د مالیې وزارت سرپرست د سعودي عربستان د کیمیاوي موادو او پترولیم شرکت(SABIC) له رئیس سره وکتل

د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي محمد همایون قیومي، سعودي عربستان ته په خپل رسمي سفر کې د تلې میاشتې په ۱۶ مه نېټه د یاد هیواد په نړیوال هوایې ډکر کې د سعودي عربستان د لوړ پوړو چارواکو او په دې هیواد کې د افغانستان سفیر له لوري یې تود هر کلی وشو او د افغانستان او سعودي عربستان هیوادونو تر منځ د اقتصادي او سوداګرۍ همکاریو د ګډ کمېسیون د لومړنۍ ناستې په څنډه کې یې د سایک (SABIC) شرکت له رئیس سره وکتل.

په دې کتنه کې دواړو د ترانسپورټ، انرژۍ، ساختماني چارو، د ترمو پلاستیک پیپونو د تولید، فولادو او په ځینو نورو برخو کې په افغانستان کې د پانګونې په فرصتونو بحث او د نظرونو تبادله وکړه.

د سایک شرکت رئیس د مالیې وزارت له سرپرست څخه د لویو پروژو په برخه کې د افغانستان وړاندیز شوې بستې له وړاندې کولو څخه مننه وکړه.

د یادونې وړ ده چې سایک د کیمیاوي موادو او پترولیم د تولید په برخه کې یو نړیوال شرکت دی چې د فلزاتو او کانونو په برخو کې تخصص لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *