تاند- د امریکا د قواوو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزیف ووټل وايي، ایران او روسیه هڅه کوي چې په افغانستان کې خپل نفوذ زیات کړي.
جنرال ووټل د شنبې په ورځ /اکتوبر۶/ له امریکا ږغ سره په مرکه کې وویل، روسیه، ظاهراً داسې ښيي چې ګواکي د افغانستان د جګړې د پای ته رسېدا لپاره هلې ځلې کوي، خو عملاً یې په افغانستان کې له امریکا سره د سیالۍ ستراتیژي خپله کړې ده.
دې ته ورته څرګندونې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي تېره اوونۍ د افغانستان د سیاسي او حقوقي مطالعاتو په بنسټ کې ویلي چې د امریکا او روسيې اختلافات له اوکراین څخه د افغانستان په لوري د حرکت په حال کې دي.
ده همداراز ویلي و چې که دا اختلافات رسمي شي د افغانستان لپاره به ناوړه پایلې ولري.
روسیه وروسته له دې طالبانو ته نژدې شوه چې امریکا د مسکو له لوري د روسیې له خاورې سره د اوکراین د کریمیا ټوپوزمې له یو ځای کولو سره مخالفت وکړ او د روسیې له لوري یې د اوکراین د ختیځ د بېلتون غوښتونکو ملاتړ وغانده.
جنرال ووټل وايي«فکر کوم چې دوی (روسان) داسې ستراتیژي تعقیبوي چې له موږ سره سیالي وکړي او په هر ځای کې، که هغه افغانستان وي یا سوریه یا کوم بل ځای د خپل نفوذ د پراخولو هڅه کوي. دوی د غلطو معلوماتو په وړاندې کولو؛ لکه دا چې ګواکي موږ د داعش ملاتړ کوو، هڅه کوي داسې څه تلقین کړي چې غوښتونکي یې دي.»
افغان چارواکي وايي چې له طالبانو څخه یې په ځلونو نوې روسي وسلې نیولي دي.
په همدې حال کې د ولسي جرګې ځینې غړي او یو شمېر افغان کتونکي وايي چې روسیې د طالبانو د ملاتړ ترڅنګ د افغانستان په شمال کې یو لړ نور خوځښتونه هم پیل کړي دي.
د ولسي جرګې غړي نذیر احمدزي ازادي راډیو ته ویلي چې روسیې یو شمېر پخوانیو قوماندانانو ته وسلې ورکړي دي.
په بدخشان او ځینو نورو شمالي ولایتونو کې خلک وايي چې روسان حاضر دي چې هر چا ته وسله ورکوي.