د یکشنبې په ورځ، د اکټوبر پر اوومه نېټه، بیا هم د پخوا په څېر، د ویرژلو خبرونو باران وو. په خبري رپوټونو کي راغلي وه چي طالبانو د سیدآباد د اولسوالۍ د پولیسو قوماندان او څو تنه پولیس وژلي دي. په غزني کي یې څلور پلونه وران کړي دي. په کابل کي د دوو چاودنو په اثر یوولس تنه وژل سوي او یو شمېر نور ټپیان سوي دي. د کندهار د معروف په اولسوالي کي د واده پر ورا باندي په هوايي حمله کي څلور تنه وژل سوي او د ناوي په شمول، یو شمېر نور ټپیان سوي دي. د طالبانو خبري آژانس وايي چي د الخندق د عملیاتو په ترڅ کي یې، د سیدآباد پر اولسوالۍ باندي په حمله کي د پولیسو قوماندان، جنايي آمر، د اربکیانو دوه قوماندانان او په لس هاوو پولیس وژلي او ټول دولتي تاسیسات او پوستې یې فتح کړي دي. په فاریاب کي د پښتون کوټ په اولسوالي کي یې یوه پوسته فتح کړې او دوولس تنه عسکر یې وژلي دي. په پکتیا کي یې درې رینجر موټرونه تخریب کړي او پنځلس عسکر یې وژلي دي. خبري آژانسونه دغه راز وايي چي د غزني، وردګ، لوګر او پکتیا په ولایتونو کي برېښنا قطع سوې ده( ګواکي پخوا یې بشپړه برېښنا درلوده!) البته د برېښنا وزیر ژمنه کړې ده چي د امنیت له ټینګېدلو سره به د برېښنا مزي بیرته ترمیم سي او دې سیمو ته به بیرته برېښنا اعاده سي. دا هغه خبرونه او رپوټونه دي چي خبري آژانسونه او ورځپاڼي د رپوټ خپرولو په ارزښت ورته قایل سوي دي. نور نو، له فاریاب څخه نیولې تر نیمروز پوري، د هیواد په هره سیمه کي، هره ورځ او هره شېبه ، ناوړي او نا دودي رواني دي.

دا د یوې ورځي ویرژلي خبرونه وه. البته په افغانستان کي هره ورځ او هر شېبه تر دې هم ناکراره او یا نسبتاً کراره تېرېږي. که د کابل په دوو چاودنو کي، خدای مه کړه، سل تنه او یا زیات کسان وژل سوي وای؛ اوس به اولسمشر اشرف غني اعلامیې صادري کړي، بیرغونه به نیم ځوړند او طالبانو ته به یې یو ځل بیا اخطار ورکړی وای چي نور نو د حکومت زغم او حوصله پای ته رسېدلې او په تعرضي عملیاتو پیل کوو او ګناه به یې د هغو کسانو په غاړه وي چي سوله نه غواړي. پخواني اولسمشر حامد کرزي به یو ځل بیا پر ستوني زور کړی او ویلي به یې وای چي نور طالبان د ده وروڼه نه دي بلکه د هیواد د دښمنانو په سترګه ورته ګوري. په داسي حال کي چي یوولس تنه او سل تنه یوازي د کمیت خبره ده. د سیدآباد د اولسوالۍ ځوانیمرګ قوماندان، د کابل د ښار یو مظلوم دوکاندار او د معروف د اولسوالۍ د واده ګډون کونکي هر یو جلا جلا، په امنیت او سوله کي، د ژوند کولو حق لري او حکومت د هر یوه د سر د ساتني مسئولیت په غاړه لري. یو تن او سل تنه دواړه یوه خبره ده.

تردې ویرژلي مقدمې چي را تېرسو، د افغانستان د سولي مذاکراتو ته به د تاریخچې له اړخه نه، چي د یوه کتاب کار دی، بلکه د پرنسیپ له اړخه یو نظر واچوو. د ۱۹۸۰ د لسیزي د وروستیو کلونو څخه، په دې زیات وکم دېرشو کالو کي، چي په افغانستان کي د سولي د ټینګېدلو په باره کي هر ډول خبري سوي دي نو د افغانستان د اولسونو اراده په هیڅ توګه پکښي څرګنده سوې نه ده. د ۱۹۸۰ د لسیزي په وروستیو کلونو کي، د ژینیو د سولي په خبرو کي، د افغانستان حکومت ته ځکه چا برخه نه ورکوله چي هغه یې د شوروي اتحاد ګوډاګی باله او په استازیتوب یې پخپله شوروي اتحاد برخه اخیستله. د مجاهدینو مشرانو ته، چي د داوود خان او ان د ظاهرشاه له زمانې څخه د ذوالفقارعلي بوټو او آی ایس آی رېزه خواره وه، چا د سړیو په سترګه نه کتل؛ او په استازیتوب یې د پاکستان مقاماتو په جګه غاړه برخه اخیستله. د دې مذاکراتو نتیجه هغسي سوه چي ټولو ولیده. د مجاهدینو مشرانو او قوماندانانو، چي اوس هم د هیواد د ټولو ادارو د چارو واګي په لاس کي لري او د هیواد اساسي قانون، سوله او امنیت یې یرغمل کړي دي، کابل، د لېونیولېوانو د ډلو په څېر، اشغال کړ او افغانستان، په تېره کابل یې داسي تباه کړ چي د هیڅ بېګانه فاتح په وخت کي نه وو تباه سوی. په ټول افغانستان، په تېره بیا کابل، کندهار او ننګرهار کي یې داسي قتلونه، جنایتونه، بې عزتۍ او بې ناموسۍ وکړې چي د هیواد په تاریخ کي یې سابقه نه درلوده. د دې داړه مارانو او بدماشانو یو قوماندان عطانور، چي ویل کېږي د میلیارډونو ډالرونو څښتن دی او د یوه سلطان په څېر ژوند لري، په خپل زور دونه غره دی چي څو ورځي مخکي یې په ټلوېزیوني مرکه کي وویل چي که خارجیان اجازه ورکړي څو ورځو کي ارګ نیولای سي.

اوس دا دی یو ځل بیا د سولي خبرو یو څه زور هغه وخت واخیست چي افغاني الاصله امریکايی ډیپلوماټ ډاکټرزلمي خلیل زاد ته د سولي د خبرو د پر مخ بېولو چاري وسپارلي سوې. ډاکټرزلمی خلیل زاد، هم د خپل علمي صلاحیت او هم د مجاهدینو له مشرانو سره د تقریبا پنځه دېرش کلن تماس او آشنايی له امله، تر ټولو کسانو او تر بل هر چا پر ځای او معقول انتخاب دی. ما پخپله په هر خصوصي مجلس کي د دې پر ځای انتخاب تائید او ملاتړ کړی دی. خو زما هیله دا وه چي هغه به له طالبانو سره مستقیم تماسونه پیل کړي او هغوی به یا له امریکایانو او یا له حکومتي مقاماتو سره خبرو ته کښېنوي. ښاغلي خلیل زاد، زما او ښايي د ډېرو نورو افغانانو د انتظار په خلاف، بیا هم له خارجیانو سره خبري پیل کړې او په زړه پوري خبره دا ده چي په یوه ځل یې په سیمه کي د پاکستان، منځنۍ اسیا، چین، روسیې، سعودي عربستان او نورو سره د خبرو کولو پلان طرح کړ.

که له ډیپلوماسۍ او ژورو سیاسي او علمي تحلیلونو څخه را تېر سو؛ نو د دې خبري معنا به دا وي چي دا ټول هیوادونه د افغانستان په سوله او جنګ، او په تېره بیا د جنګ په دوام کي، خپلي ګټي لري. په دې حساب نو باید دې ټولو قدرتونو او هیوادونو ته، چي هر یو باید خپلي جلا جلا دلچسپۍ ولري، قناعت او امتیازات ورکړه سي څو په افغانستان کي له مداخلو څخه لاس واخلي او د سولي په ټینګولو کي همکاري وکړي. که دا ټول هیوادونه، په ریشتیا هم، د افغانستان په روانو جنګونو او بې امنیتیو کي لتاړ وي نو ښايي ګټي یې هم له یوه بل سره په ټکر کي  وي. په دې حساب نو دا لاره ډېره اوږده ده او زه بېرېږم چي زموږ حاجي به د مکې پر ځای د ترکستان خواته روان وي.

که د زلمي خلیل زاد له تلاښونو څخه، چي ښايی نتیجه ورکړي او یا یې ورنه کړي، را تېر سو نو د افغانستان د سولي خبري او تلاښونه له لومړي سره ډېر خراب پیل سوي ول. د سولي تلاښونه، د دې پرځای چي پر یوه لاس وای او له یوه مرکز څخه اداره سوي وای، له لویه سره، له څومرکزونو څخه پیل سول. زموږ نیکونو او پلرونو خو دا متل هسي بېځایه نه دی کړی چي وايی په ډېرو قصابانو کي غوا مردارېږي. که د سولي له عالي شورا څخه را تېر سو، چي پخواني او اوسني اولسمشر خپلو رقیبانو او احتمالي دښمنانو او مخالفینو ته د رشوت او امتیازاتو ورکولو لپاره جوړه کړې او پراخه کړې ده، او هر وخت یې مشري د سولي څرګندو دښمنانو، ربانیانو، ګیلاني او خلیلي ته ورکړې ده، نو د سولي جریان، چي د افغانستان بېګناه او مظلوم اولسونه، د ژوندي پاته کېدلو لپاره د اکسیجن او وینو په څېر اړتیا ورته لري، نا اهلو کسانو او مرکزونو ته سپارل سوی دی.

یو ځل مو ولیدل چي د کوټي په ښار کي یوه دوکاندار خپل ځان اولسمشر حامد کرزي ته د ملامنصور په حیث معرفي کړ او د سولي د خبرو او یا په طالبانو کي د بې اتفاقۍ د ایجادولو په نامه یې څو ځله کابل ته په الوتکو کي پټ سفرونه وکړل او په پلنډو ډالرونه یې واخیستل. دوکاندار په خپله مخه ولاړ او آی ایس آی سازمان یې زموږ په حکومت او امنیت پوري په خلاصه خوله وخنداوه. که حکومت موجود وای او یا د حکومت په مقاماتوکي حیا او شرافت موجود وای نو باید چي د دفاع له وزیر څخه نیولې تر ټولو مسئولو امنیتي مقاماتو پوري یې له خپلو کارونو څخه استعفاوي کړې وای او خپل اولسمشر یې له دایمي شرمولو څخه ژغورلی وای.

څه باندي درې کاله مخکي، زه په کابل کي د لوی اختر له لمانځه څخه وروسته اولسمشر اشرف غني ته نیژدې ولاړ وم چي هغه په خپله وینا کي د طالبانو مشر ملامحمدعمر ته، په ډېر عُجز او زاریو، د سولي او له حکومت سره د مخامخ خبرو پېشنهاد وکړ. درې ورځي وروسته څرګنده سوه چي ملامحمدعمر څه باندي درې کاله مخکي وفات سوی او طبیعي خبره ده چي د اولسمشر د سولي د خبرو پېشنهاد به یې نه وي اورېدلی. دا چي آی ایس آی به بیا هم څومره را پوري خندلي وي هغه په هر صورت؛ خو څو ورځي وروسته ډاکټر عبدالله، د وزیراو په شورا کي، دا خبره په ټوکو یاده کړه او د هغه طرفدارو وزیرانو په یوه سلا وخندل. ما له ډاکټر عبدالله څخه پوښتنه وکړه چي حکومت خپلو امنیتي ادارو ته په سل هاوو میلیونه ډالره د څه لپاره ورکوي چي هغوی بالاخره له خپل دښمن څخه دومره بې خبره دي چي د هغوی د رهبر له وفات څخه، کلونه وروسته، اطلاع نه لري. که امنیتي ادارې په دغه اندازه یې خبري وي او د حکومت نیمايي وزیران او د هغوی مشر په خپل اولسمشر ملنډي وهي نو د سولي دي هم خدای مل سي.

دغه ګړی، تر هغه ځایه چي زه معلومات لرم، د سولي د حیاتي مسلې کارونه، د سولي د عالي شورا رئیس خلیلي، چي د جنګ څرګند طرفدار دی، د سولي د عالي شورا د دارالانشاء ریاست، د امنیت ریاست، داخله وزارت، د دفاع وزارت، د اولسمشر د ملي امنیت سلاکار او د هغه لویه او پراخه اداره، د اولسمشر کاکا، پخپله اولسمشر او د سولي په چارو کي د هغه ګڼ مشاورین او ارشد مشاورین ټول پر مخ بیايي؛ زیاتره له یوه بله بې خبره وي؛ او هر یو یې پر خپل سر ډنګوي. په دومره قصابانو کي باید غوا مرداره نه سي؟؟!

که امریکا، ناټو او د افغانستان حکومت ته د ملاهبت الله او د طالبانو د لویومشرانو وژل او د هغوی د جنګي او سیاسي مرکزونو له منځه وړل میسر وي او په لوی لاس دا کار نه کوي نو دا خو د افغانستان له مظلومو اولسونو سره څرګند خیانت دی. او که چېري هغوی له منځه وړلای نه سي او هغوی ریشتیا هم دونه قوت وي چي هره ورځ او هر آن حکومتي مرکزونه او لوی ښارونه تهدیدولای سي او بیا هم د سولي خبرو ته نه ورسره کښېني نو دا هم له اولسونو سره د خیانت تر پولي پوري ظلم دی. غر که جګ دی پر سر یې لار سته. که دښمن کمزوری دی نو باید چي لاسونه یې لنډ کړل سي او که دښمن غښتلی دی او د له منځه وړلو توان یې په چا کي نسته نو باید چي د سولي کولو او جنګ د پای ته رسولو لپاره شرافتمندانه امتیازات ورکړل سي. حکومت کولای سي چي د امریکا د ډالرو په زور او د کانکریټي او اوسپنیزو قلاوو شاته په کلونو کلونو خپل حاکمیت ته دوام ورکړي خو د دې واک او حاکمیت دوام د میلیونو انسانانو د وینو، تباهیو او بدمرغیو په بیه تمامېږي. زه یقین لرم چي د افغانستان حکومت، د بین المللي ادارو په مرسته، سوله ټینګولای او دا د کلونو رنځ ختمولای سي. خو د سولي دښمنانو او نا اهلو کسانو ته د دې حیاتي مسئلې سپارل د وطن پالونکو مشرانو کار نه دی.

په دې وروستیو شپو ورځو کي داسي رپوټونه خپاره سوي دي چي د بلک واټر په نوم امنیتی موسسې مالک، چي په عراق، کي یې په زرګونو بشري جنایتونه کړي، نړۍ  او د ملګرو ملتونو موسسه په خبره ده، د افغانستان د جنګ د اجاره کولو پېشنهاد کړی دی. د دې ادارې مشر اریک پرینس د امریکا د جمهوررئیس ډانلډ ټرمپ ملګری دی؛ خور یې د امریکا په اوسني حکومت کي د پوهني وزیره ده او له ډېرو زیاتو سناتورانو سره له نیژدې پېژني. باوري خبري سرچینو ویلي دي چي اریک پرینس په افغانستان کي د خپل ځان په څېر جنایتکارو قوماندانانو سره ، چي یوازي د خپلو مادي ګټو خیال ساتي او په دنیا کي هیڅ ډول پرنسیپ او اصولو ته عقیده نه لري لیدني کتني کړي دي. که دا کار په ریشتیا وسي او د افغانستان جنګ اجیرو عسکرو ته، چي اکثریت یې مسلکي او حرفه اي جنایتکاران دي، وسپارل سي نو دا به د دې مظلوم او بې دفاع هیواد په راتلونکو پېښو کي د تراژیدیو یوه بله لړۍ وي.

2 thoughts on “ له پردیو سره د پردو تر شا د سولي خبري | عبدالباري جهاني”
  1. دروند اومنلی جهانی ته سلامونه !
    تاسوته به جوته وی چې دکرزی دلنډمهالې دورې په سر کې هغه مهال چې تاج محمد وردک دکورنیو چارووزیروو ، جک ادیما بلک واټرته نږدې کس دیونس قانونی په انډیوالۍ سره دکابل دپاسپورت په کوڅه کې شخصی زندان درلود ، دږیرې اودستارخاوند پښتون به یې دطالب په نوم راووست ،له پښو نه به یې وځړاوو اوبیا به یې سبیان پرې ورخوشې کړل – زموږ دخلکو هغه پخوانی جنایتونه لا هیرنه دی ، را به شو دې ته چې زموږډیری جهادی چارواکی دڅوډالروپه مقابل کې خپله ماندینه هم
    په پردیو پلوری ، په دې ورځو کې هم اریک پرینس دجهادیانو ،ددولت ځینو اراکینواو دپخوانی پارلمان دڅو خرڅ شویو ګوډاګیانو ته ډالر ویشلی تر څو دبدخشان طلا دشمال اوعینکو مس او دافغانستان دجګړې خصوصی کولو ته لاس رسی ومومی – اوپه دې توګه زموږ خلک پر افغانی شاتوووژنی – په کاچوغه شات راکوی او په لاستی یې زموږ سترګې باسې ، تر څوړانده شواودوی هر څه را نه ویسی – دملت را ویښول ستاسو مشرانو دنده ده او دبچیانو له پیغور نه ځان خلاص کړی .

  2. سلام
    احسا سا تی ټولنه او خلک څلویښت کاله د ظاهر خان په وخت کی تیروتل څلویشت کاله د کړکیچ په وخت چی دکرزی د بن کرغېړنه معاهده او بیا دکرزی د فیل مرغا نو مرکه هم به کی را ووته امر الله خان پکی تیورسن شو عطا محمد معلم بدماش ما فیا لعلی دپارلمان شغال ماهرنور لنډه غر ظا هر او با طن یی هم په انارو
    دادی سفیر ، دپلومات،و سیاست بوه ، ماهر د القا بو او نو مونودک استازی زلمی خلیل زاد په کی راپیداشو. احساساتی تبلیغاتو دسولی هیاهویوی داسی لوبی ته نږدی کړ چی خبل ماهیت، کیفیت،اوکمیت له لاسه ورکوی څوک ورته وتلی دبلو مات وایی او څوک ننوتلی زموږ ټولنه کی دغه ډول ناروغی ورکه نه شوه زه زلمی خلیل زاد سره کومه بخیلی نه لرم او نه په دی هکله می سوچ کړی خو
    هر دسبلین اخلاق تګلاری کړه او وړه له کوره بیل کیږی نه له بهر نه له خلیل زاد نه چی یو امریکا یی دی او دسفارت په وخت کی یی هم له افغا نا نو سره مرسته کولا ی شوای چی وی نکړه اوس له سعودی،پاکستان او قطر نه به خپله افغا نانو ته څه وکړی.دا ځل بیا د بن معاهده تکرار نشی
    خلیل زاد دافغانستان له فرهنګ ،ژبو او کلتور ډیر لیر ې با تې دیهغه کا بل ته رسېدو سره دخپل شهرت ، متخاصمودلو ترمنځ جوړ جاړی، په سیمی او نړی کې د بیږندګلوی ستاینه کوی حال داچی یو عالم او پوه هیڅکله د ځان ستا ینه نه کوی چی متالونه یی دیر زیات دی افغا نان باید دسولی محتوا ،ارکان،میکانیزم ته جدی پاملرنه وکړی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *