تاند- سره له دې چې د اندونیزیا وروستۍ زلزلې او څونامي سلګونه تنه مړه او ډېر نور ژوبل کړل، یو شمېر خلکو ته یې غنیمت فرصت برابر کړ.
د اندونیزیا حکومت /دوشنبه/ وویل، د دې زلزلې له کبله، چې د جمعې په ورځ وشوه، له ۳ محبسونو څخه لږترلږه ۱۲۰۰ تنه بندیان تښتېدلي دي.
اندونیزیايي چارواکي وايي، بندیانو د څونامي په وجه له برابرو شویو شرایطو ګټه اخیستې او د پالو او دونګالا د ګڼ نفوسو ښارونو له محبسونو څخه په تېښته بریالي شوي دي.
د اندونیزیا د عدلیې وزارت یوه چارواکي وویل، باور لري چې بندیان د زلزلې او څومامي له بېرې مجبوره شوي چې له محبس څخه وتښتي.
ده وویل«بې له شکه د ژوند و مرګ مسله سبب شوې چې هغوی له محبسونو څخه ووځي.»
د دونګالا ښار د محبس مسوولان وايي چې د محبس په ودانۍ او انګړ کې اور لګېدالی و.
د دوی په وینا اکثره تښتېدلي بندیان د فساد او د مخدرو موادو د کاروبار په شان په جرمونو بندیان شوي وو.
د وروستیو معلوماتو پر اساس د اندونیزیا په سولاویسي ټاپو کې د جمعې د ورځې د ۷ اعشاریه ۵ درجې زلزلې او څونامې له کبله ۸۳۲ تنه مړه شوي دي.