پوهنې وزارت د یو لړ ځانګړو او شاندارو مراسمو په ترڅ کې په ټول هېواد کې د ښوونکي نړیواله ورځ ونمانځله او د هغوی د مقام او منزلت درناوی یې وکړ.
ددې ورځې د نمانځنې مرکزي غونډه په کابل کې جوړه شوې وه، چې په هغه کې د ښوونکو د مادي او معنوي ژوند او په دې تړاو د پوهنې وزارت د راتلونکو پلانونو په اړه مالومات ورکړل شول.
د پوهنې سرپرست وزیر ډاکټر محمد میرویس بلخي، چې په یادو مراسمو کې خبرې کولې د ښوونکو د معیشتي ژوند د ښه والي په برخه کې د مهمو لاسته راوړنو یادونه وکړه، زیاته یې کړه:« پوهنې وزارت تر دې مهاله د هېواد په ۲۸ ولایتونو کې ۹۸ د ښوونکو ښارګوټي رامنځ ته کړي او په څه باندې ۹۰ زره ښوونکو د استوګنې نمرې وېشلې دي.»
نوموړي دغه راز وویل، چې د ښوونکو اقتصادي وضعیت ته په پام سره د اوږد مهاله قسطونو په ډول د سرپناه جوړولو طرحه هم ترتیب او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت کابینې ته لېږلې، چې هیله ده په دې نژدې راتلونکې کې تصویب شي.
ښاغلی بلخي زیاتوي، موده وړاندې د ښوونکو د پور ورکړې لایحه کې هم مثبت تعدیلات راوستل شول، چې پر بنسټ به یې اوس په کلني ډول شاوخوا ۵ زره ښوونکو ته تر ۲۵ زره افغانیو پور ورکړل شي.
د پوهنې سرپرست وزیر زیاته کړه، چې د ښوونکو د تحصیلي ظرفیتونو د لوړولو په برخه کې له لوړو زده کړو وزارت سره یو لړ اقدامات په پام کې نیولي، چې د هغه پر اساس ښوونکي کولای شي د داخل خدمت په ډول د لسانس تر کچې خپلو لوړو زده کړو ته دوام ورکړي. ښاغلي بلخي د ښوونکو د بست ابقاء او د ملکي خدمتونو په قانون کې د تغییراتو راوستل یوه لویه لاسته راوړنه وبلله، زیاته کړه: د ښوونکو د قدم امتیازات د سږ کال د لیندۍ له میاشتې د اجراء وړ دي او هم به هغو ښوونکو ته چې د هېواد په لرې پرتو سیمو کې پر تدریس بوخت دي؛ منطقوي معاشونه او نورو امتیازات ورکړل شي. د هغه په وینا، چې پوهنې وزارت هڅه کوي د مبایل له لارې ښوونکو ته د معاشونو د ورکړې سیستم څخه ټول ښوونکي برخمن او په دې برخه کې ددوی لپاره لازمې اسانتیاوې رامنځ ته شي.
په اسپانیا کې د هېواد پخواني سفیر ښاغلي مسعود خلیلي هم په دې غونډه کې د ښوونکي د لوړ مقام په تړاو خبرې وکړې او د ننۍ نړۍ ټول پرمختګونه یې د ښوونکو د زحمتونو او زیار پایله وبلله. هغه په داسې حال کې چې د ښوونکو د زحمتونو قدرداني کوله د افغانانو ټولنیز ژوند او کورنیو ستونزو ته په پام سره له هغوی وغوښتل، چې له زده کوونکو سره نهایت مهربان چلند وکړي او پرې نږدي چې بې وزلي ماشومان له زده کړو بې برخې پاتې شي. نوموړي د افغانستان ښوونکي له دې امله وستایل، چې په ډېرو ترینګلو حالاتو کې د هېواد د بچیانو روزنه کوي او د دوی له برکته ننی افغانستان له پخوانی هغه متفاوت دی.
د غونډې په یوه برخه کې د اجراییه ریاست سلاکارې آغلې ګل مکۍ ساپۍ د اجراییه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله هغه حکم چې ۶۰۰ ښوونکو او د پوهنې مخکښو کارکوونکو ته د دویمې درجې تقدیرنامې ورکړه منظور کړې ولوست، چې د پوهنې وزارت د مشرتابه له لوري یې هرکلی وشو.
د پروګرام په پای کې د پوهنې د سرپرست وزیر ښاغلي ډاکټر محمد میرویس بلخي او یو شمېر نورو لوړ پوړو چارواکو له لوري ښوونکو ته ستاینلیکونه ورکړل شول او غونډه د دعایې په ویلو پای ته ورسېده.
په عین حال کې د هېواد په ټولو ښوونځيو په ځانګړي ډول په کابل ښار کې د پوهنې وزارت د چارواکو په ګډون د ښوونکي د ورځې نمانځنه وشوه او د هغوی د زحمتونو او زیار ستاینه او قدردانی وشو.
درنښت
د اړیکو او عامه پوهاوي ریاست