د شنبې په ورځ د پکتیکا په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې د ښوونکي نړیواله ورځ په یو لړ شانداره مراسمو سره ونمانځل شوه.

د مرکز ښرنې اړوند علي بابا لېسه کې هم د ښوونکي د ورځې نمانځې ته مراسم ځانګړي شوي و چې د پکتیکا مرستیال والي ترڅنګ پکې د بېلابېلو ادارو استازو، د پوهنې ریاست مسؤلینو، ښوونکو او زده کوونکو برخه اخیستي وه.

پکتیکا مرستیال والي انجینر شېرباده شاه ارګوني په ټولنه کې د ښوونکي مقام تر ټولو مقدس یاد کړ او زیاته یې کړه چې همدا ښوونکي دي چې له برکته یې د ټولنې تیاره اړخونه رڼا کیږي.

مرستیال والي وایي، پکتیکا ولایتي اداره هڅه کوي چې د پوهنې په ځانګړي ډول د ښوونکو پر وړاندې شته ستونزې له منځه یوسي او ددوی لازم سهولتونه برابر کړي.

ښاغلي ارګوني دغه راز په ښوونکو غږ وکړ چې زده کوونکو ته خپل درسي بهیر په پوره صداقت سره پرمخ یوسي او په دې برخه کې هېڅ ډول ناغیړي ترسره نه کړي.

پکتیکا مرستیال والي همدا راز زیاتوي، هڅه کوي چې د ښوونکو د مسلکي روزنې په برخه کې له پوهنې ریاست سره یو ځای ګټور پروګرامونه پیل کړي څو ښوونکي په هر لحاظ مسلکي واوسي.

د پکتیکا ولایت رسنیز دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *