تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني خصوصي سیکتور ته د افغانستان د جګړې له سپارلو سره مخالفت وکړ، ویې ویل چې پردیو اجیرو ملېشو ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان په جګړه کې ځان ښکېل کړي.

وروسته له دې چې د بلک واټر د خصوصي امنیتي کمپنۍ مشر اریک پرینس یو وار بیا د امریکا له دفاع وزارت څخه د افغانستان د جګړې د ورسپارلو غوښتنه وکړه، ولسمشر غني په زغرده د افغانستان د جګړې له خصوصي کېدو سره مخالفت څرګند کړ.

د بلک واټر مشر اریک پرینس ادعا کړې چې د دوی اجیر ځواکونه د نړیوالو پوځیانو پر ځای د افغانستان جګړه په ۶ میاشتو کې د افغان حکومت په ګټه بدلولی شي.

پرینس د پخوا خلاف دې ته هم چمتووالی وښود چې د جنګي جنایت او هر ډول جرم په صورت کې دې د دوی وسله وال د افغانستان په محکمو کې محاکمه شي.

د افغانستان ولسمشر او مشرانو جرګې د بلک واټر د مشر دا وړاندیز هم رد کړ.

دې ته په پام چې د بلک واټر کمپنۍ د امریکا له اوسني حکومت سره نژدې اړیکې لري، تېر کال لا داسې ګومان کېده چې ټرمپ به د افغانستان جګړه دې کمپنۍ ته وسپاري.

ده په ټېکه د افغانستان د جګړې د اخیستو طرحه سپینې ماڼۍ ته سپارلې وه خو امریکايي قوماندانانو ورسره مخالفت وکړ.

ولسمشر غني نن /دوشنبه/ د افغانستان د ښاروالانو په کنفرانس په هیواد کې روانه جګړه د افغانستان د ملي یووالي، دین، مذهب او ورورولۍ په وړاندې جګړه وبلله او د امریکا خصوصي امنیتي کمپنیو ته یې د دې جګړې له سپارلو سره مخالفت وکړ.

د بلک واټر کمپنۍ په عراق کې په جنګي جنایتونو او بې رحمیو تورنه ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *