د خولې د بد بوی سرچینه که هر څه وي په هر ډول شرایطو کې کړوونکی وي خو د بوی سرچینه څه شی کیدای شي دلته به یې څلورو مهمو علتونو ته اشاره وکړو او هرعلت به په تفصیل وسپړو چې په هر ډله کې تاسو ځان احساس کړ د هغه علاج وکړئ:
۱ : د خولې بد بوی چې احتمالاً د ورځې په اوږدو کې د خوړل شویو شیانو له امله پیدا کیږي لکه هوږه، پياز، الکول، سیګریټ او داسې نور….
۲: د خولې بد بوی چې د خولې او غاښونو د نه مینځلو او یا د غاښونو د خربیدا له امله پیدا کیږي…
۳: د خولې بد بوی چې د تانسلونو، سینوسونو، او په مجموع کې د هغو لارو او مجراګانو د التهاب او میکروبي کیدا له امله پيدا کیږي چې په خولې او غاښونو پورې اړوند وي …
۴: د خولې بد بوی چې د سیستمیکو ناروغیو لکه دسږو د اپسې، شکرې یا دیابیټ، د معدې او کولمو د ناروغیو او نورو عمومي ناروغیو له امله رامنځته کیږي.
په عمومي ډول ویلی شو چې د خولې بد حتماً یو علت لري او داسې هم نه ده چې ووایو د پلاني کس خوله بوی کوي او هرکار چې کوي ګټه نه لري د یوه کس خوله که هر توکم او ملیت ولري باید بد بوی ونه کړي که کله بوی کوي حتماً یو علت شته چې له دغو څلورو علتونو بهر نه وي ډیر کسان به مو لیدلي وي چې وايي خوله مې بوی کوي خو چې هر کار کوم ګټه نه لري څه وکړم؟ دغه خبره سمه نه ده ځکه چې که علت یې پيدا کړو حتماً یې علاج کیداي شي یوازې په یوه مورد کې کوم کار نه شي کیدای او هغه هم د شکرې یا ډیابیټ په ځینو ناروغانو کې چې له خولې یې د اسیټون په شان بوی لټیږي دغه بوی لږ سخت او ستونزمن کار وي پاتې نور ډولونه معالجه کیدای شي یا لږترلږه یې سړی کنټرولی شي.
رابه شو د دغو څلورو مواردو په هکله لنډو توضیحاتو ته:
د خولې بد بوی چې احتمالاً د ورځې په اوږدو کې د خوړل کېدونکو موادو له امله پيدا کیږي:
که د کوم ډول خوړو له امله ستاسو خوله بوی کوي که هغه لږ وخورئ یا یې بیخي ونه خورئ دخولې بوی ورکیداي شي حتي هغه کسان چې سیګړیټ څکوي کله چې سیګریټ پریږدي له یوې مودې وروسته یې خوله بوی نه کوي هوږه او ځینې نور مواد کله چې په خولې کې په ډیره لږ پیمانه پاتې او خوله ونه مینځل شي بد بوی پيدا کوي اوپر دې سربیره د هاضمي سیستم له لارې هم تریوې مودې پورې بد بوی پيدا کولي شي که په دغسې حالاتو کې ژاولې وژوول شي او خوله سمه پاکه شي تر یوه حده د هغه بد بوی ورک کیدای شي. په دې وروستیو کې یوه نوې څیړنه شوې چې پر اساس یې؛ که هوږه له شیدو سره وخوړل شي د خولې د بد بوی مخه نیول کیدای شي ګیي دا کار خو کولای شئ چې هوږه کمه کړئ او یا یې داسې وخت وخورئ چې بهر ته نه وځئ دغه ډول بوی دهوږې په شان د بوینو شیانو په نه کنټرولیږ .
د خولې او غاښونو روغتیا او پاکۍ ته نه پام او کمزوري غاښونه:
د خولې او غاښونو پاکۍ ته نه پام او وراسته غاښونه د خولې د بد بوی اصلي او عامه ستونزه ده ډیر ښه پوهیږو چې په خوله کې ډول ډول میکربونه شته چې د کومې خاصې ستونزې له رامنځته کولو پرته هلته پايي… کله چې موږ خوراک کوو او د دغو خوړو میده ټوټې په خوله کې پاتې شي او په خوله کې موجود میکروبونه دغه مواد تجزیه کوي او په نتیجه کې مختلف ګاز لرونکې مواد تولیدیږي چې د خوړو ډول ته په پا م سره د بیلابیلو بویونو سبب کیداي شي. دا چې غاښونه مینځو او یا په غاښونو کې تار وهو د دې لپاره وي چې دغه میده خوراکي توکي له خولې لیرې شي او په خوله کې فاسد نه شي. کله چې په هر علت خپله خوله پاکه نه کړای شو پر دې سربیره چې د غاښونو د خرابیدا او ورستیدا سبب کیږي د خولې بد بوی هم رامنځته کوي.
هغه غاښونه چې خراب شوي دي د برش کولو په وخت د هغو منځ نه پاکیږي اوپر دې سربیره هلته د موادو پاتې کیدل د دې سبب کیږي چې د غاښونو د خرابیدا پروسه نوره هم ګړندۍ شي او په نتیجه کې د غاښ په سوري کې خوراکي توکي پاتې کیږي او ورو ورو هلته خوسا کیږي او په نتیجه کې خوله هم بد کوي دغه وراسته ځایونه ممکنه ده د غاښونو په منځ کې وي او تاسو یې ونه کتلای شي او یا هم ښايي د ډک شوي غاښ لاندې برخه خرابه شوې وي چې به نتیجه کې خوله بوی کوي او تاسو هم ښايي ووايئ چې زما غاښونه خو سالم دي ولې مې د خوله بد بوی ځي ځکه خو اړینه ده کله ناکله خپل غاښونه چک کړئ او دغاښونو ډاکټر ته یې وښیاست. دا کار له بده مرغه په افغانستان کې ډېر خلک نه کوي.
کله چې اورۍ التهابي او پړسیدلي وي دغه ډول اورئ د خوراکي توکو او میکروارګانیزمونو لپاره مناسب چاپېریال وي نو د دې سبب کیږي چې خوله بوی وکړي دغه راز په یوې ناروغې اورۍ کې د اورۍ او غاښ ترمنځ یو ډول پاکټ رامنځته کیږي چې له یوه میلیمټره تر څو میلیمټره پورې ژور وي عملاً د غاښونو برش دغه سیمې نه شي پاکولای او دغه چاره د دې سبب کیږي چې دلته میکروبونه ټول شي او ناوړه ګازونه رامنځته شي چې د خولې د بد بوی سبب کیږي؛ که دغه کسان خپلې اورۍ معالجه کړي د خولې بد بوی به یې هم ورسره ښه شي. د اوریو په ځینو ناروغیو کې اورۍ التهابي او میکروبي کیږي او دغه میکروبونه اورۍ تخریبوي اوپه نتیجه کې خرابې اورۍ د خولې د بد بوی سبب کیږي.
د ستوني او تانسلونو اوسینوسونو له امله د خولې رامنځته شوی بوی:
دغو سیمو ته د خولې څنګلوري سوري او مجراګانې ویل کیږي که خپله خوله په هنداره کې وګورئ له هغه وروسته چې غاښونه پای ته رسییږي او تانسلونو ته لنډ د خولې په شان برخه کې واړه درزونه او یا چینونه شته چې په دغو ټولو سیمو کې خوراکي توکي ښه ټولیدای شي پر دې سربیره تانسلونه په تیره بیا په هغو کسانو کې چې د تانسلونو التهاب یا پړسوب لري دغه غړی ژورې لیکې پيدا کوي چې په دغو لیکو کې ههم کله ناکله خوراکي توکي ځای نیسي او په نتیجه کې له خرابیدا وروسته د خولې بد بوی پيدا کیږي دغه کسان ښايي د خولې او غاښونو کومه ستونزه ونه لري خو له دې چې په تانسلونو او د خولې په شاتنۍ برخه کې یې خوراکي توکي راټول شوي وي د خولې د بد بوی سبب کیږي. کله چې د غاښونو ډاکټر ته هم ورشئ ښايي دغه برخې کنټرول نه کړي خو د دغو سیمو د کنټرول لپاره غوره ده د ستوني او غوږو ډاکټر ته ورشئ چې معاینه یې کړي. په ټول کې د سینوسونو او تانسلونو د التهاب مسله باید د ستوني په ډاکټر معاینه شي.
هغه کسان چې لوی تانسلونه لري د هغو په تانسلونو کې کله خو حتي غټ شیان لکله پسته او نخود یا بادام هم پټ شي چې له یوې مودې وروسته ډیرسخت بوی کوي ډیر کسان لیدل شوي چې کله یې تانسلونه معالجه کړي د خولې بد بوی یې ورسره ښه شوی دی .
سینوسونه هغه لارې دي چې د ټولو خولې په پزه او په یو ډول په ستوني کې خلاصیږي که دغه لارې التهابي شي د خولې د بد بوی سبب کیږي نو بیا هم باید د ستوني یو ډاکټر دغه ځایونه معاینه کړي او که یې التهاب کړی وي باید معالجه شي. ډیرکسان لیدل شوي چې کله یې سینوسونه معالجه شوي د خولې بد بوی یې ښه شوی دی.
د معدې، شکرې، د سږو د پړسوب او آپسې په شان د سیستمیکو ناروغیو له امله د خولې بد بوی:
د خولې د بد بوی څلورم علت دغسې ناروغۍ دي په دغو ناروغانو کې د هاضمي سیستم او تنفسي ناروغۍ هم د بد بوی سبب کیږي که دلته په ټولو دغو ناروغیو خبرې وکړو بحث به نور هم اوږد شي خو په یاد ولرئ چې د شکرې، هاضمي سیسټم او د تنفسي سیستم ناروغۍ د خولې د بد بوی سبب کیږي که دغسې کومه ناروغي لرئ حتماً یې د علاج فکر وکړئ نو له دې ستونزې به خلاص شئ.
په لنډه توګه د خولې د بد بوی د علاج په هکله هم خبرې کوو:
۱: که د خولې بد بوی موقتي وي او په تیره بیا د سهار په مهال له ناشتا مخکې وي دا په یو ډول طبیعي مسله ده ځکه د شپې مهال د خولې ناړې کمیږي او ورسره د خولې فعالیت هم کم وي په دغسې حالاتو کې په خوله کې د موجودو میکروبونو لپاره د فعالیت زمینه برابریږي نو کله چې د سهار له خوا د خولې بوی لرئ په برش کولو او د ناشتا په خوړولو سره ورکیږي البته سهار تر برش کولو او ناشتا مخکې له خلکو سره د خبرو په وخت احتیاط کوئ.
۲ : خپلو شاخوا کسانو ته ووایئ کله چې ستاسو خوله بد بوی کوي حتماً درته ووايي ځکه چې تاسو په خپله یې نه احساسوئ او نور کسان هم له اخلاقي پلوه چاته په دې هکله څه نه وایي خو کله چې زموږ ملګري یا خپلوان موږ ته وايي چې خوله دې بوی کوي دا به یې لویه مرسته کړې وي.
۳: کله چې متوجه شو د چا خوله بوی کوي باید په غیر مستقیمه توګه ورته ووایو چې خوله دي بوی کوي که نیغ په نیغه ورته وویل شي ښايي رواني ګوزار ورکړو خو که غبرګون ونه ښيو بیا هم له هغه کس سره مو ظلم کړی نو غوره ده په غیرمستقیم ډول یې وپوهوو چې د خولې دې بوی ځي.
۴: خو کله چې پوه شو چې د خولې مو بوی ځي په لومړي ګام کې باید د غاښونو ډاکټر ته ورشو د غاښونو ډاکټر د یوې عمومي معاینې له لارې په علت پوهیدای شي کله چې علت په غاښونو او اوریو کې وي د غاښونو ډاکټر یې په اسانه علاج کولای شي خو که ستونزه هغه پیدا نه کړه غوره ده د ستوني او غوږونو ډاکټر ته ورشو هغه به دغه ستونزه راحل کړي. پر دې دوو علتونو سربیره د نورو ناروغیو په هکله هم مو خبرې وکړې که اړتیا پیښه شوه ښايي ډاکټر درته د نورو معایناتو مشوره درکړي خو نور علتونه په تیره بیا نورې ناروغۍ لږ د خولې د بد بوی سبب کیږي. د شکرې ناروغۍ د معدې او کولمو ناروغۍ که معالجه شي د خولې بوی هم ورسره ښه کیږي.
۵ : ځینې کسان داسې دي چې د خولې د بد بوی توهم او شک لري د دغوکسانو خوله بوی نه کوي خو تل ډاریږي چې ګواکې خوله یې بوی کوي دغسې کسان غوره ده یو رواني ډاکټر ته ورشي چې له روحي پلوه د دوی شک لیرې کړي.
۶: د شپې له پلوه او سهار حتماً غاښونه برش کوئ او پردې سربیره حتماً د خولې د مینځلو له موادو کار اخلئ. د خولې د مینځلو مایعات نن سبا په ټولو هیوادونو کې په ارزانه بیه شته دغه مواد د خولې میکروبونه له منځه وړي.
۷: که نسوار یا سیګریټ څکوئ حتماً مو خوله بوی کوي نو دخانیات پریږدئ او د خولې له بدبویه به هم خلاص شئ.