تاند- د افغانستان د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت پرون /یکشنبه/ اعلان وکړ چې حکومت له بهرنیو هیوادونو څخه د زعفرانو واردات منع کړي دي.
دا وزارت وايي چې ولسمشر محمد اشرف غني ته یې وړاندیز کړی و چې د زعفرانو او د هغو د پیازو په وارداتو دې بندیز ولګوي او ولسمشر هم له دې وړاندیز سره موافقه وکړه.
راپورونه وايي چې افغانستان ته له ایران څخه د ټیټ کیفیت زعفران راوړل کېږي چې په نړۍ کې یې د افغانستان د زعفرانو ښه شهرت زیانمن کړی دی. خلک وايي چې ایران قصداً خراب زعفران افغانستان ته رالېږي چې په نړیوالو بازارونو کې د افغانستان د زعفرانو شهرت ته تاوان واړوي.
د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګونې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي«د دې لپاره چې په وروستیو کلونو کې له بهره افغانستان ته د زعفرانو او د هغو د پیازو واردات او قاچاق د ځینو ستونزو سبب شوی، له کبله یې د زعفرانو د کښت او صادراتو د ودې په لاره کې لوی خنډ پېښ شوی؛ د زعفرانو او د هغو د پیازو واردات او په قاچاق راوړل د افغانستان د زعفرانو د کښت د پراختیا پر پروژې منفي اغېز پرېباسي او د دې بوټي د تولید او ورسره د کروندګرو د لېوالتیا د کمېدو سبب کېږي.»
د کرنې وزارت همداراز ویلي«د هیواد ولسمشر د افغانستان د زعفرانو د تولید د پراختیا، د ارزښت د زیاتېدا، په خپل حال د لوړ کیفیت د پاتې کېدا او د نړیوال ځای د ساتنې لپاره د زعفرانو او د هغو د پیازو واردات منع کړي دي.»
د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګونې وزارت وايي چې د افغانستان زعفران د کیفیت له نظره په نړۍ کې لومړی مقام لري، خو د بهرنیو بې کیفیته زعفرانو واردات د دې سبب شوي چې د افغانستان د زعفرانو نړیوال اهمیت له خطر سره مخامخ شي.
د افغانستان د کرنې وزارت له معلوماتو سره سم، په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان د زعفرانو حاصل له درې نیم ټنو څخه ۱۰ ټنه او ۶۰۰ کیلو ته لوړ شوی دی او د کښت ساحه یې له یوزرو پنځوس هکتاره ۵ زره ۲۰۵ هکتارو ته پراخه شوې ده.
great step.