تاند- په غزني کې امنیتي چارواکو نن /دوشنبه/ وویل چې ۱۶ وسله وال طالبان د خپل ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.
په غزني کې د ملي اردو لوا په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا پېښه د غزني د قره باغ ولسوالي په موشکي (موشه کی) سیمه کې هغه مهال وشوه چې طالبانو ماین جوړاوه.
په خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې په دې پېښه کې د طالبانو ۱۶ نور ماینونه هم چاودلي چې له کبله یې د دې ډلې د غړیو تلفات یې ۱۶ تنو ته رسېدلي دي.
تر دې څو ورځې مخکې د غزني د قره باغ ولسوالي په عبدالله ګل سیمه کې د عبدالله ګل پُل ته د بم اېښودو په مهال ۴ طالبان په خپل بم ووژل شول او پُل هم ویجاړ شو.
طالبانو د عبدالله ګل پُل له ویجاړولو سره تقریباً په یو وخت د غزني په آب بند ولسوالي کې ۳ پُلچونه ویجاړ کړل او د کابل – کندهار پر لویه لار سفر کوونکي مسافر یې له کړاوونو سره مخامخ کړل.
طالبانو په وروستیو کې د پُلونو او سړکونو تخریب زیات کړی دی. دې ډلې د غزنی – زرمت د پوځ سړک یوه برخه په بلدوزر ویجاړه کړه.
په همدې حال کې ملګروملتو له وسله والو طالبانو نن وغوښتل چې په جګړه کې له ماینونو او چاودېدونکو مواد کار اخیستل ودروي.
دې ډلې نن ویلي چې د ولسي جرګې پر انتخاباتو به حملو ته دوام ورکړي.