تاند- ولسمشر غني وايي، له راتلونکې لمریز کال څخه به دولتي ادارې مکلفې کړي چې د خوراکي موادو او نورو اړتیا وړ شیانو قراردادونه له کورنیو تولیدوونکو سره وکړي.

ولسمشر غني، چې د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د کرنیزو تولیداتو په ۲۱ نندارتون کې خبرې کولې، وویل؛ د دې لپاره چې د کروندګرو ملاتړ وشي، حکومتي ادارې باید کورنیو کرنیزو محصولاتو ته لومړیتوب ورکړي او له هغوی سره قراردادونه وکړي.

ده وویل، سږ کال د لومړي ځل لپاره ۲۰ زره ټنه افغاني وریجې او په هیواد کې تولیدېدونکي چرګان د دفاع وزارت لپاره وپېرل شول:

«دا چې اوس زموږ د چرګانو فارمونه په خپلو پښو درېدلي علت یې دا دی چې موږ د کورنیو چارو وزارت مینو بدله کړه؛ پخوا د دې وزارت په مینو کې چرګ نه و. په اوونۍ کې یوه ورځ د چرګ د غوښې په زیاتولو په افغانستان کې د چرګانو فارمونه په خپلو پښو ودرېدل. که د افغانستان د چرګانو فارمونه ما ته اطمینان راکړي، زه به د چرګ غوښه د اوونۍ د ۷ ورځو په مینو کې شامله کړم، تاسو پانګونه وکړئ، موږ یې اخلو.»

ولسمشر غني د کرنې وزارت د متخصصانو پر تخصص انتقاد وکاوه، ویې ویل چې افغانستان په یوه کال کې د ۱ ملیارد او ۸۰۰ ملیون ډالرو جلغوزه تولیدوي خو له دې درکه یوازې د کال ۲۵۰ ملیون ډالره ترلاسه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *