تاند – په ټولنیزو رسنیو فعالو افغان ځوانانو له پاکستاني عالم، طارق جمیل، سره په لیدنه او خصوصي مجلس خفګان څرګند کړ او اندېښنه یې وښودله چې ښایي لوبغاړي یې د مذهبي افراطیت خواته کش کړای شي.

یوه ویډیو چې تازه ټولنیزو رسنیو ته راوتلې، ښیي، چې پاکستانی ملا طارق د متحده عرب اماراتو په کوم ښار کې د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم لوبغاړو سره ګوري.

دا معلومه نه ده چې لوبغاړي طارق جمیل ته ورغلي او که طارق د هغوی استوګنځی ته ورغلی دی، خو په خپلو کې په کافي اندازه خلاصې خبرې کوي.

په ویډیو کې اورېدل کیږي چې طارق جمیل له محمد شهزاد نه چې ادعا کیږي چې اوس هم په پاکستان کې اوسېږي،‌ د هر لوبغاړي د ولایت پوښتنه کوي او نوموړی یې په هکله معلومات ورکوي، په داسې حال کې چې یو شمېر نور پاکستانیان تر پایه غلي ناست دي.

ویل کیږی، چې د ښکاره او پټو پاکستاني چارواکو په هر ملاقات کې استخباراتي کارکوونکي موجود او غلي ناست وي او په خبرو کې هېڅ مداخله نه کوي.

د فیسبوک یوه فعال، تاج لودین، په ډېره غوسه لیکلي، «په بښنې سره.
اتل نه، د … زوی اووو تور میلو! دا تا د پنجابي طارق جمیل سره څه کول!!»

په جرمني کې مېشت ټولنیز فعال، وزیر ځدراڼ لیکلي، « لکه چې کرکټ مو هم ورو ورو سر خوري.‌ د پاکستان هغه ملا چي افغانستان ته د جهاد فتواګانې را لېږي له افغان کرکټ لوبغاړو سره يې دوبی کې وکتل. لوبغاړي پاتې ول هغوی ته يي هم ريښي ور وغځېدلې. موږ چارواکي وژاړو، مولايان مو وژاړو څوک وژاړو اوس کرکټ لوبغاړي هم لکه يي دوی لاس ته لویږي. لوبغاړي بايد له پاکستانيو مولايانو لرې وساتو. د پاکستان هرڅه د ای ايس ای په لاس کي دي که ملا ده او که ژورنالست دی نو په دی باید ټول پوی شو چي دپاکستان هرڅه دې افغانستان په خلاف کاره وي. افغان کرکټ بورډ دې سپيناوی ورکړي ولې لوبغاړي په سياست او بيا د پاکستان په مولايانو ورګډ کړل هغوی تل ځانمرګي روزي او روزلي يي دي دا ريښه غځيدل به ډير خطرناکه پرې وځي او دا ډير بد ويروس دي که يوځل ننوتل.»

جان اغا بهار لیکلي، « لنډا چې محمد شهزاد په خپلې وروستۍ شعوري/غیرې شعوري تیروتنې سره د یو لوی ملت حیثیت او پرستیژ د دوه پیسو کړ.
سړی خپه شي!
شکمن شي، چې دا شهزاد کوم لوري ته روان دی.
ولسمشر د افغان کریکټ ملي لوبډلې ټولو لوبغاړو ته په ارګ کې د میلمستیا پروګرام ونېولو، چې دوی تشویق کړي، ترې مننه وکړي په اسیا جام کې د دوی د ښو لوبو له امله. قدر یې ورکړ، مینه یې ورکړه، د ولس په استازولۍ یې قدر دانی وکړي، دارنګه نغدي جایزې یې ورکړې، هر لوبغاړی یې بېل ــ بېل ښُکل کړ، د هر یوه سینه یې له خپلې سینې سره ولګوله، ورسره یې وخندل، عکسونه یې ورسره وویستل؛ خو شهزاد په دې لوی او مهم پروګرام کې ګډون ونکړ، خلکو ته یې اندېښنې ور واچولې چې ولې شهزاد په دې مراسمو کې برخه وانخېسته؛ خو د ډېری ملګرو او د کریکټ بورډ کارکونکو وویل، چې هغه کور ته تللی. کور یې پاکستان کې دی،»

خو خوشحال خلیل وړاندیز کوي او لیکي، « که زموږ د کرکټ لوبغاړو ته د ملي ګټو، ملي ګټو سره د چلند، ملي مقدساتو د پاللو او ورزشي دیپلوماسۍ په اړه لنډ ښوونیز کورسونه جوړ شوي وای او په دغه برخه کې هلته یو څو معلمین موجود وای، شهزاد محمدي او نورو لوبغاړو به د پاکستان د ستبلشمنټ له رسمي مذهبي لارښود طارق جمیل سره ملاقات نه کاوه او دومره به ور ځني اغیزمن نه وای.»

ادعا کیږي چې د پاکستان پوځ او د نظامي استخباراتو ادارې (آی اېس آی) د تېرو څلورو لسیزو په ترڅ کې پخواني جهادي تنظیمونه او وروسته د طالبانو ډله د خپلو مذهبي ګوندونو له لارې اېل کړي وو، چې په دې لړ کې د تنظیمونو د پروژې د تطبیقوونکي په توګه د جماعت اسلامي د ډلې او د طالبانو د لومړۍ او اوسنۍ دویمې پروژې د تطبیقوونکي په توګه د مولانا فضل الرحمان او مولانا سمیع الحق د ډلو نومونه یادیږی.

پرون چارشنبه /د میزان ۱۱مه/ رسنیو د افغان طالبانو د مرشد او ملاتړي، مولانا سمیع الحق، له قوله چې د افغانستان د سولې شورا یې د سولې په برخه کې د مرستې او منځګړتیا غوښتنه کړې وه داسې راپورونه خپاره کړل چې نه غواړي د افغانستان د حکومت او طالبانو تر منځ روغه وکړي، دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې په روان جنګ کې هره ورځ په لسګونو افغان مسلمانان ژوند له لاسه ورکوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *