تاند- ټاکل شوې وه چې په جلال اباد کې د پاکستان کونسلګري نن /یکشنبه/ پرانیستل شي خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن وویل چې خپله کونسلګري به سبا/دوشنبه/ پرانیزي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وویل، د افغانستان حکومت په جلال اباد کې د امنیت په اړه ډاډ ورکړی او ضروري اقدامات یې کړي دي، نو خپله کونسلګري پرانیزي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت همداراز وايي، سر له سبا /دوشنبې/ څخه په جلال اباد کې د پاکستان کونسلګري د ننګرهار او شاوخوا ولایتونو اوسېدونکو ته د تقاضا په صورت کې د خپل هیواد وېزه ورکوي.
په جلال اباد کې د پاکستان کونسلګري به د ورځې ۱۸۰۰ افغانانو ته د پاکستان وېزه صادروي.
پاکستان د اګست په ۳۰ مه په دې نوم چې د ننګرهار والي د کونسلګرۍ په چارو کې لاسوهنه کوي او امنیت یې خوندي نه دی، خپله کونسلګري بنده کړه.
خو د ننګرهار والي په کونسلګرۍ کې له افغانانو سره پر بد چلند او په غیرقانوني ډول له هغو څخه د پیسو پر اخیستلو اعتراض کړی و.
حیات الله حیات ویلي و«د پاکستنان د کونسلګرۍ له فعالیته راضي نه یم. د معلوماتو پر اساس کونسلګري هر افغان ته د وېزې د ورکولو په بدل کې له ۵ زره تر ۲۰ زره پاکستاني روپۍ غواړي.»
هغه کسان چې د پاکستان وېزې یې اخیستي؛ وايي چې نه یوازې په جلال اباد بلکې په کابل کې هم د پاکستان کونسلي مسوولان خلک اړ باسي چې د کمېشنکارانو له لارې وېزې واخلي. د دوی په وینا پاکستاني دیپلوماتان غیرقانوني پیسې، چې افغانان یې د مجبوریت له مخې ورکوي، له کمېشنکارانو سره ویشي.