تاند- خورما نه یوازې یوه ګټوره مېوه ده، بلکې زموږ افغانانو لپاره په دې خاطر هم زیات اهمیت لري چې د حج زیارتوال یې له ځان سره راوړي.

په دوبۍ کې د خورما د ونو حاصل د مېوې (خورما) پر ځای د وړیا انترنیټ لپاره وای فای دی.

دا ونې د اوبو پر ځای د لمر پر انرژۍ پايي.

بې له شکه د متحده عربي اماراتو د خورما ټولې ونې دغسي خاصیت نه لري.

د دوبۍ ښار مسوولانو د دې ستر ښار په بېلابېلو ځایونو کې ځیرکې (سمارټ) مصنوعي ونې نصب کړي. دا ونې د لمر انرژي زېرمه کوي او لارویانو ته د انترنیټ د کارولو لپاره وای فای (WiFi) مهیا کوي.

په دې ونو کې د لمریزې انرژۍ پینلونه یا شیشې نصب شوي او پر دې سربېره دا پینلونه د هغو کسانو ملفونونه (موبایلونه) چارجوي چې د دغو ونو لاندې تر سیورې لاندې ناست وي.

په یو وخت ۸ تنه خپل موبایلونه د یوې ونې لاندې چارجولی شي.

د دغو ونو لوړوالی ۲۰ متره دی او څانګې یې پر شاوخوا ۱۸ متره ساحه سیوری غوړوي.

د دوبۍ د خورما ونې هغو ټولو کسانو ته وړیا انترنیټ برابروي چې له هغو څخه تر ۱۰۰ متره پورې لېرې نه وي.

تر دغو ونو لاندې ناست کسان، چې بې له شکه د هغوی په منځ کې به افغانان او د کوزې خوا پښتانه هم وي، کولی شي چې تاند هم وړیا وویني.

حاضردمه په دوبۍ کې دا ډول ۲۶ ځیرکې ونې شته خو تر ۲۰۲۰ پورې به یې شمېر ۵۳ ته ورسېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *