محمد تنها

ډاکتر محمد تنها – آلمان مګدیبورګ پوهنتون

د روان زېږدیز کال د جولای شپاړسمه وه چې له لکچر څخه دفتر راغلم او د چای دمې سره مې فېسبوک را پرانیست، د نصیر احمد احمدي پیغام راغلی وو، ول استاد اسدالله غضنفر دې د ټلیپانه شمېرغه غوښته که یې راکړې، له روغبړ وروسته مې شمېره ورکړه، سودا مې سوه چې خیریت وي. تر استاد غضنفر مې وار دمخه کړ او ما پخپله استاد ته زنګ ووهل، استاد د سپټمبر میاشتې په لمړۍ اونۍ په کابل کې د ابو ریحان البیروني سیمینار په اړه راته وویل او دا یې هم ور زیاته کړه چې که زه د طبیعي علومو په تړاو د البیروني ساینسي تجربو او څېړنو په اړه یوه مقاله ولیکم او په سیمینار کې د ګډون پرمهال یې وړاندې کړم. زه خو هسې هم له کلونو د دې تږی وم چې د ټوپکوالو او جګړمارو پرځای دې پوهان ولمانځل شي نو په ډېره خوشالۍ او هیجان مې د استاد خبره ومنله او د ټلیپانه کرښې تر پرېکېدو وروسته دستي د البیروني په اړه څېړنیزو مقالو په لټون باندې پیل وکړ، ښایسته شېبه په کمپیوټر لګیا ووم او ګوګل مې په البیروني پسې لټ په لټ کاوه، د دې نیک کار خبرې دومره ډوب کړی ووم چې سر مې له کمپیوټره را پورته کاوه نو د رخصتي وخت شوی وو، هغه ورځ مې ډوډۍ او چای له سره هېر شوي ول. د خپلو بلا درسي او څېړنیزو بوختیاوو تر څنګ مې په ډېره مینه د شپې تر ناوخته په کتابتون کې د البیروني مقالې ته مواد راټولول، شپې را لنډې دې چې په مینځ کې یوه ورځ استاد غضنفر برېښنالیک راغی او د اونۍ تر پایه یې د چاپ لپاره د مقالې ور لېږلو پکې لیکلي ول، ما مقاله تر ټاکلي وخت دوه ورځې مخکې بشپړه او د نظر تېرولو لپاره مې استاد او د استاد دلارې د سمینار علمي کمیټې ته ولېږله. استاد د مقالې منځپانګه او پر وخت لېږلو باندې ډېر خوشاله وو او په ټلیپانه یې خپل حسن نظر راته بیان کړ. چې سیمینار ته نږدې کېدو نو د ټیکټونو اخیستلو موضوع را مینځ ته شوه، د چارو اداره کې د ټکیټونو مامور سره مې یوازې د ټیکټ پر آیټینري برابرولو باندې دوه اونۍ تېرې شوې، یوه ورځ به چې ما برېښنالیک وکړ کابل به رخصت وو او کله چې به هغه وکړ آلمان به رخصت وو او کله چې به دواړه ځای رخصت نه وو بیا به نوموړي ښاغلي راته لیکل چې ټراول ایجنسي ته مو احوال کړی چې احوال راغی حتما مو خبرووم. لنډه دا چې یوازې د ټیکټ بوک کولو جنجال دې سمینار ته زما هغه پخوانۍ تنده نیمايي ته را ټیټه کړه ځکه زه چې کله په آلمان کې د خپل پوهنتون لخوا هر سیمینار ته ځم نو ټکټ پخپله خوښه په خپل زړه اخلم بیا یې هغوۍ پیسې راکوي، دلته د ادارې او مامور ترمینځ په هرڅه کې په تېره بیا په ساینس او څېړنو کې خو بیا بیخي باور پوخ وي. په هر حال زه له ځان سره په همدې جنګ کي چې ولې مو د ټیکټ اخیستلو دومره آسانه پروسه داسې سخته کړې کابل ته روان شوم. په لاره مې په آلمان کې د افغانستان سفیر پروفیسور علي احمد جلالي ولید چې همدې غونډې ته روان وو، داسې برېښده چې جلالي صیب هم زما په شان له مدیریت څخه ډېر راضي نه وو. مونږ کابل ته ولاړو، څو ورځې وروسته چې کله سیمینار پېلېدو زه یې د سیمینار تر سهار پورې نه په آجنډا خبر ووم او نه هم پدې پوهېدم چې د کانفراس ځای ته به چې په ارګ کې دی څنګه ځم ؟ د سیمینار مدیریت لخوا چې د چارو ادارې په لاس کې وو راته وویل شول چې تاسو کانټنیټال ته ولاړ شئ او هلته به سهار له بهرنیو مېلمنو سره ګډ ارګ ته راشۍ، کانټنیټال ته له افغاني کالیو سره ولاړم، هر چا داسې راته کتل ته وا ما دلته وچ کورت خرڅلاو ته راوړي، د هوټل اداره پدې نه پوهېده چې زه ولې راغلی یم او دلته څه روان دي ؟ زما نوم یې په لیستونو کې نکړ پیدا، د چارو ادارې یو سرغنه ځوان کښته او پورته ګرځېدو، هوټلدار ورته وویل چې دا مو مېلمه دی څنګه یې کوئ ؟ هلک را وړاندې سو ول ته څوک یې او دلته څه کوې ؟ مال د خدای زوروره له آلمان څخه مو راغوښتی یم اوس مې نه پېژنې ؟ ول زه په پښتو نه پوهېږم پاړسي یا ازبکي راسره ووایه، په دري ژبه مې پوی کړ چې انډیواله زه سیمینار ته راغلی یم. ول ته دلې اوسه زه ځم چې لمړی له ازبکستان او هند څخه زمونږ راغلو بهرنیو مېلمنو غم وخورم، ما هم د افغاني مېلمه پالنې په پار غږ ونکړ مال ورځه هغوۍ ته ورسېږه.

نږدې نیم ساعت د هوټل لابي کې په تمه وم او ځوان رانغی، خپل بکس مې واخیست و له هوټل څخه را ووتم، استاد غضنفر ته مې زنګ ووهل او کیسه مې ورته وکړه، خواشینی سو او ویل یې سبا سهار زه کورته پسې درځم او له ځان سره دې بیایم. کور یې ودان سهار وختي راپسې راغی او ارګ ته ورسره ولاړم. زما زېړه کټوازۍ لنګۍ پر سر وه، د ارګ ګارډانو د استاد موټر ودراوه او له استاد څخه یې وپوښتل چې “ای نفر کیست؟” استاد ورته کړل چې ډاکټر تنها دی نوم یې د مېلمنو په لیست کې شته، ځوان لیست وکوت ول نامش نیست. استاد ویل چې له بهر څخه راغلو مېلمنو لیست کي یې وګوره، ځوان چې هغه لیست وکوت نو راته کړل یې “ای چی رقم از خارج آمده رنګیشه سیل کو” مونږ خبره په خندا تېره کړه او سلام خانې ته چې د سیمینار پیل غونډې ځای ټاکل شوی وو ننوتلو. د سیمینار پیل یې ۱۰ بجې پلان کړی وو خو د مالیې وزیر په ګډون یې د کابینې ډېری وزیران او د نورو ادارو لوړ پوړي چارواکي یې په نهه بجې را غوښتي ول، نیمه کابینه او د ارګ لوړ پوړي، مینځ پوړي او ټیټ پوړي چارواکي یو ساعت د سیمینار په تالار کې ګرځېدل را ګرځېدل، پدې بلا پسې چې څومره مراجعین به دوۍ ته په دفترونو کې په تمه ول. په تالار کې سیمینار ته په تمه کې دې پوښتنې ځورولم چې دا خو یو علمي سیمینار وو، ولې باید په پوهنتون یا د علومو اکاډمي کې نه وای چې په ارګ کې دی؟ ولې باید د ولسمشر په ګډون نیمه کابینه ورته را غوښتل سوې وای ؟ آیا دا سیمینار ریښتیا هم د البیروني په درناوي د هغه په اړه د علمي خبرو په پار جوړ شوی او که د دې نمایش لپاره چې مخسد حکومت هم په البیروني پوهېږي او دا کیسه یې جدي نیولې؟ ولې باید د یوه علمي سیمینار مدیریت د چارو ادارې ته ورسپارل شوی وای؟ آیا دا مایکرو منیجمینټ کې لاس وهل دي او که ځان ښوودنه؟ ولې د لمړي مرستیال دفتر، د کار او ټولینزو چارو، ټرانسپورټ وزیران او په حکومت کې نږدې ټول ازبکان د دې سیمینار سرغنه او اصلي وارثین ځان بولي؟ البیروني خو ازبک هم نه وو بیا دا مونو پولیزم د څه لپاره ؟ فرض یې کړه ازبک هم وو آیا عالم باید په لوی لاس په محدودو جغرافیو پسې وتړو ؟ دا پداسې حال کې ده چې البیروني آن د خپل نصب په اړه له پوښتنو کرکه درلوده، ټبر خو لا وروستۍ خبره ده. همدې پوښتنو ته د منطقي ځواب موندلو په لټه کې وم چې یو ټیټ او چاغ ځوان مې د سیمینار له موادو ډکې کڅوړې ته را نږدې شو او پرته لدې چې له ما پوښتنه وکړي کڅوړي ته یې لاس کړ او د افغانستان انځورونو کتاب یې ورڅخه پورته کړ او روان شو. پرې غږ مې کړل چې ملګرې چېرته یې وړې ؟ ول بهرنیو مېلمنو ته یې وړم ؟ مال ولې زه چې افغان یم حق یې نلرم ؟ ول هغه بهرنیان دي. دې پوښتنې مې بیا په ماغزو څړیکه کړه چې مونږ ته ولې باید هر بهرنی تر هر افغان پوه او واجب الحترام ښکاره شي ؟ دا چې دې ځوان کتاب پخپله ځانته اخیست، کوم ملګري ته یې ورکاوه او که یې ریښتیا بهرني مېلمه ته دا هم د پوښتنې وړ ده ځکه د سیمینار همدا کڅوړه بهرنیو مېلمنو ته هم ورکړل شوې وه. د دې ځوان دې حرکت خوند رانکړ نو مې غوږ ته خوله ور نږدې کړه او ورته ومې ویل چې د هر هغه کار ترسره کولو لپاره چې د بل د حق په احاطه کې کېږي باید لمړی پوښتنه وشي، تا باید له ما پوښتلي وای چې دا کتاب زه ستا له کڅوړې را واخلم او کنه ؟ ځوان راته کړل چې “نام مه فریدون الهام است معاون اداره امور استم” مانا ماته نصیحت هم مکوه او خوله دې سمه خوڅوه چې ماته یې نکړم. پدې کې د مخې له کتاره یوه بل مشر را غږ کړل چې دا کیسه په همدې ځای پرېږۍ.

لس بجې سوې، ولسمشر تالار ته را ننوت، په تالار کې له نږدې ۵۰۰ را ټولو شوو کسانو سره یې په لاس پوښتنه وکړه، دې چارې د ولسمشر نږدې ۱۵ دقیقې وخت ونیو. کانفرانس د قرآنکریم په تلاوت او ملي سرود پیل شو، د ولسمشر تر وینا دمخه د دې کانفرانس د چارو تنظیموونکې شهرزاد اکبر خبرې وکړې، په خبرو کي یې له ستاینو او مننو پرته هیڅ شی هم نه وو، وروسته د پروګرام چلوونکي د اشعارو او ستاینو داسې قلقلې پیل کړې چې که البیروني هملته وای نو د وخت ضایع کولو په پار به یې د دې ځوان مخ ته ور تو کړي ول. د ولسمشر وینا هم د هغو په ستایلو پیل شوه چې شېبه مخکي یې له ده څخه مننې او ستاینې کولې، شېبې وروسته یې وینا غني او علمي شوه، خدایسته ډېر علمي ټکي پکې ول خو د یوه ولسمشر د شان لپاره لږ اوږده وه، ولسمشر نږدې یو ساعت په تالار کې تېر کړ، په یوه هیواد کي چې د امنیتي پېښو له امله په اوسط ډول د ورځې ۱۰۰ سرتېرې مري، د ولسمشر یو ساعت وخت به ته وا څومره ارزښت ولري ؟

له هغه د سیمینار یوه بل تنظیموونکي عزیز آرال یو ځل بیا له مقاماتو څخه د مننو او ستاینو یوه اوږده وینا وغږوله، چې وروسته د مالیې وزیر قیومي، پروفیسور جلالي او پوهاند پنجشیري علمي خبرې وکړې. د غرمې ډوډۍ دمې ته کېناستو، له دمې وروسته یې په دوه بجې د بهرنیو چارو وزارت ستوري ماڼۍ ته بوتلو، غټ غټ نړیوال پروفیسوران یې په تش تالار کې کینولو او یو څوک راغی په بښني سره یې وویل چې غونډه په دوه نه بلکې په دری بجې پیلېږي ځکه غونډه باید اجرائیه رئیس پیل کړي او هغه په دری بجې راځي نو تاسې تر هغو دلې خپل ګپ شپ وکړئ، مونږ هم لدې ډاره او شرمه چې نړیوال پروفیسوران اوزګاره او ستړي نشي نو انځورونو ته کش سوو. تر دری بجو دمخه د بهرنیو چارو معین ډاکټر نصیر اندېشه راغی او خدایسته له مېلمنو سره یې ډېر سړیتوب وکړ. تر هغه وروسته ډاکټر عبدالله له یو انبار کامرو او کامره والو سره راغی او له ټولو سره تر پوښتنې وروسته ډاکټر نصیر اندېشه ته وویل چې غونډه پیل کړي. ډاکټر نصیر اندېشه ښه وغږېدو خو د وینا په مینځ کي به یې په تالار کې د امنیتي کسانو مخابرو غږونو مزاحمت کاوه، کله کله خو به مایک او لاسپیکر له ګېره ووتل او بیا به تخنیکر پرې لګیا وو جوړاوه به یې. وروسته ډاکټر عبدالله وینا وکړه چې د سیاسي مشرتوب په پار یې نغواړم د وینا پر محتوی او کیفیت دلته خبره وکړم، د ډاکتر عبدالله تر وینا وروسته د سیمینار علمي ویناوو برخه د فزیک پوهنځي مشر پوهاند زلمي احمدزي په وینا پیل او تر ماښامه یې دوام وکړ. ماښام ته ټول ګډونوال د اجرائیه ریاست مېلمانه ول، که څه هم زه دې مېلمستیا ته نه وم تللی خو په فلسفه یې هیڅ پوی نشوم چې ولې باید مونږ د اجرائیه ریاست مېلمانه شوي وای؟ ولې باید هرڅه سیاسي شي؟ ولې باید اجرائیه ریاست د هر هغه څه بیا ځلې تمثیل وکړي د کوم چې ارګ یو ځل کړی؟

د سیمینار دوهمه ورځ په بابر بڼ کې پیل شوه، بیا هم له پیل څخه یو ساعت مخکې ور غوښتل شويو مېلمنو باندې رنګارنګ موسیقي په لوړ آواز واورېدل شوه. پدې ورځ هم د فیض الله ذکي په ګډون ځینې لوړپوړي چارواکي د ورځې تر پایه ناست ول، که څه هم ما د ذکي په اړه یو ناسم فکر درلود خو په غونډه کې ډېر حلیم او دروند کس راته ښکاره سو.

صالون ته له بهر څخه رنګارنګ غږونه راتلل، د پروجګټور په ځای غټ سکرین لګېدلی وو، تخنیکر به ویل چې دې سکرین کې پاورپواینټ کار نکوي باید له خپل پریزنیټېشن څخه پرنټ سکرین واخلۍ او ماته یې له ولېږلۍ، د سکرین مخې ته د پروګرام چلوونکي ناست ول او د وړاندې کوونکي پروجټ شوې محتوی مخه یې تر آخره پوره په بشپړه توګه نیولې وه، پدې مینځ کي چې کله هوا توده شوه دوه داسې بادپکې صالون ته راوړل شوې چې غږ یې د ټانګ له غږ سره یو یا دوه  هرټزه توپیر درلود او بس. پیل بیا په قرآنکریم او ملي سرود وشو، زه یو ځل بیا پدې فلسفه پوی نشوم چې ولې باید هرځل او هرځای یوه پیل شوې غونډه بیا په ملي سرود پیل کړو ؟ تر ملي سرود وروسته د ښاروالۍ کوم رئیس تکراري خبرې، مننې او ستاینې وکړې چې له سره نه ورته اړتیا وه او نه یې هم نوم په اجنډا کې وو. تر هغه وروسته یوه دوه نور چارواکي وغږېدل او بیا د سیمینار علمي برخه پیل شوه، ځینو استادانو موضوعات ډېر ښه وړاندې کړی خو ځیني یې داسې په غضب ککړ ول چې په ډاډ سره ویلای شم چې تر دوۍ به د غرب یوه وړکتون شاګرد ډېره ښه وړاندې کړې وای. د مقالو مینځ کي یې اعلان وکړ چې افغان پوسټ د البیروني سیمینار په ویاړ پوستي ټیکټ جوړ کړ او باید چارواکي یې پرانیسته وکړي، د چارواکو یو اوږد لیست ولوستل شو چې نوي سلنه یې د لمړي معاون دفتر چارواکي ول، له ټکیټ څخه چي یې پرده پورته کړه نو داسې لیکل شوي ول “د ابو ریحان البیرونی نریوال سیمینار”، ما ور غږ کړل چې وروره دا پښتو یې سمه نده، دا لطفاً سمه کړئ، د افغان پوسټ مسؤول چې یو پښتون وو راته کړل چې وروره دا یې ځای ندی، مال اصلي ځای یې همدا دی چې دلته غلط لاسلیک شي بیا همداسې غلط پسې چاپېږي خو سړي خبره تېره کړه او بیا یې تر آخره ځان په ګوتو رانکړ. د غرمې ډوډۍ له دمې وروسته چې کله علمي مقالې وړاندي کېدې هماغه د کانټنیټال هوټل ځوان به یوه یوه استاد ته په غوږ ور ټیټ سو، خبره به یې ورته وکړه او له ځان سره به یې باندې ویستل، زه یې په طلسم پوی نشوم خو غږ مې ونکړ. د سیمینار دوهمې ورځې ماښام تر ډوډۍ دمخه د موسیقي ملي انستیتیوت لخوا ډېره ښه موسیقي اجرا سوه، چې په دمبوره او اتڼ موسیقي پای ته ورسیده او د ډوډۍ تر خوړلو وروسته مېلمنو ته وویل شول چې د دریمې ورځې پروګرام چې ملي موزیم ته تګ وو د مسعود تلین له امله په ښار کې جوړې شوې ګډوډي په پار لغوه دی او بېغمه خپلو کورونو ته ولاړ سئ. که څه هم له بهره راغلي مېلمانه یې سبا ماښام ته د لمړي معاون په بلنه کانټنیټال کې په تحفو ونازول خو داخلي مېلمنو ته سیمنیار په دوهمه ورځ پای ته ورسید. تر سیمینار دوه ورځې وروسته د یوڅو مېلمنو په ګډون د طلوع ټلویزیون ګفتمان خپرونې ته ورغلو، له خپرونې وروسته پوهاند پنجشیري راته وویل چې استاده د خپلې مقالې ۳۰۰۰۰ افغانۍ دې تر لاسه کړې ؟ مال نه د څه شي پیسې ؟ ول د سیمینار په دوهمه ورځ مونږ یوه یوه استاد ته ځانته ځانته ورکړې، زما په دوهمه ورځ د هماغه ځوان لخوا د مېلمنو یو یو ایستل را په یاد شول، مال نه ولا ماته یې ندي راکړي، ول له آرال او شهرزاد اکبر څخه پوښتنه وکړه. ما استاد غضنفر ته زنګ ووهل، هغه خواشینی شو ول ستا مقالې ته یې باید پیسې درکړې وای، مونږ به یې له کومیټې پوښتنه وکړو، وروسته مې آرال او شهرزاد اکبر ته زنګونه ووهل، آرال راته ویل چې زه نه یم خبر خو باید درکړې وای، شهرزاد اکبر یې کور ودان سړیتوب یې وکړ او زما مقالې ته د پیسو منظورولو ټول برښنالیکونه را ولېږل، حیران پاته شوم چې دا څه د چور ملک دی ؟ د علمي مقالې پیسې هم په سپینو سترګو کې غلا کېږي ؟ د استاد غضنفر او همکار ټیم یې کور ودان موضوع یې تعقیب کړې وه او دوه ورځې وروسته یې د نجیب الله ژمن په لاس ۳۰۰۰۰ افغانۍ را ورسولې.

  زه خبر شوم چې د دې سیمینار لپاره ۱۲ ملیونه افغانۍ منظورې شوې وې، دا پیسې د یوه نړیوال سیمینار لپاره ډېرې ندي خو په افغانستان کې د سیمینار جوړولو لپاره بیخي ډېرې دي، په دې پیسو په لوړ کیفیت پروګرام جوړېدای شوای. د دې سمینیار دایرول زښته ښه کار وو خو مدیریت یې د داسې کسان په لاس ورکول چې د علمي غونډو دایرولو هیڅ تجربه یې نه درلوده ستره تېروتنه وه، داسې سیمنیارونه او علمي غونډې باید ښې ډېرې شې خو مدیریت دې علمي ادارو ته په لاس ورکړل شي او که ممکنه وي د ټکټونو اخیستلو او دېته ورته خدماتو لپاره اوږده بیروکراسي دې هم را لنډه کړای شي.

هیره دې نه وي چې د سیمینار په اوږدو کې استاد اسدالله غضنفر، نجیب الله ژمن، شیر علم ابراهیمي، انجنیر حبیب الله حقپرست علیزي او  ډاکټر نصیر احمد اوغلو زښته زیاته مینه راکړه، د دوۍ یې کور ودان او غله ډېره خو کاش دوۍ ته د کار اجرا هغه واک ورکړل شوای وای کوم چې یې دا نورو ضعیفه مدیرانو ته ورکړی وو.

One thought on “په کابل کې د البیروني سمینار نا ویلې کیسې”
  1. تنها صاحب حقیقت وایاست دلته زیاتو غونډو کې همدا چل کیږي،دلته پکتیا کې څه وخت مخکې د نښتردودیزه مشاعره وه چې مدیریت یې صفر وو او د نشاعرو رنګ یی بد کړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *