د لومړي ځل لپاره د پکتیا ولایت په مرکز ګردیز کې د نبوي سیرت د محصلینو او د ښوونځیو د شاګردانو ترمنځ د یوې لویې سیالۍ تابیا نیول شوې.
دغه سیالي چې د راتلونکې عقرب میاشتې پر څلورمه ۴ نیټه اخیستل کیږي، تنظیموونکي یې وایي چې ګډونوالو ته یې یو ځانګړی کتاب په مختصر ډول ترتیب کړی او تر مطالعې وروسته به ترې په همغه کتاب کې آزموینه واخیستل شي.
د سیالۍ تنظیموونکي وایي، چې په امتحان کې د ګډونوالو نتایج به په بې پرې ډول ارزول کیږي او ممتازو زدکړیالانو ته د کمپیوټر، موبایل، بایسکل او کتابونو جایزې په پام کې نیول شوې.
مراجعین کولی شي په آزموینه کې د ګډون لپاره په مرکز ګردیز کې په ټاکل شویو کتاب پلورنځیو کې داخله واخلي.
د ازموینې نیټه: د روان لمریز کال د عقرب (لړم) د میاشـتې ۴ نیټه د “جمعې“ورځ.
درک: د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز اړوند د بالادې د کلي ترڅنګ د حاجیانو کلی د “جامعه انوارالعلوم حقانیه مدرسې تالار“