نن د ولایت مقام په حضور کې د کندز ولایت د کلیو،بیارغونې او پراختیا ریاست درئیس او د خان اباد ولسوالۍ دموسی زیو قريې دپراختیايي شورا ترمنځ د نهه میلونه او څه باندې اته سوه زره افغانیو په ارزښت ۶۰۰ کورنیو ته دپاکو رسولو د یوې پروژې قرار دادی لاسلیک شو،دغه پروژه چې ژر به يې ودانیز کارونه پيل شي،دیوکال په اوږدو کې به بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

دولایت رهبري د پروژې دقرار داد پرمهال دسیمې له خلکو وغوښتل چې د پروژې چارې دقرار داد سره  سمې ترسره کړي او هم ددغې پروژې  څخه په کلکه ساتنه وکړي.

  د یادونې وړ ده چې په دغه پروژه کې دپاکو اوبو ژوره څاه،د اوبو ذخیره،سولر سیستم او ټولو کورنیو ته د نلونو له لارې د اوبو رسول شامل دی.

دسیمې اوسیدونکی او قومي مشر الحاج اغامیر وايي(( خوشاله یو چې نن زموږ  په سیمه کې د داسې یوسترې پروژې د ترسره کیدو قرار داد ترلاسه کیږي، موږ د پاکو اوبو دسختو ستونزو سره مخ ؤ او لاهم  زموږ  خلک د څښاک داوبو پسې کیلومترونه مزل کوي او بیا کورنیو ته د څښاک اوبه راوړي ،چې ددغې پروژې په تطبیق سره به زموږ په سیمه کې دنوي ژوند یو نوي پړاؤ پيل شي.موږ په دغه برخه کې دولایت مقام او اړوند وزارت منندوی یو چې زموږ  غږ يې واورید او دغې ستونزې ته يې پاملرنه و کړه .))

 ۱۳۹۷-۷-۹

دکندز ولایت د رسنیو او اړیکو دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *