د ښځو پر مخ اضافي ویښتان یوه عامه ستونزه ده چې ډیرځله رواني عوراض هم لري خو باید وویل شي چې دا یوازې ستاسو میرمن نه ده چې دغه مشکل لري او د دې ډول میرمنو شمیر مخ په ډیریدو دی خو ډیری میرمنې تر دې وړاندې چې د دې ستونزې اصلي علت پيدا کړي ډول ډول درملنې کوي او درناکې یا غیر دردناکې عملیې آزمويي خو تر څو چې اصلي علت نه وي ختم شوی نو له لنډې مودې وروسته د هغوی پر مخ دغه ویښتان بیا پیدا کیږي.

 د میرمنو د مخ په خاصو برخو کې له حده د ډیرو ويښتانو ودې ته په طبابت کې هیرشوتیزم وايي په طبیعي توګه باید د میرمنو د مخ وېښتان کمرنګه او پاسته وي چې نه لیدل کیږي خو کله چې د هغوی په مخ کې د نارینه وو په شان غټ او تور ویښتان څرګند شي باید ډاکټر ته ورشي ځکه چې دغه ستونزه پر ظاهري اړخ سربیره میرمنو ته رواني ستونزې هم پيدا کوي او ډیر ځله په بدن کې د یوې بلې ستونزې سبب کیدای هم شي. البته تر دې وړاندې چې د هیرشوتیزم تشخیص وشي باید دې مسلې ته توجه وکړو چې په طبیعي توګه د میرمنو په مخ کې د ویښتانو وده له یو بل سره توپير کوي مثلاً هغه میرمنې چې سپین پوستکی لري د تورپوستو په پرتله د مخ ډیر ویښتان لري.

د دې ستونزې د علت په هکله باید ووایو چې د ویښتانو پیاز د تستوسترون په نامه د یوه هورمون په وسیله تحریکیږي دغه ډول هورمونونو ته اندروجن یا نارینه هورمون وايي چې په نارینه وو کې ېې سویه لوړه وي خو په ښځو کې هم په طبیعي توګه په کمه اندازه موجود وي خو ځینې وخت په بیلابیلوعلتونو دغه اندازه په میرمنو کې هم لوړیږي اوپه دې ډول د دې سبب کیږي چې د ویښتانو پياز تحریک او ویښتان په مخ کې له حده زیاته وده وکړي.

کله میرمنې باید شک وکړي چې دغه هورمون یې په بدن کې زیات شوی دی؟

 کله چې میاشتنی عادت یا مریضي نامنظمه یا بنده شي، یا پر مخ وړې دانې یا اکنې پيدا شي چې له درملنې سره مقاومت ښيي، غږ له حده زیات پنډ او خشن شي، د میرمنو تي له حده زیات لوی او د ویښتانو او مخ ترمنځ موجود برید نور هم د ویښتانو لور ته په شا لاړ شي په دې وخت کې باید میرمنې شک وکړي چې د نارینه هورمونونو اندازه یې په بدن کې لوړه شوې ده. پردې سربیره نورې نښې هم شته چې دلته یې د بیانولو اړتیا نه شته.

د نارینتوب هورمونونه چیرته تولیدیږي؟

لکه چې وویل شول دغه هورمونونه د نارینه وو په بیضو کې تولیدیږي خو له دې چې میرمنې دغه اله (بیضه) نه لري نو دغه هورمون د میرمنو په تخمدانونو، د پښتورګو په سر په دوو غدو، او په مازغو کې د هیپوفیز په نامه په یوې غدې کې تولیدیږي د مثال په توګه کله چې په تخمدان کې یو کیست پيدا شي دغه میرمنې ښايي د هورمونو د زیاتیدا له امله په مخ کې اضافي ویښتان پيدا کړي نو غوره ده چې په دغو میرمنو کې د اضافي ویښتانو د پيدا کیدا اصلي علت پیدا شي. د دې ستونزې په هکله په تفصیل سره خبرې نه شو کولای خو د اصلي علت د پیدا کولو لپاره غوره ده چې ډاکټر ته ورشئ.

 د پوښتنې اصلي برخې  یعنې معالجې ته به یې راشو چې آیا په اوسني وخت کې یې د معالجې امکان شته که نه؟

د دې ستونزې د اساسي درملنې لپاره غوره ده میرمن یوه ډاکټر ته ورشي چې اصلي علت یې پيدا شي د هیرشوتیزم ډیر علتونه داسې دي چې د عمر تر پایه اضافي ویښتان پیدا کوي؛ ځینې وخت معالجه نتیجه ورکوي خو په ظاهري ډول د هیرشوتیزم په علاج کې د اضافي  ویښتانو ختمیدا اوس آسانه شوي دي.

دغو میرمنو ته پر آرایشي معالجې  سربیره هغه درمل هم ورکول کیږي چې په نتیجه کې یې د ویښتانو پر پیاز یا غوټې د نارینتوب د هورمون اغیز کموي خو بیا هم ټینګار کوو چې غوره ده اصلي علت پيدا شي او ډاکتر یې معلومه کړي چې ولې په دې میرمنې کې د نارینتوب د هورمون اندازه لوړه ده.

کله چې اصلي علت پيدا شي په ارایشي او طبي تداوي دغه ستونزه په اسانه معالجه کیداي شي.

هغه میرمنې چې اضافي وزن لري د وزن کمېدا یې ممکن د نارینتوب هورمون هم کم کړي.

هه میرنې چې  په تخمدان کې کیست (مرغېړی) لري او یا د پښتورګو د پاسه په غده کې اویاپه هیپوفیزغده کې تومور لري که دغه تومورونه د لیزر او یا جراحي عملیاتو په وسیله لیرې شي ښايي هیرشوتیزم ېې هم ورسره معالجه شي.

 پر دې سربیره دغو میرمنو ته د سپیرونولاکتون په نامه درمل ورکول کیږي چې دغه درمل د نارینتوب د هورمون اغیز کموي او یا د هغه تولید دروي خو سپیرونولاکتون درمل ځینې عوارض هم لري؛ د مثال په توګه  ډیر ادرار کول، د پوست سوی، د معدې سوی، سردردي، او ستوماني پيداکولاي شي. د نارینتوب د هورمون ضد نور درمل فیناسترید، او فلوتامید دي خو دغه درمل تر سپيرنولاکتون ګرانه دي او جانبي عوارض هم لري. د دیان په نوم درمل هم دغو میرمنو ته ورکول کیږي خو دغه درمل په خپل سر مه خورئ او باید د ډکټر په مشوره استعمال شي. دا د اصلي علت د معالجې خبره ده خو که علت پيدا نه شي میرمنې باید ظاهري او ارایشي معالجه وکړي.

پر طبي معالجې سربیره د اضافي ویښتانو د لیرې کولو لپاره له الکترولیز څخه هم کار اخیستل کیږي. دا داسې معالجه ده چې یوه نازکه ستن د ويښتانو فولیکول یا غوټې ته دننه کیږي او د بریښنا په جریان د ویښتانو پیاز له منځه وړل کیږي دغه روده دردناکه ده او په هرځل یوازې د یوه ویښته پياز له منځه ځي نو د بدن د لویو برخو لپاره اغیزمنه نه ده.

اپیلاتورس:

دا د ویښتانو د ختمولو مواد دي چې په دې ډول ویښتان د پوستکي له لاندې شکول کیږي ګټه ېې په دې کې ده چې  د اوږدې مودې لپاره د مخ ویښتان نه شنه کیږي که دغه روده (طریقه) په منظم ډول د مخ په یوې برخې ترسره شي ښايي د دې برخې ويښتان بیخي له منځه لاړ شي البته دغه روده څه نا څه دردناکه ده. باید پریږدئ چې ویښتان لږ وده وکړي چې د اپيلاتور اله ېې ونیولای شي البته دغه روده پر مخ ډیره نه کارول کیږي ډیر ځله د پښو او مټو ویښتان پرې لیرې کیږي خو د دې طریقې له استعماله وروسته غوره ده د بدن دغه برخې په عفوني ضد موادو پاکې شي ځکه چې که د دویم ځل لپاره یې استعمال کړئ ستاسو په بدن کې عفونت پيدا نه کړي.

لیزر:

 د بدن د اضافي ویښتانو د لیرې کولو تر ټولو ډاډمنه او آسانه لار ده ځکه چې داسې طراحي شوې چې د ویښتانو ریښو ته نفوذ کوي نو د بدن نورو برخو ته هیڅ تاوان نه رسوي البته په درملنه کې احتیاطی تابیاوې غوره کیږي چې نور پوستکي ته تاوان ونه رسیږي.

هغه ماده چې ویښتانو ته رنګ ورکوي میلانین نومیږي دغه ماده له لیزر څخه وړانګې جذبوي او هغه په تودوخې بدلوي دغه حرارت تر دې حده دی چې د ویښتانو د ودوې میکانیزم غیرفعاله کوي او هغه له کاره غورځوي او په دې ډول د ویښتانو فولیکول ورسره له منځه ځي.

البته دغه روده باید څو ځله تکرار شي خو ترټولو اغیزمنه وسیله ده پر دې سربیره لیزر ژر او په چټکه عمل کوي او تقریباً یوه دایمي معالجه ده خو نورې رودې موقتي دي. که څه هم ویل کیږي لیزر په هغو میرمنو کې چې تور ویښتان او سپين پوستکی لري ښه نتیجه ورکوي خو دغه روده په ټولو میرمنو کې غوره ده او یوازینۍ ستونزه په کې دا ده چې ګرانه تمامېږي. په افغانستان کې هم لیزر شته او خلک ترې استفاده کولای شي. له لیزر معمولاً دوه اونۍ وروسته ویښتان تویږي او کابو دوه میاشتې وروسته بیرته ویښتان وده کوي؛ کله چې په سلو کې پنځوس ویښتان بیرته شنه شول دا د دویم ځل لیزر لپاره مناسب وخت دی. دغه فاصله ممکنه ده درې میاشتې وخت واخلي معمولاُ له څلورو رانیولې تر اوو ځلونو پورې که لیزراستعمال شي د مخ اضافي ويښتان بیخي له منځه ځي تور او پنډ ويښتان ژر له منځه ځي البته تراوسه پورې د سپینو او نرمو ویښتانو په اړه لیزر قانع کوونکی ځواب نه دی ورکړی.

یادونه کوو که غواړئ له لیزر څخه کار واخلئ تر معالجې یوه میاشت مخکې ویښتان له ریښې مه شکوئ ځکه چې د لیزر وړانګه د هغو ویښتانو په پياز ښه تاثیر کوي چې د ودې په حال کې وي.

که څه هم لیزر ګرانه دی خو ترټولو ډاډمنه لار ده. نو لومړی هڅه وکړئ چې د دې چارې اصلي علت پيدا کړئ چې ولې ستاسو په میرمنې کې د نارینتوب هورمون زیات شوی دی که مو دغه علت پيدا نه کړای شو تر ټولو آسانه او غوره لار یې لیزر دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *