تاند- په ننګرهار کې د سیمه ییزو پولیسو پخوانی قوماندان بلال پاچا په ۶ کاله بند محکوم شو.
پاچا، چې پخوا په اچین ولسوالي کې د سیمه ییزو پولیسو قوماندان و، په قتلونو، غلاوو او د شخصي بند په لرلو تورن و.
د ننګرهار د والي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې بلال پاچا ته دا سزا د سیمه ییزو پولیسو د قوماندان په توګه له خپل واک څخه د ناوړه استفادې په خاطر ورکړل شوې ده.
بلال پاچا ته په جلال اباد کې په علني محاکمه کې سزا اعلان شوه.
د ده دوو نورو وروڼو ته په دې خاطر برایت ورکړل شو، چې پر ضد یې شواهد نه ول.
بلال پاچا د استیناف غوښتنه کولی شي.