د کړکۍ پر ژۍ له بهره ماشی غونج منج ناست و. شمال ته یې وزر خوځيده که ریږد اخیستی و، خو پښې یې کلکې کړې وې، نه غورځیده.
د باران له دانه دانه ټک ټک سره والوت د کړکۍ په هغه کونج کې یې ځان غلی کړ چې د باران دانې نه وررسیدې.
د کوټې په مینځ کې (ایوا اوسیچکوا) د ژمي تر رارسیدو مخکې اورلګید له یوه لاسه بل، له بله بل ته اچاوه. راولټیده. د بخارۍ ور یې بیرته کړ. وچو لرګو ته یې شونډې ویړې شوې، خو د لمسۍ پرونۍ خبره یې تر ژبې لاندې تکرار کړه:
« د ۲۰۱۸ کال د پراګ لومړی اور»
تیره ورځ چې یې لمسۍ له پوهنتونه راغله. دې بخارۍ لګولې وه. هغې کړکۍ پرانیسته او دې ته یې وویل:
« په دې توده دپه هوا کې څوک ساه نه شي اخیستلی»
اوسیچکوا د کړکۍ لور ته تیره شوه. د اورسۍ پله یې راکش کړه. سړې سیلۍ ته ټوخي پسې واخیسته. کړکۍ یې ژر پورې کړه. بیرته خپلې چوکۍ ته راغله لاسونه یې سره وموښل:
« نن خو به هوا تازه وي»
له ځان سره وموسیده، ګونځې ګونځې مخ یې لکه د جولا جال شو خو ماشي ته داسې نه ښکاریده پرې کښیناست، ویې زبیښه. د بوډۍ مخ سوی وکړ. دې کلک کلک وموښه، لاس یې په وینو شو.
پراګ