پکتیکا

د پکتیکا مرکز اړوند خواجه خېلو په سیمه کې د حنیفوال نجونو ښوونځي لپاره د شاوخوا اته مېلیونه افغانیو په ارزښت وداني جوړه او رسمآ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

په همدې اړه جوړو شویو مراسمو کې پکتیکا والي محمدالیاس وحدت، دپوهنې ریاست مسؤلینو، د سیمې قومي مخورو، ځوانانو، ښوونکو او زده کوونکو برخه اخیستي وه.

پکتیکا والي محمدالیاس وحدت د خواجه خېلو سیمې اوسېدونکو ته د ښوونځي د ودانۍ د جوړېدو مبارکي وویله او دا یې د پوهنې په برخه کې یوه ښه لاسته راوړنه یاده کړه.

ښاغلي وحدت وویل، چې د یادې ودانۍ په جوړېدو سره د دغه ښوونځي زده کوونکي له منظمې سرپناه څخه برخمن شول او خپلو زده کړو ته به په ښه شکل دوام ورکړي.

پکتیکا والي له سیمه والو وغوښتل چې په خپلو اولادونو زده کړې ترسره کړي او ددوی د ښې راتلونکي په موخه یې د پوهنې له بهیر سره یو ځای کړي.

ښاغلي وحدت زیاته کړه، د ټولنې د پرمختګ یوازینی لامل پوهنه ده او دغه راز یې په خلکو غږ وکړ چې د خپلو نارینه اولادونو ترڅنګ په نجونو هم زده کړې ترسره کړي.

په همدې حال کې د پکتیکا ولایت د پوهنې رئیس انجینر محراب الدین شفق وایي چې د خواجه خېلو حنیفوال ښوونځي وداني د سوېډن کمېټې له مالي لګښت د یوه کال په موده کې په اساسي ډول جوړه شوې ده.

ښاغلي شفق دغه راز زیاته کړه، هڅه کوي چې په پکتیکا ولایت کې بې سرپناه ښوونځیو ته ودانۍ جوړې کړي څو د ښوونیز بهیر پر وړاندې شته ستونزې هوارې شي.

د پکتیکا ولایت خواجه خېلو سیمې د حنیفوال ابتدایه ښوونځي ته په داسې حال کې وداني جوړیږي چې څه موده وړاندې په مرکز ښرنه کې د نجونو لپاره د یوې منظمې لیلیې د جوړېدو چارې پیل شوې.

ټاکل شوې، په نږدې راتلونکي کې په مرکز ښرنه کې د نجونو لپاره د یوه مجهز ښوونځي د بنسټ ډبره کېښودل شي چې له مخې به یې ډېری له لوسته پاتې نجونې په زده کړو سمبالې شي.


د پکتیکا ولایت رسنیز دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *