه ګرځاوه، نو بيا داسې به يې وګڼو چې کېدای شي د ورور هغسې ملاتړ يې هم و نه کړي چې اړين دی خو دا يو ضعيف احتمال دی.

د ولسمشر کرزي د ملاتړ تر څنګ د خلکو رايې هم مهمې دي، هغه څه چې په پښتنو سيمو يا په ټوله کې هغو سيمو کې نشته او يا هم وېشلې دي چې ولسمشر کرزی پکې نفوذ لري.

په سويلي او سوېل ختيځ ولايتونو کې ډېرې داسې سيمې شته چې خلک پکې د رای ورکولو کارتونه نه لري. ځينې نورې سيمې داسې دي چې څوک پکې رايې نه شي ورکولای. د افغانستان د سولې برخليک هم نامعلوم دی او ډېره تمه هم کېدای نه شي چې تر ټاکنو پورې دې حالات ښه شي.

له همدې کبله د رايو ټولو حجم په شمال او هغه هم په ازبک توکم کې راټول شوی دی، ان جنرال دوستم خو د يو ميليون رايو ادعا کوي. له دغه پخواني جنرال سره چې د بشري حقونو ترينګلې مخینه لري د اشرف غني احمدزي د يو ځای والي ظاهري منطق هم د رايو ډېر والی دی.

د واک د ثقل مرکز

دا زما لپاره له خوشبيني ډکه خبره ده چې دا ځل ډېرو کانديدانو خپل مرستيالان داسې کسان ټاکلي دي چې د واکمني زوايې او د ثقل مرکز بدلولای شي.

زلمي رسول که څه هم يو مرستيال د پخواني قوماندان احمدشاه مسعود ورور ټاکلی دی خو بل هغه يې يوه ښځينه تکنوکراته حبيبه سرابي ده، چې په ښه حکومتولۍ او اغېزناک فعاليت يې د نوبل جايزې معادله جايزه ګټلې ده.

د احمد ضيا مسعود رايې که لږې دي که ډېرې ممکن د عبدالله له صندوقونو څخه راوګرځي. په شمال کې د بلخ ټوپکسالار والي هم تر اوسه معلوم نه دی چې له چا سره ځي. که څه هم نوموړی رايې نه لري خو ډېرې پيسې يې کولای شي چې له ځينو کانديدانو سره ښه مرسته وکړي. باور داسې دی چې له عبدالله سره به ولاړ شي خو شونې ده د لوبې په نوي يمه دقيقه کې خپل لوری بدل کړي.

وړاندې داسې انګېرل کېده، چې د طالبانو ضد ټلوالې له منځه به عطا محمد نور ولسمشرۍ ته نوماند وي خو هغه ان د چا مرستيالي هم ونه منله. ښاغلی نور د بلخ ولايت او د شمال پاچاهي غواړي او دا چې ورته هر څوک ورکوي دی به له هغه سره ځي.

په غالب ګومان دی به هم د اشرف غني ملاتړ وکړي ځکه تر ده وړاندې حنيف اتمر او زلمي خليلزاد هم د هغه ملاتړ کړی دی. د ولسمشر کرزي ورور هم يو مرستيال د ولسمشر کرزي د کابينې د کانونو وزیر ټاکلی چې په خټه ازبک دی. پر دغه پخواني وزير د فساد ډېر تورونه شته او ويل کېږي چې له قيوم کرزي سره د اقتصادي معاملو پر سر نژدې شوی دی ځکه د ولسمشر کرزي ورور د افغانستان مهم پانګوال دی او ويل کېږي چې د کانونو په برخه کې يې هم پانګونه کړې ده.

اشرف غني هم دا ځل لوری بدل کړی يو مرستيال يې ازبک جنرال دوستم او بل هزاره سرور دانش ټاکلی دی، چې د افغانستان د عدليې او لوړو زده کړو د وزير په توګه يې کار کړی دی.

پر نړيوال ملاتړ له حسابه پرته اشرف غني تر افغانستان په نړۍ کې ډېر پېژندل شوی دی. همدا څو ورځې مخکې هم Legatum Institute کې په سوريه کې د واک پر انتقال ددې لپاره غږېده چې نړيوالو ته يوه طرحه ورکړي. د کابل پوهنتون دغه پخوانی استاد او د ملګرو ملتونو پخوانی کارکوونکی، انسانپېژندونکی، اقتصاد پوه، ټولنپوه او سياستوال دا مهال د دولتو د اغېزناکتوب د انسټيټيوت مشر دی. لومړی مرستيال يې تر اوسه پورې د وسله والو ځواکونو د اعلی سرقوماندانۍ درستيزوال و او په تېرو ټاکنو کې يې د ولسمشر کرزي ملاتړ کړی و، چې د ښاغلي کرزي په برياليتوب کې يې مهم رول درلود.

د دغسې خلکو د ټاکنې تر شا خپل خپل منطق پروت دی خو اهميت يې په دې کې دی چې واک کېدای شي د ډيموکراسۍ له ارونو سره سم خپله زاويه کږه کړي.

دا حتمي نه ده چې تل به د ولسمشر مرستيال تاجک او په تاجکانو کې پنجشېری وي او يا به واک د ولسمشر کرزي له کورنۍ سره وي.

په راتلونکو څو کلونو کې د خلکو پر ټولنيز شعور باندې سخت کار په کار دی. که موږ وکولای شول چې په راتلونکو پنځو کلونو کې مو د خلک شعور راپورته کړ او خلک مو پر دې پوه کړل چې پر هغه چا باور وکړي چې پر خلکو باور کوي او هغه چا ته رايه ورکړي چې رښتيا هم د خلکو لپاره يو څه لري او يا د وطن لپاره کوم پروګرام لري، نو دا ډاډ رامنځته کېدای شي چې زموږ څلورم او پنځم ځل ولسمشريز ټاکنې به له هغو دايرو راووځي چې اوس پکې نښتې دي.

زه ډاډه يم چې که د خلکو شعور لوړ شي نو لس کاله وروسته به دوی فرد ته نه بلکې طرحې او کاري ډلې ته رايه ورکوي، هغه تجربه چې تر اوسه مو کړې نه ده.

له محور ورځپاڼې په منننې.

One thought on “د بدلون پر لور/ همیم جلالزی”
  1. اشرف غنی چی جنایتکار دوستم نه وای درولوی نو امکان یی درلود چی دوهم دریم راغلی وای خواوس یی امکانات نشته او ده چی کومه وعده ددوستم سره د۷ وزارتونو او ۶ولایاتو او هم ۱۲ ولسوالیو اوداسی نورو لوړو چوکیو وعدی کړی نو دا معاملی په هیڅ صورت ددی غم ځپلی او جنګ ځيلی ملت ته د زغملو وړ نه دی او که غنی ددی پوستونو دورکولو څخه ډډه وکړی نو انجام به یی داکبربای ،علم ساعی او جمعه خان همدرد په څیر وی .هیله ده نور دی بی وزله ملت ته دوکه مه ورکوی دا ملت نور ستایو ددوکو او مظالمو زور نه لری پریږدی چی ملی شخصیبتونه ددی جنګسالارانو په ځای راشی او دا مظلوم ملت ددی بد بختیو څخه خلاص کړی . اشرف غنی دخلکو امیدونه دخاوررو سره یو ځای کړی او س یو اځی احدی صیب څخه هیله لرو چی ددغه نوعه معاملاتو څځه داملت ته نجات ورکړی او بس .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *