تاند- د امریکا د پوځ یو جګپوړی قوماندان وايي چې امریکا له پاکستانه دوه غوښتنې لري؛ له خپلې خاورې څخه دې د افغان طالبانو مشران نه پرېږدي چې په افغانستان کې له خپلو وسله والو سره تماس ونیسي او بل دې طالبان د سولې خبرو ته تشویق کړي.
د پاکستان ډان ورځپاڼه وايي، د امریکا د قواوو د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزیف ووټل، دا دوې غوښتنې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د وروستیو څرګندونو په ځواب کې وکړې چې په واشنګټن کې یې کړې وې.
جنرال ووټل، چې د امریکا د قواوو عمومي یا مرکزي قوماندان دی، په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو د جګړې مستقیم مسوولیت هم په غاړه لري. د ده په مسوولیتونو کې د پاکستان له خاورې افغانستان ته د سختدریځو وسله والو د اوښتو مخنیوی هم شامل دی.
جنرال ووټل وویل، پاکستان ته همداراز پکار دي چې په طالبانو کې له خپل نفوذه کار واخلي او د هغوی مشران د خبرو مېز ته راولي.
د دې استدلال په ځواب کې چې پاکستان ممکن پر طالبانو دومره اغېز ونه لري چې هغوی خبرو ته حاضر کړای شي، جنرال ووټل وویل«دوی دا کار کولی شي، دوی پرې فشار راوړی شي چې خبرو ته کښېني.»
د اکتوبر په درېمه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د امریکا د ۱۰ ورځني سفر په پای کې په واشنګټن کې د امریکا د متحدو ایالتونو د سولې انستیتیوت په سیمینار کې دا خبره تایید نه کړه چې پاکستان لا هم افغان طالبانو ته اجازه ورکوي چې په افغانستان کې د حملو لپاره د پاکستان له خاورې څخه کار واخلي.
قریشي د امریکا د پوځ او کانګریس غړیو ته وویل چې پاکستان ته ورشي او له نژدې وضعیت وویني.
«موږ به تاسي هر ځای چې تاسي غواړئ هلته بوځو چې درته معلومه شي چې نور زموږ په خاوره کې پټنځایونه نشته او له تېرو دوو کلونو راهیسې پټنځایونه نشته. په دې برخه کې د پاکستان دریځ بدل شوی؛ پاکستان نور په افغانستان کې د سیاسي جوړجاړي ملاتړ کوي.»
خو ووټل د قریشي د دې څرګندونو په ځواب کې وویل«په دې کې شک نشته او موږ یې تاییدوو چې پاکستان د خپلې خاورې په ځینو ځانګړو ځایونو په تېره بیا د افغانستان په پوله کې د تروریستانو د له منځه وړلو لپاره عملیات کړي دي.»
امریکايي چارواکو تر دې پخوا هم په ځلونو ویلي چې پاکستان یوازې هغه طالبان یا ترهګر ځپلي او ځپي چې په پاکستان کې حملې کوي.
ووټل وویل«ولې طالبان لا هم په افغانستان کې حملې کولی شي، موږ لا هم وینو چې طالبان د پاکستان په خاوره کې شته او پاکستان ته لازمه ده چې دا طالبان (افغان) هم وځپي.»
جنرال ووټل په یوه جلا مرکه کې وویل چې ایران او روسیه هڅه کوي چې په افغانستان کې خپل نفوذ زیات کړي. (د دې موضوع تفصیل)