محمد امین کمالپوري

په تېرو ۱۲ دیارلس کلونو کې مو د پارلمان دا دنګه ودانۍ او پکې ناست خلک ښه وازمایل، تاسې چې ورته د ملت کور وايي خو د ملت ځکه نه دی چې په خیر یې نه دی تمام شوی، ستاسو هغه بوتل جنګي ته مو چې کتل موږ ویل ای کاش په دې دنګه ودانۍ کې چې ښکلی د څارویو فارم وای، لبنیات به یې اوس دومره صادرېدای چې ساری نه لیدل کېده.

اوس چې دې کور ته دا نوې څېرې ورځي او ځینې ورکې کهنه پېښان هم شته څو لنډې سپارښتنې مې دې واخلي:

ګرانه وکیله، کوم شعارونه چې تا له فرهنګ ده خدا را غلا کړي، دا پخوا هم وو خو و ازمایل شو، مؤکلین دې زړه توري دي.

اوس چې دا کور په تاسې ډکېږي او پوسټرونو مو زموږ تر تشنابه رارسېدلي، نو له تاسو د سرو او سپینو زرو سړکونه نه غواړو-

نه په کوټې سنګي کې درڅخه د اټمي بټۍ جوړول غواړو او نه خپل وزګار پر تا په دنده ګمارو ځکه روزي خدای راکوي او ستا لمن چې څوک نیسي ضمیر ته به ښه لوېدلی وي.

یوازې په لاره دې تلو اداب زده کړه:

ترافیک مه دربوه.

د خوار پولیس ازار مه اخله .

په سایکل چې روان وم ماشې او لټونه راته مه کش کاږه .

په چپ لاس مه ځغله .

نصورا دې په سړک مه تو کوه

کور ته تللې لارې او ګودرې او هم عمومي لارې مه بندوه، که رښتونی خدمتګار یې بیا دې څوک په بلا هم نه وهي.

له زامنو دې د سړي زامن جوړ کړه چې ستا څېره په موټر ټومبلي وي کوز او بر یې په پونګو نیولی وي، نه روغتون پېژني نه لاره او نه ګودره.

کله چې پارلمان یا د ملت تر کوره ورسېدې!

کله چې ورسېدې او دا سبیلمړې دې پر څوکۍ کېښوده، ملي مسایل به دې په کوپړۍ کې درسره یوسې، دواړه (پښتو-دري) ژبې دې پر سوټي ووهه، زما په سر په ژبه چا سره مه نښله، موږ جوړ یو، دا اوس مې ادې دري ژبې ده او زه درته په پښتو ګډ یم بابا مې دري ویله نیا مې پښتنه وه او د ټولو همدا کیسه ده او که بیا هم دې مسایلو ته لمن وهې، نو بیا دې پر پدر لعنت شه.

پام:

یو چا مستنده کیسه کړه چې یوه پښتون وکیل بل دري ژبې ته ۵۰ زره ډالر ونیول او ورته یې وویل چې په دې پیسو ځانته کمپاین وکړه او یوازې په دري ژبه د پښتنو سپکاوی وکړه، زه به دې یوه څپیړه ووهم په دې سره به ما د پښتنو دفاع کړې وي او ویډیو به یې هم ووځي نوم به مې هم ګټلی وي، دې سیمه کې به زه رایې ډېرې وګټم او ته به پیسې لاسته راوړې. معامله شوې وه چې د هغه سرچینې په وینا چې په څه به سره وران شوي وو.

نو کیسه دا ده چې زموږ په سر معاملې مه کوئ.

ناحیې په بیه مه اخلئ.

وړ وزیران کابینې ته وپېژنئ، د اعتماد اود سلب اعتماد په نامه پرې ګېډې مه ډډوئ چې بیا به د استنجا په ارمان یاستئ او درڅخه به کېږي هم نه.

ولس ته پلی شه چې درد یې وګورئ، له منځه یې راشه چې باور تر لاسه کړې، ژبه نرمه کړئ چې واټن مو له منځه لاړ شي.

د رأی په بدل کې مې مه وژنه چې کله دې په کور کې د انتحاريانو واسکټونه راوځي او یا دې د کوم چارواکي د بدنامولو لپاره انتحاریان په بیه اخیستي وي.

دا چې ما په یوه ګیډه پلاو رایه درکړې، د نړیوالو ترورستي پروژو ته پُل مه جوړېږه بیخ دې ووځه.

پر «افغان هستم، افغان نیستم» وخت مه ضایع کوه پدې کار موږ ته ډېر لویدلي خلک ښکارې چې چا سره لا په دې ناندرو ته سره وتلي یاست.

او په اخر کې یوازې او یوازې د انسانیت تمه در څخه کوو چې زما رأیه یوه انسان شخص ګټلې او انسانیت یې پر اوږو سپور دی.

په ټوله افغانۍ مینه

کمالپوري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *