تاند- د ۲۰۱۸ کال د کیمیا د نوبل جایزه یوې امریکايي ښځې فرانسیس. ایچ. ارنولډ او دوو ناینه وو جورج. پي. سمیت (امریکايي) او ګریګوري پي وینټر (بریتاینايي) په ګډه وګټله.

د نوبل د ویبپاڼې د راپور له مخې، د نوبل د سږکال د کیمیا جایزه دوو امریکايي او یوه بریتانیايي کیمیاپوهانو وګتلې.

په سویډن کې د نوبل جایزې کمېټې تېره اوونۍ وویل، دا درې تنه یې د دې لپاره د سږ کال د کیمیا د نوبل جایزې مستحق بللي چې د یوه داسې پروتین پر جوړولو کار کوي او په دې برخه کې یې پرمختګ کړی چې د انسان دفاعي قدرت لوړوي.

د جایزې نیمايي پیسې یعني نیم ملیون ډالره مېرمن فرانسیس ارنلډ او نیمې نورې جورج سمیت او جورج وینټر ته په ګډه ورکړای شوې.

ارنلډ د بیالوژیکي درملو د جوړولو لپاره څېړنې کړي او دوه نور پر داسې بکتریاوو کار کوي چې د بدن دفاعي قدرت د ناروغیو په وړاندې لوړوي او همداراز د انسان بدن ته د سرطاني ناروغیو په وړاندې مقاومت ورکوي.

فرانسیس ایچ ارنولد د امریکا د کلتک پوهنتون د بیالوژۍ او بیوکیمیا استاده ده. دا په ۱۹۵۶ م کال زېږېدلې او د انزایمونو د انقلاب په خاطر یې د نوبل جایزه ګټلې ده.

جورج پي سمیت په ۱۹۳۹ م کال زېږېدلی او پي وینټر د بریتانیا په کیمبریج پوهنتون کې د بیوکیمیا استاد دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *