کونړ کې د سولې لپاره د افغان ښځو ملي اجماع تر سرلیک لاندې جوړه شوې غونډه کې ښځو د جنګ له ښکېلو غاړو وغوښتل چې نور دې په دې وطن کې مېندې نه بوروي .
په دې مراسیمو کې چې د کونړ د والي عبدالستار میرزکوال ترڅنګ د ولسمشر سلاکاره او د سولې عالي شورا غړې ملالۍ شینوارې ،د لومړۍ مېرمنې د دفتر رئیسې پلوشې احمدزۍ ،اغلې عائیشه نورزۍ ، د سولې شورا د دفتر رئیسې آسیا او د کونړ سلګونه ښځینه وو برخه اخیستې وه ،چې په هېواد کې د پایداره سولې ټینګښت په برخه کې خپل نظریات وړاندې کړل .
د کونړ والي عبدالستار میرزکوال د خبرو په ترڅ کې وویل چې د جګړو له امله د هرچا زیات ښځې دردېدلي او دوی باید په خپلو سیمو کې د سولې پېغام رسوونکي و اوسي،خپل اولادونه او د کورنۍ غړي سولې ته وهڅوي .
کونړ والي وویل چې سولې الهي امر ، د ژوند ضرورت دی او د افغان کړیدلي ولس ستر ارمان دی ،چې په یاده برخه کې د هېواد جلالتمآب ولسمشر محمد اشرف غني بې ساري قدمونه اخیستې او په سیمه ییزه او نړیواله کچه یې اجماع رامنځته کړې ده .
کونړ والي د راغلي پلاوي څخه دمننې ترڅنګ ښځینه وو ته ډاډ ورکړ چې په دولتي ادارو کې به ورته پوره ونډه ورکړي ،مناسب چاپېریال او اسانتیاوې به ورته رامنځته کړي .
د ناستې په ترڅ د څوتنو نجونو له لوري د هېواد شته ناخوالې د تمثیلي پارچې په وړاندې کولو سره انځور شوې او هېواد وال یې سولې ،علم او ملي یووالي ته وهڅول .